له ازبکستان سره د افغانستان نوي تړونونه
ولسشمرانو اشرف غني او شوکت میرضیایف په تاشکند کې د خبرو پر مهال د نژدې ۲۰ تړونو په لاسلیکولو د دواړو هېوادو اړیکي نوې پوړۍ ته پورته کړل.
ټاکل شوې کابل او تاشکند د بل میلادي کال له پیله د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، ترانزیت او لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ څو برابره کړي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا، ګمرکونو، اقتصادي همکاریو، ترانزیټ او لوړو زده کړو په برخه کې دي.
له ازبکستانه د افغانستان شمال ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي لېږد، د مزار شریف او هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ جوړول او د ګډې پولې د امنیت ټینګښت د لاسلیک شویو تړونونو نورې برخې دي.
غني منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ "بندولو" ګواښ وکړ
افغانستان بيا له منځنۍ اسيا سره نښلول کېږي
شوکت میرضیایوف د ازبکستان موقت ولسمشر په توګه تایید شوی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه مازدیګر له خپل ازبکستاني سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، افغانستان هڅه کوي ازبکستان یې نژدې سوداګریز ملګری هېواد شي:
'' غواړم د ازبکستان حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړم، د افغانستان حکومت او خلک لېواله دي چې ازبکستان یې په راتلونکي کې د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې عمده شریک وي. ''
ازبکستان له اقتصادي پلوه ځواکمن هېواد دی چې مخکې یې هم افغانستان سره ښه اړیکي درلودل.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ژمنه وکړه چې دواړه هېوادونه به د لاسلیک شویو توافق لیکونو پلي کولو لپاره مسئولانه هڅې کوي.
''ازبکستان هڅه کوي د خپل ګاونډي هېواد افغانستان په اقتصادي بیارغونه او دغه هېواد کې د ترانسپورټ او انرژۍ بنسټونو او وړتیا جوړونې په برخه کې ونډه واخلي. زه یو ځل بیا وایم چې د لاسلیک شویو توافق لیکونو پلي کولو ته دواړه لوري مسئول او ژمن دي. له ولسمشر(غني) سره هم ما د دغو توافق لیکونو پر ارزښت خبرې وکړې او هوډ مو وکړ چې باید یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي. ''
دا له پاکستان سره د اړیکو تر سړېدو وروسته بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د وتلو یوه بله هڅه ده.
ازبکستان او افغانستان ۱۳۰ کیلو متره ګډه پوله لري او د اموسیند پر سر د ملګرتیا په نامه پل دغه دواړه هېوادونو سره نښلوي.
د اوسنیو شمېرو له مخې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې شااوخوا څلور سوه میلیونه ډالره ده.