BBC
 شاته

منصور هادي یمنیان حوثي ضد پاڅون ته بللي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګرو ملتونو ویلي، جګړه د یمن نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده

یمن کې د حوثیانو مشر د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وژنه یوه "استثنايي او لویه ورځ" بللې او عبد ربه منصور هادي یمنیان د حوثیانو جګړې ته وربللي دي.

منصور هادي یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي "ټول یمني ولس د ترهګرو او مجرمو ملېشو پروړاندې مبارزې ته رابولم".

د حوثي ډلې د وسله والو په لاس د یمن د پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې په تېره په پلازمینه صنعاء کې وضعیت په ډراماتیک ډول بدلون وموند.

د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف ځواکونو د صنعاء اوسیدونکو ته خبر ورکړ چې د انصار الله یا حوثي ډلې د وسله والو له مرکزونو لږ تر لږه تر پنځه سوه مترو پورې لرې شي او ځانونه وژغوري.

له دې څو ساعته وروسته پر صنعاء د عربي ایتلاف هوايي ځواکونو بریدونه وکړل. چې له امله یې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې .

* یمن ته د خوراکي توکو لومړنۍ بېړۍ رسېدلې ده

* م.م: د سعودي پر ژمنې سربېره یمن ته مرستې نه شي رسولی

* "ایران په یمن کي د سولې هڅو د ناکامۍ مسوول دی"

د حوثي ډلې چې ویل کیږي ایران یې ملاتړ کوي او د پخواني ولسمشر د پلویانو ترمنځ تر ټولو سختې نښتې د صنعاء په ډيپلوماټ مېشته سیمه کې شوي چېرته چې د ملګرو ملتونو دفتر هم دی.

ملګرو ملتونو ویلي د نښتو لړۍ نورو ولایتونو لکه حجة ته هم غځېدلې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption منصور هادي یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي "ټول یمني ولس د ترهګرو او مجرمو ملېشو پروړاندې مبارزې ته رابولم".

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږی کوونکی جیمي مکګولډریک وايي، هیڅوک نه پوهیږي چې په یمن کې وضعیت کوم لورته روان دی.

" هیله لرو چې پرون ماسپښين د وضعیت په ښه کېدو سره خلکو خواړه او اوبه تر لاسه کړي وي او ځانونه یې خوندي سیمو ته رسولي وي ، خو د شپې د تیارو په خوریدو سره بریدونه یو ځل بیا پيل شول. موږ هم په خپلو استوګن ځایونو کې ایسار یو او مرسته نه شو کولی."

اوس داسې ښکاري چې اوسني ولسمشر عبد ربه منصور هادي او پخواني ولسمشر ته وفادار ځواکونه د عربي ټلوالۍ په هوايي ملاتړ د حوثي ډلې وسله والو ته لاس یو کړی. په همدې لومړي ولسمشر عبدربه منصور هادي په یمنیانو غږ وکړ چې د حوثي ډلې په وړاندې یو لاس شي.

ده په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل په ټولو هغو ولایتونو کې چې لاهم د دغې ترهګرې او مجرمې ډلې ترواک لاندې دي پر یمنیانو غږ کوم چې پر وړاندې یي راپورته شي ، زموږ اتل پوځ چې د صنعاء په شاخوا کې ځای پر ځای شوی د دوی مرستې ته ورسیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اته میاشتې وړاندې د صالح په ملاتړ په یمن کې د ستر لاریون یوه څنډه

پخوانی ولسمشر علی عبد ال صالح د صنعاء ښار په څنډو کې د حوثي ډلې وسله والو له موټرو را کوز کړ او د راپورونو له مخې هملته ووژل شو.

څلور ورځې وړاندې حوثي ډله او د پخواني ولسمشر وفاداره ډله او ځواکونه نږدې متحدین وو، خو صالح له عربي ټلوالې چې د اوسني ولسمشر ملاتړ کوي مخ واړاوه او د پخلایني هڅه یې وکړه، خو حوثي ډلې د هغه ددغه دریځ له امله هغه خاین وباله او په پلازمینه صنعاء او شاوخوا سیمو کې یې ترمنځ جګړه ونښته.