BBC
 شاته

د دیر ثمر پر واورین غره د بایسکل ځغلولو ریکارډ جوړ کړ

Image caption د دغه سفر پر مهال ثمر غر ختلو تر څنګ یو ټولنیز خدمت هم تر سره کړ

د خیبر پښتونخوا کوز دیر اوسېدونکې ثمرخان د ګلګت بلتستان تر واورینې غر څوکې' بیافو ' پورې د بایسکل ځغلونې یو نوی ریکارډ جوړ کړی.

دغه واورینه څوکه له شمالي او سویلي قطب نه بهر د نړۍ درېیمه لوړه داسې څوکه بلل کېږي، چې په واورو پوښلې ده. ثمر خپل یون له پلازمېنې اسلام اباد نه پیل کړ او ګلګت ته نژدې تر اسکولې نومي کلي پورې یې پر بایسکل نژدې ۸۰۰ کیلومتره سفر وکړ.

ثمر له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

'' له دغه ریکارډ وروسته پاکستان کې د ګرځندوی او لوبو فعالیتونو ودې او پرمختګ لپاره زما هدف تر ډېره حده پوره شو.''

هغه وايي:

''د پاکستان په اړه داسې فکر کېږي، چې ګواکې دغه هېواد کې امنیت د ډاډ وړ نه دی او نجونو ته لوبو کې برخه نه ورکول کېږي، خو زه غواړم دغه دواړه آندونه ناسم ثابت کړم، ځکه هر چا چې د لارې اوږدو کې ولیدم د کورنۍ یوه غړي په نظر یې راته کتل او هڅولې یې یم.''

ثمر خان وايي سکردو کې د لوبو او ګرځندوی اداري د دوی له ریکارډ له خبرېدو وروسته دوی سره خبرې ورسره وکړې او له څېړنې وروسته یې نه یوازې دوی ته سند ورکړ، بلکې د ګلګت بلتستان ځايي حکومت ته هم په دې اړه وویل.

Image copyright bbc
Image caption دغو هڅو کې د ثمرخان لارښود غرختونکی محمداصغر و، چې خپله هم یو تکړه غرختونکی دی

هرڅوک چې د دغه ډول ریکارډ جوړولو ادعا کوي، باید له سند اخیستو مخکې یې ملګري غرختونکي، لارښود شاهدي ورکړي او له یوې ځانګړې زاویې د غره اخیستل شوي تصویرونه د ثبوت په توګه وړاندې کړي.

له رسمي تایید وروسته اړوند ادارې د ریکارډ جوړولو سند ورکوي.

دغو هڅو کې د ثمرخان لارښود غرختونکی محمداصغر و، چې خپله هم یو تکړه غرختونکی دی. ثمر خان دغه سفر کې غوښتل یوې داسې غرڅوکې ته هم وخیږي، چې تر اوسه څوک نه دي ورختلي، خو د ناسم موسم له کبله و نه توانېده.

نوموړې وايي:

موږ ۵۳۰۰ متره پورته ختلي وو او د اټکل له مخې د غرڅوکې ټولټال لوړوالی ۵۶۰۰ متره دی، خو د واورین توپان وېره وه او موږ له همدې کبله د غره څوکې ته و نه ختو، البته پر واورینو څوکو د بایسکل چلولو پلان بشپړ شو.

د دغه سفر پر مهال ثمر غر ختلو تر څنګ یو ټولنیز خدمت هم تر سره کړ او د شګر دولتي پوهنځي محصلینو لپاره یې یوه ویبپاڼه او اپلېکیشن هم پېژندګلوۍ ته وړاندې کړل، چې له لارې به یې ځايي ځوانان روغتونونو ته د وینې بسپنه ورکولای شي.