د هند مشهوره زمرۍ مړه شوې
هند کې چارواکي وايي د دغه هېواد مشهوره ۱۹ کلنه زمرۍ چې د ( مچلي ) په نوم مشهوره وه مړه شوې ده.
دغه زمرۍ چې د ' رنتبور ملکه ' هم بلل کېده، د نړۍ له هغو زمریانو وه، چې تر ټولو ډېر تصویرونه یې اخیستل شوي دي.
مچلي د ځینو مستندو فلمونو برخه هم وه.
له یوې ۱۴ فوټه تمساح سره د هغې د جګړې ویډیويي کلیپ خورا مشهور شوی و.
د نړۍ د زمریانو نیمايي په هند کې دي، چې د وروستیو اټکلونو له مخې شمېر یې ۲۲۲۶ ته رسېږي.
مچلي به په رنتبور ملي پارک کې معمولاً د سیلانیانو د توجه مرکز وه.
د راجستان ایالت چارواکي وايي دغه زمرۍ یې د پارک یوه دیوال سره داسې حال کې وموندله، چې له څو ورځو راهیسې یې څه نه و خوړلي.
دغې سیمه کې د زمریانو پالنې پلان مشر یوګېش کومار اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي:
''موږ هڅه وکړه، درملنه یې وکړو، خو هغه ژوندۍ پاتې نه شوه. دا د هغې د عمر پر بنسټ طبیعي مړینه ده.''
د پارک پر ویبپاڼه لیکل شوي، چې دا وروستیو کلونو د مچلي خوځښت ډېر سوکه شوی و او نژدې ټول غاښونه یې وتلي وو.
په هند کې د مچلي مړینې خبر د یوه خواشینونکي خبر په توګه واورېدل شو او پر ټولنیزو رسنیو یې د مړینې په اړه خفګان څرګندیږي. ۔