د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو لپاره توکیو ته ورسېد
د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو کوربه ښار توکیو ته ورسېد.
د توکیو والي مېرمن یویکو کویکې پرون د المپیک بیرغ د ال نیپون هوايي شرکت په الوتکه کې توکیو ته یووړ.
دې ته د المپیک بیرغ د یکشنبې په ورځ د برازیل په ریو ډي جینیرو کې د دغه ښار ښاروال ادواردو پاییس او د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ د المپیک سیالیو د پای په مراسمو کې وسپاره.
توکیو به په ۲۰۲۰میلادي کال د المپیک سیالیو کوربه وي.
په ۱۹۶۴ میلادي کال هم د المپیک سیالۍ په جاپان کې شوې وې.