BBC
 شاته

د سردې بند کې د یوې ښځې مړی موندل شوی

Image copyright f
Image caption په جنوب ختیځ زون کې د هېواد د نورو سیمو په څېر زیات شمېر ښځې له سخت کورني تاوریخوالي سره مخامخ دي

د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیکا روغتیایي چارواکي وایې، د مرکز ښرنې اړوند د سرده اوبو بند کې یې د یوې ۳۷ کلنې ښځې جسد موندلی دی.

د پکتیکا د ولایتي روغتون مشر ډاکتر چنار صدیقي بي بي سي ته وویل، په موندل شوي جسد د وهلو ټکولو نښې نښانې نه شته، خو ښایي د وژنې نور لاملونه موجود وي.

ده وویل، جسد یې تېر ماښام ولایتي روغتون ته راوړل شوی، خو تراوسه یې خپلوان هم نه دي پیدا شوي:

"د جنايي روغتون او د ملي امنیت د ډلې له خوا چې موږ وکتل د وهلو کومې نښې مو پکې پیدا نه شوی کړای، خو په اوبو کې ډوبه شوې او مړه شوې ده. "

ډاکټر صدیقي وايي، ښايي یادې ښځې "ځانوژونه" کړې وي او یا چا د "زهرو" په مټ وژلې وي او مړی یې بند ته غورځولی وي.

په جنوب ختیځ زون کې د هېواد د نورو سیمو په څېر زیات شمېر ښځې له سخت کورني تاوریخوالي سره مخامخ دي، خو د سختو کلتوري محدودیتونو له امله یې قضیې رسنیو ته لاره نه پیدا کوي او پټې پاتې کېږي.