ځانمرګي برید د ننګرهار حج او اوقافو رییس وژلی
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار لومړۍ حوزه کې د حج او اوقافو رییس پر موټر پلي کس ځانمرګی برید کړی، چې مولوي عبدالظاهر حقاني له خپل چلوونکي او یوه بل کس سره وژل شوی او شپاړس نور کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، برید ماسپښین شاوخوا درې بجې د حج او اوقافو ریاست ته څېرمه د هغه پر موټر شوی.
د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې د ظاهر قدیر کور او مېلمستون هم دی.
یوه عیني شاهد ویلي، د مولوي عبدالظاهر د موټر په رسېدو سره، پر موټرسایکل سپاره یوه کس د هغه پر موټر ځان ورغورځاوه.
ښاغلي حقاني له څه باندې دوو کلونو راهیسې د ننګرهار د حج او اوقافو رییس و.
وړاندې، د ننګرهار روغتیايي چارواکو ننګرهار کې زموږ خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ویلي وو، د چاودنې له ځایه دوی ته دوه مړي او ۱۱ ټپیان وروړل شوي.
د ماشومانو ژغورنې خیریه سازمان په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه
ښاغلی رحیمزی وايي، تېر کال د کب پر ۲۷مه د ښاغلي حقاني کور ته یو ځانمرګی بریدګر ورغلی و، خو کله چې د ده ورور ځانمرګي ته غاړه ورکړه، هغه پر ځان پورې چاودېدونکي توکي وچوول او د حقاني ورور پکې ووژل شو.
د هغه برید مسؤولیت هم کومې ډلې یا کوم چا نه وو منلی.
عبدالظاهر حقاني وړاندې خبري غونډو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې پرضد کړنې شوې.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.
غبرګونونه
د تېرې جنورۍ په وروستیو کې هم جلال اباد ښار کې پنځو ځانمرګو بریدګرو د ماشومانو ژغورنې ادارې یا "سېف دې چلدرن" پر دفتر بريد وکړ چې وروسته له څو ساعته نښتې او "تصفیوي عملیاتو " جګړه د څلورو بریدګرو په وژنې پای ته ورسېده.
طالبانو له برید وروسته وویل دا برید د دوی کار نه دی. "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د برید مسؤولیت پرغاړه اخیستی و.