BBC
 شاته

عرب لیګ د علي عبدالله صالح وژنه غندلې

عرب لیګ د یمن د پخواني ولسمشر، علي عبدالله صالح وژنه غندلې ده. یمنی ولسمشر، پرون د ده یو وخت ملاتړو، هوثي یاغیانو، وواژه. عرب لیګ وايي، د ده وژنه به امنیت نور هم پسې خراب کړي. بېګا په پلازمېنه صنعا کې، خلکو ويل، د سعودي په مشرۍ ایتلاف زورورې بمبارۍ کولې او هغه ودانۍ یې په نښه کولې چې له هوثیانو سره دي.

ملګري ملتونه وايي، په ټولو ولایتونو کې دې، د خلکو حالت ته په کتو اوربند وشي چې، خواړه او روغتیايي مواد ور ورسول شي.