د خیبر پښتونخوا دیر یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
د خیبر پښتونخوا دیر بالا پولیس وايي، د سې شنبې په ګهیځ په یوه ښوونځي کې لاسي بم چاودلی، چې لږترلږه دوه ماشومان یې ټپیان کړي دي.
چارواکو ویلي، پېښه د ډیورنډ کرښې ته نژدې شوې ده.
د دیر بالا شیرنګل د پولیسو د تاڼې مشر محمد اسلام خبریالانو ته ویلي، پېښه د شیرنګل ډوګ درې د قصبې شاه سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د ښوونځي زده کوونکي د ښوونځي انګړ کې بوخت وو.
په چاودنه کې د دویم ټولګي دوه زده کوونکي ټپیان شوي.
له چاودنې وروسته ښوونځی تړل شوی، خو پولیس پلټنه کوي چې دا لاسي بم چا ښوونځي ته د ننه کړی و.
د دیر بالا پولیس وايي، د ښوونځیو د ساتنې لپاره یې ځینې ځانګړي پروګرامونه پیل کړي، چې پر دېوالونو یې اغزن تارونه ولګول شي.
پولیس وايي، اوس څېړنه کوي چې څرنګه ښوونځي ته د ننه لاسي بم وړل شوی و.