BBC
 شاته

د پښتونخوا هغه ځوان چې اتڼ کې یې نوي بدلونونه راوستي

اسفندیار وايي، د خټکو اتڼ، د نڅا لوګری، کتغنی، افشاری او د سویلي هند کتهک ډوله نڅا له یو ځای کولو یې د اتڼ یو نوی ډول جوړ کړی د انځور حقوق ASFANDYAR KHAN KHATTAK
Image caption اسفندیار وايي، د خټکو اتڼ، د نڅا لوګری، کتغنی، افشاری او د سویلي هند کتهک ډوله نڅا له یو ځای کولو یې د اتڼ یو نوی ډول جوړ کړی

پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د موسیقۍ او نڅا مینه وال لږ نه دي، خو دغو سیمو کې د مسلک په توګه د موسیقۍ هنر ته په ښه نظر نه کتل کېږي، خو اوس د سیمې یوه لوستي ځوان نه یوازې دودیز اتڼ زده کړی، بلکې په مسلکي توګه یې کوي هم.

دغه اتڼچي اسفندریار خان خټک نومېږي، چې د کوهاټ، ګمبټ سیمې اوسېدونکی دی او اوس پېښور کې له یوې غیر دولتي موسسې سره دنده لري.

د اسفندیار خان پلارګنۍ لسم پشت کې له خوشحال خان خټک سره اړوند ده.

اسفندیار وايي، د خټکو اتڼ، د نڅا لوګری، کتغنی، افشاری او د سویلي هند کتهک ډوله نڅا له یو ځای کولو یې د اتڼ یو نوی ډول جوړ کړی، چې په خبره یې د افغانستان، هند او پاکستان د دودیزو نڅاوو څرک او رنګونه پکې لیدل کېږي.

نوموړی وايي، دا د نڅا یو نوی ډول دی، چې د پښتنو دودیز اتڼ او کتهک ډوله نڅا ګډوله ده. اسفندیار خان وايي، هدف یې دا دی، چې ځوانان پر خپله ماضي او کلتوري بنسټونو وپوهېږي.

د انځور حقوق ASFANDYAR KHAN KHATTAK
Image caption د مسلکي اتڼچي په توګه د کلتوري ودې ادارې له لوري د هېواد او خیبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته سفرونه کوي.

نوموړی وايي، له ماشومتوبه یې اټن سره مینه وه، خو د عمر له تېرېدو سره ورته معلومه شوه، چې هر څه دومره اسان هم نه دي.

هغه وايي، په پښتني ټولنه کې معمولاً نڅا او نڅاګرو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، خو دی خټک دی او په عامه توګه خټک د اتڼ مینه وال دي، چې له دې کبله شخصاً د ده لپاره دې لړ کې ډېرې ستونزې نه وې.

''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اتڼ بندیز''

د اتڼ احتجاج

د خټکو اتڼ ته د پاکستان ملي نڅا حیثیت ورکړل شوی دی. د دغې قبیلې په دودیز اتڼ کې یوه لاس کې ورېښمین دستمال او بل کې توره اخلي او د دایرې په بڼه اتڼ پیلېږي، چې وروسته یې ورو ورو سرعت ډېرېږي.

اسفندیار خان تر ایم بي اې کچې زده کړې کړې دي او له څو کلونو راهیسې د پېښور یوه غیر دولتي ادارې مشري کوي.

نوموړی د مسلکي اتڼچي په توګه د کلتوري ودې ادارې له لوري د هېواد او خیبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته سفرونه کوي.

هغه د کلاسیکې هندۍ نڅا زده کړه کړې او نن سبا خپله هم پېښور کې د اتڼ زده کړه ورکوي.

اسفندیار خان وايي:

''زما لپاره د ویاړ ځای دی، چې اسلام اباد کې مې له مېرمن اندو مټها نه د کلاسیک نڅا زده کړه کړې، چې له څو کلونو راهیسې اسلام اباد کې د سویلي هندوستان د دغې دودیزې نڅا زده کړې ورکوي. ''

د انځور حقوق ASFANDYAR KHAN KHATTAK
Image caption اسفندیار خان خپله هم کلاسیک نڅا زده کړې او اوس نورو ته د نڅا زده کړې ورکوي

د اسفندیار په خبره 'اتڼ کلتوري پېژندګلوۍ ده او هېڅکله باید هېره نه شي، ' خو په وینا یې ''متاسفانه نن سبا حالت داسې دی، چې اتڼ ته د جرم په نظر کتل کېږي ''

هغه زیاته کړه:

''زه فکر کوم نڅا د انسان له ذهنه د منفي تمایلاتو په لرې کولو کې مرسته کوي. ''

نوموړی وايي، ''زموږ ټولنه کې هنر او هنرمندانو ستاینه کېږي، خو نڅا او نڅاګرو ته هغسې په درنه نه کتل کېږي، لکه نورو هنرمندانو ته ''

اسفندیارخان وايي:

''زه فکر کوم، نڅا او بیا اتڼ داسې خوند لري، چې پر زړونو او ذهنونو سملاسي اغېز کوي او خلک ترې ډېر خوند اخلي، خو بیا هم د منل کېدو په نوملړ کې موږ له ټولو وروسته یو. ''