BBC
 شاته

له ایرلنډ سره کرېکټ لوبې: د افغان لوبډلې د غوړېدا مهم فرصت

له ایرلنډ سره د راتلونکې ورځې لوبه او ورپسې دوه نورې لوبې د افغانستان لپاره غوره فرصت دی د انځور حقوق AFP
Image caption له ایرلنډ سره د راتلونکې ورځې لوبه او ورپسې دوه نورې لوبې د افغانستان لپاره غوره فرصت دی

افغانستان د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۵مه په شارجه کې له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې پیلوي.

د راشد خان ارمان لپاره دا ښه موقه ده چې د نړۍ په لسو غوره بالرانو کې ځان له نهم څخه مخکې راولي.

محمد نبي ته به هم دا فرصت برابر کړي چې د نړۍ د غوره الراونډرانو په نوملړ کې له ده مخکې یوازې د بنګله دېش شکېب الحسن او د پاکستان محمد حفیظ څخه هم مخکې شي.

دا لوبې به دوی ته د تمرین غوره موقه وي، ځکه له دې وروسته به دوی وکولی شي د نړیوالې اتلولۍ د غوراوي په کپ کې برخه اخلي.

افغانستان اوسمهال په یوه ورځنیو لوبو کې لسم ځای لري او ایرلنډ بیا په ۱۲ شمېره دی.

دواړه د ۲۰۱۸ کال د نړېوالې اتلولۍ په غواراوي کپ کې برخه اخلي. له دوی څخه دوه به یې له اتو نورو سره یو ځای شي او په نړیوال کپ کې به ولوبېږي.

افغانستان تېر نړیوال یو ورځني کپ کې برخه درلوده او سکاټلنډ ته یې ماته ورکړه. افغانستان له دې مخکې بنګله دېش ته هم په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې او ۲۰۱۷ کال کې یې وېسټ اېنډیز کې دغه هېواد هم له ماتې سره مخ کړی و. افغانستان له دې مخکې له زیمبابوې هېواده هم ډېرې لوبې ګټلې.

که د افغانستان لوبغاړي، په ځانګړي ډول منډې جوړوونکي له حوصلې او سړې سینې کار واخلي، اوږدې ملګرتیاوې یا پارټنرشیپونه جوړ کړي، نو د ښو لوبډلو مقابل کې هم ښې منډې جوړولی شي.

افغان بالران بیا تکړه دي، په ورو یا سپېن بالرانو کې له دوی سره د راشد خان غوندې په نړۍ کې پېژندل شوي بالران شته. د دولت ځدراڼ تر څنګ دوی لږ تر لږه دوو نورو تېزو بالرانو ته اړتیا لري چې د حمید حسن ځای پرې ډک شي او نور لوبډلې وننګوي.

د انځور حقوق Ian Jacobs
Image caption شهزاد محمدي چې پخوا د ایرلنډ سره لوبه کې ښه لوبېدلی دا ځل د بندیزونو له امله په دې لوبه کې نه شته

د نړیوال کپ د غوراوي لوبې په زېمبابوې کې د مارچ له ۲مه تر ۲۵مې کېږي.

دې لوبو ته کوربه زېمبابوې، هالنډ، پاپو نیو ګیني، ویسټ اینډیز، ایرلنډ او افغانستان وار دمخه راوتلي، خو کینیا، هانګ کانګ او سکاټلنډ څخه به یې دوه دغو لوبو ته لار ومومي.

د افغان لوبډلې د بریالي کېدو امکانات زیات برېښي، دوی په دغو لوبو کې ټولو لوبډلو ته مخکې هم لږ تر لږه یو ځل ماته ورکړې، له نورو یې مورال جګ دی، ځکه په دې وروستیو کې د لویو وچو اتل شو، له نولس کلنو د ټيت عمرو لوبډله په اسیایي لوبو کې د پاکستان غوندې لوبډلې په پایلوبه کې له ماتولو سره اتله شوه.

کرېکټ: افغانستان د لویو وچو سیالیو اتل شو

کرېکټ: اسیا کپ کې افغانستان پاکستان ته "تاریخي" ماتې ورکړه

شهزاد محمدي به "ژر" کرېکټ لوبو ته ستون شي

که سیاست له کرېکټ لرې وساتل شي، ریښتیني تکړه ځوانان لوبو ته لار ومومي او په تخنیکي ډول له ټیټو لوبو پیل او ورو ورو ګام په ګام سره مسلکي کرېکټ او تجربې زیاتې کړي، نو په ملي لوبډله کې په د راشد ارمان، مجیب ځدراڼ او نورو په څېر نوي اتلان ومومو چې په نړېواله کچه به لا زیاتې بریاوې ترلاسه او په نړیوالو لیګونو، لوبو او کپونو کې به په لویو بیو وپېرل شي، چې دا په خپل وار له کورني او نړیوال کرېکټ د غوراوي سره مرسته کولی شي.

له ایرلنډ سره د راتلونکې ورځې لوبه او ورپسې دوه نورې لوبې د افغانستان لپاره غوره فرصت دی چې هم تمرین وکړي او د نړیوال کپ د غوراوي لپاره کړنلارې جوړې کړي، په ټیم کې د کومو لوبغاړو لوبول به غوره وي، تر هغه مهال د ځینو لوبغاړو په روغتیا کار وشي، او ورته نور پلانونه باید واردمخه جوړ شي.

د افغانستان لپاره به دا ډېره مهمه وي چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره د شهزاد محمدي د راتلونکې او بندیز په هکله خبرې وشي.

د شهزاد نه لوبېدا په لوبه کې یوه تشه رامنځ ته کړې وه چې که څه هم د نویو ځوانو منډې جوړونکو لخوا ډکه شوې، خو شهزاد د چټکې لوبې، په مقابل ټیم د فشار اچولو لپاره مهم رول لوباوه، او څومره چې لیدل کېږي په ویکټ ساتلو کې هم خورا ګړندی او تکړه و.

له ایرلنډ سره لوبې په دې ورځو دي:

لومړۍ لوبه : د ډسمبر ۵ مه د سه شنبې ورځ

دوهمه لوبه: د ډسمبر ۷ مه د پنجشنبې ورځ

درېیمه لوبه: د ډسمبر ۱۰ مه د یکشنبې ورځ

د افغانستان د ځوان سپېن بالر راشد خان لپاره به د ایرلنډ پر خلاف دا درېیم سیریز وي. راشد تر اوسه ۶۳ ویکټونه اخیستي.

د نړۍ له ګوټ ګوټه به افغانان د د دوی غوره لوبې او بریا ته سترګې په لار وي.