BBC
 شاته

'د ټاکنو قانون نوې طرحه ټاکنیزو اصلاحاتو ته لار پرانیزي'

Image copyright AFP l Reuters
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت په موافقه لیک کې د ټاکنیز نظام اصلاح کولو ته ژمن شوي وو.

افغانستان کې د ټاکنو د څار یو شمیر بنسټونه وایي، د کابینې لخوا د ټاکنو د نوي قانون د طرحې تائید به د ټاکنیز نظام اصلاح کولو لپاره د عملي ګامونو پورته کېدو لاره پرانیزي.

د دیموکراسۍ د څار بنسټ مشر زکریا بارکزي نن سه شنبه (سنبلې/وږي ۲مه) بي بي سي ته وویل، حکومت باید له پيله د ټاکنو د قانون په اړه خپله پریکړه کړې وای، ځکه دده په خبره ولسي جرګې ته یې لیږل، له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي.

"د کابینې دا پریکړه پر ځای ده، دا پریکړه باید مخکې شوې وه، دې ته اړتیا نه وه چې د ټاکنو اړوند قوانین د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې سره سم، ملي شورا ته استول شوي وای."

د ټاکنیز نظام اصلاح کول هغه څه دي چې افغانستان حکومت دواړو مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت په موافقه لیک کې د هغې عملي کولو ته ژمن شوي. کوم کار چې په دې برخه کې تراوسه شوی، د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړي کمیسیون تشکیل او د دوو تقنیني فرمانونو صادرول و چې دواړه د پارلمان لخوا رد شول.

د افغانستان حکومت کابینې د دوشنبې په ماښام د ټاکنو د نوي قانون طرحه په اصولو کې تائيد کړه او د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ته دنده وسپارل شوه چې د کابینې وړاندیزونه پکې ځای او طرحه بشپړه کړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بي بي سي ته وویل، نوې طرحه ولسي جرګې ته نه ځي او ولسمشر یې د تقنیني فرمان په بڼه لاسلیکوي.

د چخانسوري په خبره د ټاکنو په نوې طرحه کې د ولسي جرګې لپاره په ټاکنیزو حوزو کې پر یوې څوکۍ ټینګار شوی.

د دغه اصل له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د غړو شمیر ته په کتو ولایتونو کې ټاکنیزې حوزې جوړیږي او هر کاندید یوازې په خپله حوزه کې د رایې اخیستو حق لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د توازن لپاره یې په ټاکنیزو حوزو کې پر یوې څوکۍ ټینګار کړی، خو د ایوا یا د انتخاباتو د څار بنسټ مشر جانداد سپین غر وایي دا اصل په اسانه د پلې کېدو وړ نه دی.

Image copyright AFP
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ټاکنو قانون نوې طرحه د تقنیني فرمان په بڼه د ولسمشر لخوا لاسلیکېږي

د ښاغلي سپین غر په باور د ټاکنو دا سیسټم ډېر پېچلی دی او اوسنی کمیسیون یې د پلې کولو لازمه وړتیا نه لري.

"ناممکنه ده چې دوی یې په داسې سختو شرایطو کې عملي کړي، د دغه اصل بله ستونزه داده چې عادي کاندیدان له زورواکو سره سیالي نه شي کولای، ځکه هغه زورواکي په وړو حوزو کې حاکم وي، ممکن روښان فکره خلک به په ټاکنو کې بایلونکي اوسي."

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا وایي، پریکړه داسې شوې که کومه ولسوالۍ کې د یوې څوکۍ د ټاکنیزې حوزې جوړول امکان ونه لري، د ټاکنو کمیسیون به ورته بله لاره چاره لټوي. د افغانستان حکومت اجراییه ریاست د کابینې د نوې طرحې په اړه له خبرو ډډه وکړه.

د افغانستان حکومتي چارواکي ددې هېواد په اړه د بروکسل تر جوړیدونکې غونډې پورې د ټاکنو د اصلاح په برخه کې د پرمختګونو راتلو خبره کوي او وایي چې تر هغه وخته به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نیټه هم اعلان کړي.

د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره په عمل کې د ملي یووالي حکومت ژمنو نه پلې کېدل لامل شوی چې په تېرو دوو کلونو کې د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره نه شي چې ورسره د پارلمان د پنځه کلنۍ دورې اصل نقض شوی.

افغانستان کې د ټاکنو په برخه کې د فعالو بنسټونو چارواکي وايي د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو جنجالي کېدو پر دغه بهیر د خلکو باور زیانمن کړی او ددې نظام اصلاح کولی شي "د خلکو باور اعاده کولو" سره مرسته وکړي.