د امریکا سترې محکمې د کډوالۍ په اړه د ټرمپ فرمان تایید کړ
د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ حکومت ته اجازه ور کړه چې امریکا ته د شپږو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ په اړه د نوموړي وروستی فرمان بشپړ پلی کړي.
د ۹ قاضیانو له ډلې ۷ ومنله چې د فرمان په اړه د لومړنیو محکمو د ځنډ دوه امرونه لغوه شي.
د سترې محکمې قاضیانو ویلي، تر هغه چې په استیناف محکمو کې د فرمان په اړه حقوقي شکایتونه ارزول کېږي، د مهاجرت فرمان په بشپړ ډول د پلي کېدو دی.
د محکمې وروستۍ پرېکړه امریکا ته د کډوالۍ په اړه د هغه د درېیم فرمان په اړه وه چې په سپټمبر میاشت کې د هغه د دویم فرمان د مهال له تېرېدو وروسته صادر شوی دی.
په فرمان کې د ایران، لېبیا، سومالیا، سوریې، یمن، چاد او شمالي کوریا هېوادونو پر وکړو امریکا ته پر تګ بندیز لګول شوی، چې د وینزویلا چارواکي هم پکې شامل دي.
په نوملړ کې د شمالي کوریا زیاتول سمبولیک ګڼل شوي، ځکه امریکا ته د شمالي کوریا وګړو تګ وار دمخه په نه حساب و.
تېره اونۍ په مریلنډ کې فدرال او په کلیفورنیا کې استیناف محکمې د ټرمپ د وروستي فرمان د ځنډېدو امر کړی و.
امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ