BBC
 شاته

د سعودي شهزادگانو شمېر څومره دی؟

عرب شهزاده د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ټول واک په لاس کې نیولی دی

هغه کسان چې ادعا کوي، د سعودي عربستان په اړه کره معلومات لري، ښايي ونه ویلی شي چې هلته څومره شهزادگان دي.

د سعودي عربستان د اړیکو څارونکي، احمد ذکي ویلي، د شهزادګانو پر شمېر اختلاف دی، خو بیا هم اټکل کولی شي چې د شهزادګانو شمېر کابو اووه زره دی او تر کومه چې د شهزادګانو په اړه پوهېږي نو دا شمېر بیا هم کم دی.

احمد ذکي وايي: "د نړۍ په هېڅ هېواد کې به دومره شهزاده ګان نه وي".

دوی ټول د شاهي کورنۍ دي؛ چې په ۱۹۳۲ کې د سعودي شاهي نظام جوړوونکي عبدالعزیز بن سعود اولاده ده.

د عبدالعزیز تر مړینې پورې دوی د سعودي عربستان له خلیجه، سره سمندر او له عراقه یمن ته خواره شول.

احمد ذکي، چې د سعودي عربستان په اړه څېړنه کړې، وایي، کله چې د سعود اولادې ماشوم پیدا شي نو شهزاده ورته وایي او پر تخت د کېناستو حق ورکوي.

عبدالعزیز بن سعود، په بېلابېلو قبایلو کې واده کړی، چې له هغوی څو درجنه اولاده پاتې ده.

سعودي عربستان کې د ۱۰۰ میلیارده ډالرو فساد، لسګونه کسان نیول شوي

حج؛ د سعودي عربستان د عاید لویه سرچینه

سعودي عربستان له خپلو اتباعو غوښتي چې سملاسي لبنان پرېږدي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې شهزادگان د سعودي په رټز هوټل کې د فساد قضیې په تور بندیان دي

ماشوم ته بې شمېره واکونه

په ښکاره خو معلومه نه ده چې د سعود څو مېرمنې وې؛ خو داسې ویل کېږي چې عبدالعزیز بن سعود تر دېرشو زیاتې ښځې او وینځې درلودې.

په شاهي کورنۍ کې پیدا کېدونکي ماشوم ته بې شمېره واک ورکول کېږي.

د لندن پوهنتون د اړیکو پوهنځي کې د خلیج هېوادونو د پالېسۍ په اړه، څېړونکی کرېټني فرېر وايي: "د شهزادګانو شمېر، د سعودي عربستان پر واک تر ټولو ډېر اغېز لرلی شي. ځکه هر یو یې هڅه کوي چې واک تر لاسه کړي او تر څنګ یې د ځینو چارو مشري په لاس کې ونیسي".

احمد ذکي وایي: "اوسمهال، کوم شهزادګان چې د عبدالعزیز بن سعود زامن یا ورېرونه دي، دوی ته هره میاشت لس زره ډالره ورکول کېږي. په سعودي عربستان کې د زرګونو شهزادګانو پر شتون سربېره، بیا هم د دې هېواد په سیاست کې ډېرې لانجې نشته؛ ځکه ډېریو ته یې په بېلابېلو ادارو کې منصب ورکول کېږي او غوښتنې یې پوره کېږي".

د دومره لویې شاهي کورنۍ له امله د حکومت په چارو کې دقت او روڼتیا هم راتلی شي.

څېړونکی فریر وايي: "په دې شهزادګانو کې ځینې یې د تخت غوښتونکي هم دي، چې په دې حال کې بیا موجوده پاچا او حکومت ته یې هم خطر پېښېدای شي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاچا سلمان بن عبدالعزیز خپل زوی راتلونکی ځایناستی اعلان کړی

اوس د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز دی چې نور وروڼه یې مړه شوي.

په ۲۰۱۵ کال کې سلمان بن عبدالعزیز خپل راتلونکی ځایناستی، وراره یې محمد نایف اعلان کړ. تر دې اعلان څه موده وروسته ناروغ پاچا سلمان، خپل زوی محمد بن سلمان نایب ولیعهد وټاکه. په دوو کلونو کې داسې بدلونونه راغلل چې سلمان د خپل وراره پر ځای خپل زوی محمد بن سلمان ځایناستی مقرر کړ او په دې توګه د تخت ناستۍ روانه لړۍ ماته شوه.

احمد ذکي وايي: "اوس چې څه روان دي، پخوا نه وو لیدل شوي. پخوا به حکومتي چارې د اوو یا اتو وروڼو تر منځ وېشلې وې، خو اوس ټول واک د یوه کس په لاس کې دی. هر وخت، هر څه کېدای شي. حالات ډېر کړکېچن دي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "پخوا به حکومتي چارې د اوو یا اتو وروڼو تر منځ وېشلې وې، خو اوس ټول واک د یوه کس په لاس کې دی".