شاته

د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړو خپل کارونه پیل کړل

د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي نن بشپړ شول او په رسمي ډول یې خپل کارونه پیل کړل.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه مرکز به د فساد پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.

ښاغلي حمیدي وايي چې د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي د لوړو معیارونو له مخې په دندو ګمارل شوي او د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانینو له مخې به خپل کار مخ ته وړي.

دا مرکز په داسې حال کې په خپل کار پيلوي چې اوس هم خلک په عدلي او قضايي بنسټونو کې له فساده سرټکوي، خو لوی څارنوال ډاډ ورکوي چې د دې مرکز په پرانېستلو سره به له فساد سره جدي مبارزه وکړي.