BBC
 شاته

ترکیه کې چاودنې ۳ کسان وژلي، تر ۱۰۰ ډېر ټپیان کړي

Image copyright Reuters

د ترکیې چاواکي وایي، ددې هېواد په ختیځ الازیغ د پولیسو ودانۍ ته څېرمه په موټربم چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان دي چې د ځینو وضعیت یې نازک دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ترکیې چارواکي د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) ته د دې برید ګوته نیسي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترکیې ختیځ کې دویمه چاودنه ده.

پرون چهارشنبه د ایران پولې سره نږدې د ترکیې په وان ښار کې د پولیسو یوې حوزې او ګارنیزیون ته نژدې هم چاودنه وشوه.

په هغه چاودنه کې درې پولیس مړه او تر اویا پورې ټپیان شول. د وان ولسوال پي کي کې د دې چاودنې مسووله وبلله.

تېر کال د اوربند پایته رسېدو راهیسې پي کې کې په وار وار د ترکیې په ختیځ کې بریدونه کړي دي.

تېره دوشنبه هم دې ډلې په دیاربکر کې د پولیسو په مرکز برید وکړ.

د ترکیې دفاع وزیر وايي، چې دولت به د فتح الله ګولن د غورځنګ په څېر پي کې کې هم له منځه یوسي.

د ترکیې حکومت د دغه هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان سخت مخالف او مذهبي شخصیت فتح الله ګولن د تېر جولای د ۱۵ د ناکامې کودتا مسوول بولي. د کودتا له دغې کودتا وروسته د ترکیې دولت د ګولن د ملاتړ په تور زرګونه کسان له دندو لرې کړي یا هم بندیان کړي دي.

له کودتا وروسته د ترکیې حکومت پرلپسې ډول پر ملي یووالي ټینګار کوي، خو د خلق دیموکراتیک ګوند چې کردانو کې پلویان لري، د خبرو له بهیر نه بهر ساتل شوی، ځکه د ترکیې چارواکي دا ګوند د پي کي کې په ملاتړ تورنوي.

په ترکیه کې د بي بي سي خبریال په دې باور دی، چې دمګړۍ په کرد مېشتو سیمو کې د تاوتریخوالي د هوارولو لپاره له بل هر وخت نه ناهیلي زیاته شوې ده.