BBC
 شاته

لویو ښارونو کې دنګو ودانیو د خلکو ستر له منځه وړی

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې داسې ودانۍ جوړې شوې چې کړکۍ یې د ګاونډیو کورونو ته ختلې دي.
Image caption د افغانستان په یو شمېر سیمو کې داسې ودانۍ جوړې شوې چې کړکۍ یې د ګاونډیو کورونو ته ختلې دي.

په لوړو ودانیو کې د خلکو ستر او پرده له منځه وړل، اوس د افغانستان په ډېریو ښارونو کې پر یوې ننګونې بدل شوی. د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د قانون خلاف لوړې ودانۍ جوړې شوې چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی.

په دې ودانیو کې د ګاونډیو کورونو ته کړکۍ جوړې شوې چې د خلکو ژوند یې له هوساینې ایستلی دی. په دې هکله اړونده دولتي اداره وايي، دا کار د منلو نه دی، خو لا هم د دې ډول ودانیو جوړونه روانه ده.

افغانستان کې ښاري ژوند؛ ‎ځینې ترې هوسا خو ځینې نور ترې سرخوږ دي.

د کابل ارزان قیمت په احمدشاه بابا استوګنیزه سیمه کې یوې دنګې شپږ پوړیزې ودانۍ ددې سیمې د اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی.

د سیمې اوسېدونکی احمد سمیر وايي، د دې ودانۍ په جوړېدو، دده په څېر د نژدې نورو مېشتو ګاونډیو د کلتور خیال نه دی ساتل شوی.

"‎ښايي د ښار دنګې ودانۍ د ابادۍ څپه یاده شي، خو له څښتنانو پرته د ځینو نورو ژوند ورسره له هوساینې وتلی".

"د کابل ښار ځینو ناقانونه ودانیو ترشا جګپوړي دولتي چارواکي دي"

کابل ښاروالي، د غره ډډې کورونه رنګوي

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې داسې ودانۍ جوړې شوې چې کړکۍ یې د ګاونډیو کورونو ته ختلې دي. په دې کار سره د دغه ډول کورونو ښځې په ازاده توګه د کور چارې نه شي ترسره کولی.

‎ځینې بیا دا کار د خلکو پر حقونو تېری ګڼي. د کابل اوسېدونکې، روشن محسني وايي:

"په افغانستان کې تر ډېره د زر او زور خاوندان لوړې ودانۍ جوړوي. د دوی په څنګ کې مېشتې کورنۍ چې وس نه لري، ‎یا باید په بې ستره کور کې ژوند وکړي او یا له کوره کډه شي".

خو ځینې داسې خلک هم شته چې د قانون لپاره نه بلکې د کلتوري دود او ګاونډیو ته د درناوي په پار د خپلو ودانیو کړکۍ یا بندوي او یا یې داسې جوړوي چې شاوخوا کورونو کې ترې خلک مالوم نه شي.

همدا کار د کابل اوسېدونکي محب الله ساپي کړی:

"د کابل ښاروالۍ تل په استوګنیزو سيمو کې د لوړو ودانیو جوړول له ښاري اصولو سرغړاوی یادوي او وايي، ‎سره له دې چې قانون او دود، دواړه ددې چارې خلاف دي، خو د دواړو پلي کول یوه بله ګرانه چاره ګڼي".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې ناقانونه ودانۍ

د کابل ښاروالۍ سلاکار عزیز احمد ګلستاني وايي، په استوګنیزو سیمو کې باید ودانۍ تر درېیو پوړونو لوړې جوړه شي او په سوداګریزو سیمو کې تر هغې کچې چې ښاروالۍ اجازه ورکوي:

"د هغو ودانیو په اړه چې د پلان او اصولو او یا د خلکو د ستر او پردې خلاف جوړې شوې، هغه څېړو. هغه ودانۍ چې د نورمونو او معیارونو سره سمې نه دي جوړې شوې، هغه باید په یو ډول ویجاړې شي."

په ‎افغانستان کې د تېرې یوې نیمې لسیزې ‌‌‌‌‌‌ډيرې جوړې شوې دنګې ودانۍ، نه د ښاري فرهنګ منونکې دي او نه هم د ښاروالۍ له نخچې سره سمې جوړې شوې دي او دا چاره لاهم دوام لري.

یو شمېر خلک وايي، که حکومت د ناقانونه ودانیو مخه ونه نیسې، دا ډول ودانۍ به خلک له لا نورو جدي ستونزو سره مخامخ کړي.