افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۱۳۸منډو ماته ورکړه
افغان لوبډلې ايرلنډ ته په لومړۍ يوه ورځنۍ سيالۍ کې په ۱۳۸منډو ماته ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سر ۲۳۸ منډې جوړې کړې.
افغانستان له ايرلنډ سره په متحده عرب امارتو کې درې يو ورځنۍ سيالۍ لري.
په نننۍ سيالۍ کې تجربه لرونکې لوبغاړي لکه اصغر ستانکزی او محمد نبي ښه و نه ځلېدل، خو د دې برعکس ناصر جمال او رحمت شاه ښه لوبه وکړه او په ترتيب سره يې ۵۳ او ۵۰ منډې جوړې کړې.
د دوی تر څنګ راشد خان ۴۸ او شفيق الله شفق ۳۶ چټکې منډې وکړې.
- له ایرلنډ سره کرېکټ لوبې: د افغان لوبډلې د غوړېدا مهم فرصت
- کرېکټ: افغانستان د لویو وچو سیالیو اتل شو
په افغان توپ اچوونکو کې ۱۶ کلن مجيب ځدراڼ د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره ښه وځليد او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي تر څنګ راشد خان ۲ ، دولت ځدراڼ، ۳ محمد نبي يوه وېکټه واخيسته.
د ايرلنډ لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و، دوی د پيل وېکټې يو پر بل پسې ژر له لاسه ورکړې خو کپتان وېليم پوارټرفيلډ يې لوبه يو څه کابو کړه، خو دی بیا د ۳۵ منډو په جوړولو سره وسوځېد.
د ايرلنډ سټورټ پواينټر ۲۷ او جورج ډاکرېل ۱۰ منډې وکړې.
افغان لوبډله راتلونکې پنجشنبې له ايرلنډ سره دوهمه سيالي ترسره کوي. تېز توب اچوونکی شاپور ځدراڼ به هم په دغه سيالۍ کې برخه واخلي، وړاندې نوموړي ته د متحده عربي امارتو ويزه نه وه ورکړل شوې.
افغانستان اوسمهال په یوه ورځنیو لوبو کې لسم ځای لري او ایرلنډ بیا په ۱۲ شمېره دی.
دواړه د ۲۰۱۸ کال د نړېوالې اتلولۍ په غواراوي کپ کې برخه اخلي. له دوی څخه دوه به یې له اتو نورو سره یو ځای شي او په نړیوال کپ کې به ولوبېږي.