BBC
 شاته

''افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لا هم اندېښنې شته''

د انځور حقوق AIHRC
Image caption د کمیسیون سیما ثمر مشرې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې نړیوالو جګړه ییزو او بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو حالت په تېره بیا د جګړو د تودېدو په تړاو د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د بشري حقونو کمیسیون وایي ولسي وګړي په زیاتېدونکي ډول د کورنیو او بهرنیو ځواکونو او د هغوی د مخالفینو په نښتو کې کې کړېږي او زیان ور اوړي.

"افغان زندانونو کې له شکنجې کار اخیستل کېږي"

بشري حقونه: د افغان ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

د کمیسیون مشرې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې نړیوالو جګړه ییزو او بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

سیما سمر چې د بشري سرغړونې د قربانیانو کنفرانس کې غږېده، په ځانګړي ډول یې د حکومت پر پلوۍ د کوچنیانو پر جنګېدو اندېښنه وښوده:

''له بده مرغه افغانستان کې ماشومان د تاوتریخوالي له بېلا بېلو ډولونو سره مخامخ دي. له سختو کارونو نیولې تر ناوړه جنسي استفادې او په وسله واله جګړه کې له ماشومانو کار اخیستنه چې جنګي جنایت بلل کېږي. زه پوهېږم چې زموږ په ملي او دفاعي ځواکونو کې ماشومان نه شته، خو له بده مرغه په پاڅون کوونکو کې چې په یو ډول یې د حکومت له لوري ملاتړ کېږي او محلي پولیس له ماشومانو استفاده کوي '' .

د انځور حقوق AIHRC
Image caption افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماموتو تادامیچی ویلي د جزا نوي کوډ تصویب د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

خو د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل چې له سیمه ییزو پولیسو نه یې تر ډېره کم عمره وسله وال ایستلي دي.

نوموړی وايي ، ''په تېر کې چې د محلي پولیسو لیکو کې د کم عمره کسانو یا ماشومانو د شتوالي رپوټونه وو، هغوی پېژندل شوي او په کومو سیمو کې چې وو د محلي پولیسو له لیکو مو لرې کړي دي، خو بیا هم دا نه شو ردولای چې په ځینو سیمو کې چې له امنیتي پلوه ورته رسېدل ګران دي، بېلګې وي، خو ډاډ درکوم محلي پولیس له دې مسایلو پاک شوي دي. ''

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماموتو تادامیچی ویلي د جزا نوي کوډ تصویب د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. د نوموړي په وینا دغه قانون کې ډېری بشري ارزښتونو ته ځای ورکړل شوی دی.