BBC
 شاته

ښځې خپل میراث د سنجې دت په نوم کړی، خو هغه ونه مانه

د انځور حقوق AFP
Image caption ستجیدت وايي د دې ښځې کورنۍ ته به د دې میراث په ستنولو کې له بانک سره همکاري وکړي.

د بالیووډ ستوري سنجې دت د هغې ښځې میراث یا پاتوړی ونه مانه چې د ده په نوم یې بانک کې پرېښودلی و.

د ممبی اوسېدونکې نیشي هریشچندرا تریپاتي د سنجې دت د فېلمونو مینواله وه.

نوموړې تېره جنوري په ۶۲ کلنۍ کې مړه شوه.

تېره میاشت بانک سنجې دت ته وویل چې دې ښځې خپل میراث(پیسې او جایداد) ستا په نوم پرېښودلی او در خپل یې کړه.

ډوټ بانک ته وویل چې د مینه والې په دې کار ډیر منندوی دی خو د هغې پیسې یې ځان ته پیرزو نه دي.

سنجې دت د بالیوود یو وتلی ستوریدی او له سلو ډېرو فېلمونو کې یې کار کړی دی.

د دې هنرمن وکیل سوبهاش جاد له بي بي سي سره خبرو کې وویل، کله چې بانک سنجې دت ته وویل چې تریپاتي د خپلو بچت پیسو بانکي حساب وارث کړی دی، نو ډېر حیران شو.

هغه وايي دوی د دې د شتمني په هکله کوم نظر نه لري او نه هم نانک ورته معلومات برابر کړي دي.

ښاغلی جادوه وايي سنجې دت بانک ته ویلي: موږ د دې مینوالې له ژورې مینې ډېر منندوی یو، ما پخپله نه هغه لیدلې او نه ور سره اشنا یم، ځکه زه هم د دې بانکي حساب د نوماند په توګه له دې شتمني اوحساب سترګې پټوم(مطلب نه یې غواړم).

ښاغلی جاد وايي دوی له بانک سره دا لیکلې ژمنه هم کړې چې د تریپاتي کورنۍ ته د پیسو لېږدولو لپاره په قانوني پروسو کې مرسته ور سره کړي.

د ممبی میرر ورځپاڼه رپوټوي چې تریپاتي له داسې سربدالي مړه شوه، چې درملنه یې نه کېده.

د ناروغۍ پر مهال یې اتیا کلنې مور او درې خویندو او وروڼو پالنه کوله.