BBC
 شاته

افغانستان کې ګاونډيانو ته د دنګو ودانيو سرخوږی

افغانستان او د پښتونخوا کې د پرديو له سترګو د انګړونو پټول او پرده يو لوی ټولنيز ارزښت ګڼل کېږي. خو د افغانستان په ډېرو ښارونو کې بيا شتمن او زورواکي اوس دنګې ودانۍ جوړوي چې ځينو حالتونو کې یې د خپلو ګاونديانو لپاره په یو سرخوږي اوښتی دی.

په دې ودانیو کې د ګاونډیو کورونو ته کړکۍ جوړې شوي چې د خلکو ژوند یې له هوساینې ایستلی دی.

په داسې حال کې چې اړونده حکومتي ادارې وايي، دا کار د منلو نه دی، خو لا هم د دې ډول ودانیو جوړولو کارونه روان دي.