افغانستان کې د القاعده مشر عمر خطاب او د هغه لسګونه وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې چې په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې تر سره شول، په افغانستان کې د القاعده ډلې مشر او د هغه لسګونه وسله وال وژلي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې سه شنبه د ډیسمبر ۵مه له ملي امنیت ریاست څخه رسنیو ته استول شوې پکې راغلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو، ملي اردو او پرېکنده ماموریت په ګډو عملیاتو کې، په افغانستان کې د القاعده مشر عمر خطاب چې په عمر منصور مشهور و او ۸۰ نور القاعده جنګیالي وژل شوي دي.
د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده ډلې د ۲۷ غړو د ژوندي نیول کېدو او ۵ سنګرونو د لمنځه وړلو ادعا هم شوې ده.
د سرچينې په خبره، عمر خطاب تر عاصم عمر وروسته د هند په نیمه وچه کې د القاعده ډلې مهم او لوړپوړی مشر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شويو کې د القاعده لوړپوړي قومندانان خرم کیاني، حسن حمزه، جنید او نور هم شته.
خپلواکو سرچٍينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان امنيتي سرچینې وايي، القاعده شبکې له ۲۰۱۵ کال وروسته د افغان دولت پر ضد جګړو کې نېغ په نېغه ونډه لري او وسله والو طالبانو سره هر اړخیزې مرستې کوي.
معمولا د ژمي په موسم کې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو تر منځ د جګړې زور کمېږي، خو سږ افغان حکومت هڅه کوي، د وسله والو مخالفانو پل تعقیب او د راتلونکي کال پسرلي ته چې جګړې پکې معمولاً زور اخلي، مخالفان له پښو وغورځوي.
امنيتي چارواکي وايي، د میدان وردګ په سیداباد او د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې یې په وسله والو پسې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د میدان وردګ په تنګي دره کې درې ډوله کانونه، مرمر، کرومېټ او سلیکان موجود دي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو لپاره د پیسو د ترلاسه کولو تر ټولو غوره وسیله وه.
له تنګي درې تېره شوې لار، د کابل - کندهار لویه لاره د کابل - خوست له لویې لارې سره نښلوي. دغه لاره ځکه ډېره مهمه ده چې د سهیل ختیځ زون ته تلونکي باري موټر لدې لارې تګ راتګ کوي.
د سرحدي ځواکونو مدیریت دفاع وزارت ته سپارل شوی
غني: داعش افغانستان کې بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی
له امریکايانو پرته افغان ځواکونه د اورپکو پروړاندې جګړه کولای شي؟