BBC
 شاته

"د امریکا غوښتنې تکراري دي، خو پاکستان غوږ نه ګروي"

. د انځور حقوق Getty Images

اسلام اباد ته د امریکا د دفاع وزیر جیمس متیس د سفر په اړه نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، ښاغلي متیس له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د وسله والو ډلو پرضد چې د پاکستان له خاورې ګټه اخلي او په افغانستان کې بریدونه کوي خپلې هڅې پراخې کړي.

رپوټ زیاتوي دفاع وزیر پاکستاني چارواکو ته وویل دننه په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د دوی هڅې بریالۍ دي خو په کار ده چې لا ډیرې هڅې وکړي.

یوې سرچینې دغې ورځپاڼې ته ویلي چې ښاغلي متیس له پاکستاني چارواکو سره ډانګ پېیلې خبرې کړي او په دغو غونډو کې په دې خبرې وشوې چې پاکستان باید د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر له اسلام اباد په لیدنه کې ددغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پوځي استخباراتو له مشر جنرال نوید مختار سره چې امریکايي چارواکي وايي له طالبانو او حقاني شبکې سره اړیکې لري، کتلي دي.

ایکسپریس ټریبیون

پاکستاني ورځپاڼو هم په دې تړاو ډیر مطالب خپاره کړي له دې ډلې ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د امریکا دفاع وزیر له پاکستانه غوښتي چې د وسله والو پرضد خپلې هڅې دوه برابره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي د متیس د لیدو کاتو له پایلو داسې ښکاري چې د دواړو لوریو ترمنځ د افغانستان د جګړې په تړاو د ګډې همکارۍ لپاره لاره هواره شوې ده .

پاکستان ټوډې ورځپاڼه

پاکستان ټوډې ورځپاڼه هم په دې تړاو لیکي چې له پاکستان د هغه وسله والو ډلو پرضد د هڅو زیاتولو غوښتنه شوې چې د پاکستان له خاورې ګټه اخلي، خو دا ورځپاڼه زیاتوي چې له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان ته راغلی و خو پاکستان یې پر غوښتنو چې په ورته لهجه یې کړې وې، غوږ نه ګراوه.

د عربي هېوادونو په ورځپاڼو کې د امریکا ولسمشر ته د اسراییل د پلازمینې په اړه خبر داری ورکړل شو.

داسې رپوټونه و چې ډونالډ ټرمپ غواړي بیت المقدس د اسراییل د رسمي پلازمینې په توګه وپيژني، دا هغه ژمنه ده چې ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال کړې وه.

د اردن ورځپاڼې الرأي په یوه مطلب کې لیکول شوي چې دا ډول یوه پریکړه پر اردن د جګړې د اعلان په مثال دی. لیکواله په دې نظر ده چې د بیت المقدس موضوع د اردن ثبات ګواښي چې په وینا یې تر اوسه په سیمه کې له روانو شخړه څخه په امن کې پاتې شوې ده .

الشرق ورځپاڼه

قطرۍ ورځپاڼه الشرق لیکي دا داسې یوه کړنه ده چې په منځني ختیځ کې شخړه لا پراخوي.

الحیاة الجدیدة ورځپاڼه

د فلسطینۍ ورځپاڼې الحیاة الجدیدة په یوه مطلب کې لیکل شوي ، د بیت المقدس موضوع پر ډونالډ ټرمپ د فشار موضوع ده چې په واک کې د ده د پاتې کېدو او یا له واک د وتلو خبره ده ، نو آیا فلسطینیان په دې جوړ جاړي قرباني کیږي؟