BBC
 شاته

دوه ډاکتران د ماشوم مړ ګڼلو له امله له دندې ګوښه شوي

ډاکټره د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رسنیو په وینا، د غبرګونو ماشومانو پلار ویلي د ډېر خپګان له وجې یې خپل ماشوم تر څنګ روغتون ته وړی، هلته ورته ویل شوي چې ماشوم یې ژوندی دی.

د هند په نوي ډيلي کې د یوه روغتون دوه ډاکټران له دې امله له دندنې ګوښه شول چې په تېروتنې سره یې نوزېږی ماشوم مړ ګڼلی و.

د نومبر په ۳۰مه د خصوصي مېکس روغتون ډاکټرانو د یوه ماشوم تر زېږېدو وروسته، دویم غبرګوني ماشوم مړ ګڼلی و. کله چې د ماشوم کورنۍ له روغتونه وتله، نو ورته معلومه شوه چې ماشوم ژوندی دی.

خلکو پر دې پېښې خپل خپګان او اندېښنه څرګنده کړې او په هند کې د شخصي روغتونو پر لوړې بیې او معیار یې بحث کړی.

مېکس روغتون ویلي: "موږ تر ډېر غور وروسته د دوی په اړه پرېکړه کړې. د پېښې په هکله اوس څېړنې روانې دي؛ په دې څېړنه کې د روغتیایي ټولنې تر څنګ کارپوهان هم ګډون لري، خو موږ دواړه ډاکټران له خپلې دندنې لرې کړي".

بریتانیا کې یوه تي خوري ماشوم ته نوی زړه لګول شوی

هند: د ۱۰ کلنې نجلۍ د ماشوم پلار هغه سړی نه دی، چې په تور یې نیول شوی

په دې برخه کې د حکومت څېړنې هم روانې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند د نجي روغتون تر بې پروایۍ وروسته په هند کې پر روغتیایي معیار بحث شوی

د رسنیو په وینا، د غبرګونو ماشومانو پلار ویلي د ډېر خپګان له وجې یې خپل ماشوم تر څنګ روغتون ته وړی، هلته ورته ویل شوي چې ماشوم یې ژوندی دی.

په وروستیو میاشتو کې دا دویمه پېښه ده چې د هند پر نجي روغتون د بې پروایۍ تور لګوي. تېره میاشت په یوه بل روغتون کې ماشوم د تبې له امله مړ شو، چې وروسته بیا د ماشوم کورنۍ پر روغتون د ډېرو پیسو اخیستلو تور ولګاوه.