شعرونه


پښیمانی

د مولوی د شعر په اقتفا چی وایی من محو خدایم و خدا آن منستد هر سوش مجوئید که در جان منست سلطان منم و غلط نمایم بشما گویم که کسی هست که سلطان منست پښیمانی زه د خدای په نظارو ورک له پخوا یم دې بیدیا کی سرګردانه په هر خوا یم که سلطان د ټول شاهانو مقرر شم زه چی نه کبر نه غرور لرم ګدا یم هیڅ بقا اوس د دوستۍ او ورورۍ نشته په هر لاره چی روان یم یک تنها یم شاعران یی په شعرونو کی چی بولی زه دهغه له لویه زات هر وخت فدا یم

08.07.2017 سمیع الله خالد سهاک

چورستان که افغانستان!

طنز محمود نظری چورستان که افغانستان! شکر دلته یوازی نه د پولیس وکیل او وزیر چور دی الحمدالله بس نه د ښاروال، دوکاندار او مدیر چور دی وايي لوی چور په اسلام کې ډیر لوی او لوړ ثواب لري مرحبا نه یوازې د قاضي څارنوال او امیر چور دی په ښار کي په کلی کی په بدیا کې هر ځای لاندی باندي دښه بخته نه مازی د واکمن د صغیراو کبیر چور دی دلته هم پاچا خوشاله او هم ولس چور چور خاندي زهی سعادت دلته ناروغو ته د ابن سینا اکثیر چور دی نن سته د

07.07.2017 محمود نظری

الهام

‎په محبت کې مې د مینې لږ اظهار ته پریږده ‎ای اعزرایله ما د د یار د مخ دیدار ته پرېږده ‎منم چې ټول کاینات یو ځلې څکې د مرګ خوند ‎د ژوند په پوله مې د پاک دین کاروبار ته پرېږده ‎وخته نور سرې لمبي زما په وجود مه بلوه ‎غریب سړی یم په غوربت کې روزګار ته پرېږده ‎پرېږده چې لږه سودا وکړم لږه خرڅه کړمه ‎ارمان ته ځای راکړه او هیلي مې بازار ته پرېږده ‎حجره جومات چې مې د روح په جنازه یو ځای شې ‎د پاک اسلا

06.07.2017 نسیم ستوری

د چورمقاومتي دغلا جهادي

طنز محمود نظری د چورمقاومتي دغلا جهادي که موږ نه وای تا سو به چورغلا ته هسې بلل څوک؟ بیله دسپينو ورځوغلو به ارګ ته په منډه هسې ختل څوک؟ موږ امریکایانو ته په غیچي سره سکښتولو ته سر کیښود که موږ نه وای تاسو به هر ورځ هسي ښکنځل څوک؟ داسې نه ده، موږله اوله په غلا او وطنفروشي سم روږد وو موږ اتل لا د پيسو و لپاره په لارو کې هسې ځورول څوک؟ اوس موږ ته لوی بادار ویلي یوازې پښتون دی د آزادي پتنګ چا اوس لیدلی یو بیله پښتونه بل هسې وژل او

01.07.2017 محمود نظری

وصیت

زما خوږې بدرۍ په خدای دې سپارم تر قافه ډېره لار ده دېوانو څو نیولی لېوان په مخکې ولاړ دا شنې جلګې واړه له بوختو ډکي د دښتو زړه کې د ځوځانو ځنګل دلته ازغیو لکې کړې نېزې، تېږې هم خوله لګوي. زما هم ملا ماته ده په درد دې نه خورم ګلې لا سرباری درته د لارې خنډ یم. نور دې بنګړیو نه لرونه جوړ کړه د لونګین له لړ رسۍ سازه کړه

30.06.2017 نجیب منلی

د اختر ورځې

د اختر ورځې تر عنوان لاندی د ښاغلی محترم انجنیر عبدالوکیل متین یو شعر وړاندی کیږی. " د اختر ورځې تیریږي رپ د سترګو کی کلونه ځي راځي ماتم او ښادی نه غواړي وختونه ځيراځي اختر مو مبارک شه ورونو خویندو افغانانو درشل ته د هر یو مې سلامونه ځي راځي خالی یې غیږه نشوه له تنکو تنکو ځوانانو دې خاوری د احمد ته غیرتونه ځي راځي د چـا له پټـه سـره د حیـا پوړنۍ کـوز شو د چا بې پتې غاړې ته هـارونه ځي داځي په اوښکو کې لمدې کړلی نکر

27.06.2017 افغان تحرک

دښځې لغته

طنز محمود نظری دښځې لغته عورته هغه ده چې ته يي وهلای سې په لغته ښځه هغه ده چې تا وهلای سي په لغته ماینه له میړه سر په سوله کې ژوند کوي همسر هغه چې یو بل وهلای سي په لغته ځکه ویښیاران خپل کوروالا ته وایي عورته چې لغتې وغورځوي دهغې ونه خوري لغته هغه چې ډیر د ښځو د حقوقو نار ې وهي هغه هر وخت خپله ماینه وهي په لغته ملایان د شپې میرمني ته غلت ایتونه وایي په روایتو یې ځان خلاص کړی دی له لغته یو دوې لغتې هر باتورمنصبد

24.06.2017 محمود نظری

د افغانانو اختر

د اختر مخې سره په ګران افغانستان او اسلامي نړۍ کې د غملړلو خبرونو په اورېدلو د يو دردمن احساس په اساس: اختر کې مو کلچې او هم سيميان په وينو سره دي په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي هم مو نخود او هم بادام هم مو شربت او هم مو جام هم مو انګړ او هم مو بام جوړې هم د اختر او ماشومان په وينو سره دي په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي هم امام او هم منبر مو هم برات او هم اختر مو همدا ښکته او هم بر مو په وينو کې لت پت ا

19.06.2017 محمد داود ناظم

دخره ده لغته

طنز محمود نظری دخره ده لغته له دندې اسیته سوم په رشوت موړ نسوم د رشوت په خوړولو سم دم سوړ نسوم دا رشوت په شیطان ابلیس ډیر خوند کوي خو اخ تور مخ سر چپه په خره سپور نسوم *** له لغتې غورځونکي لیونی خره تښته د باټک مشر او سم لوده رهبره تښته چې د واک ریموټ یې د بل په لاس وي له هغه په آس سپور موشه خره تښته *** کله هم په یوه هدیره کې ودریږه! آیا تا ته به هم داسې یو قبر مهیا سي؟ هر لاروهی چي له هدیرې تیریږي

17.06.2017 محمود نظری

زړتیا

کله چي هلک وم؛ بیا زه سوم ښکلی ځـوان پـه کړوپه خوله او لِنّده ملا نه پوهـېـدم زه هغه ان په مستۍ کـي دځـوانۍ کلـه آند وي دسُستـۍ په پسرلـي کـي دځـوانۍ وي غوړېدلي سره ګلان فــکـرنه وي د پـېـرۍ فضاوي ډکه دخوښۍ آند واند تل وي دخوښۍ اندېښنه نه وي دخزان کلـه چي سـوم زوړاوکړوپ؛ داړه په خـوله پــه یـاد مـي راغـلــه بیا ځــوانــي اوتــېـر دوران پـه زړتیاکـي هـېـر وي ډېر،خویادڅه لږ کــه نه یاد مي دځوانۍ پرېشانه ولم هـرزمان زړتیایـم کړوپو ګـونج

08.06.2017 محمدسرور وکیلي

نړۍ ماشومانو له ورکړو

ناظم حکمت: (نړۍ ماشومانو له ورکړو) ژباړن: ډ. حمیدالله زړه ءور ساپی   راځئ چې دا نړۍ ماشومانو ته ورکړو که څه هم د یوې ورځې لپاره وي لکه د یوې لوېې ځوڼډي والا، پوپک والا پوکاڼۍ(بالون) په شان لوبې ورسره وکړي او لوبو سره د ستورو مینځ کښې سندرې سره ووايي

04.06.2017 ناظم حکمت

د سینما سپينه پرده

طنز محمود نظری د سینما سپينه پرده اخیر ته هم سوې ورته په کټ کټ د لومې دانو ته ګورې په پټ پټ دې دانو ته څوک تینګیدای نسي ته به هم سې په مرداریو کې لټ پټ *** ټوله ړانده دلته دبینا اکت کوي ټول بدرنګه د ښکلا اکت کوي دا دنیا اوس سپینه د سینما پرده ده توره ورځ کې تندر د ړنا اکت کوي امریکا ته وطنپلور د شرابو له خمه پاک راویستې د ګناه د مرداریو له څاه څخه یې صاف را ویستې ته وطنپلور په کومه ژبه له خپله پلاره مننه

03.06.2017 محمود نظری

دکابل تصویر ، د آسمايي تصوير 

جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي  څه اوښكې وينې فوارې شوې دلته ،  څه تورې زلفې د خمارو سترګو،  په دې باروتو كې خورې، ورې شوې.  څه د شملو بازار مى سوړ غوندې شو.  څه د ګلونو رنګينه ښكلا مې  په دغه كلي كې په غم واوښته :   واى ،واى دا څه ظلمونه په كابل كيږي.  جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي  څه سپينې خولې له خنداګانو ډكې.  اوس د وحشت له غمه ساندې وايي 

01.06.2017 خالق رشید

دیار جفا

خبـره مي د مـرګ نه ده نـو څـه ده زما په وړانـدي د رقـیـب سره دي ښه ده غـم دي په هـر پېښه کي دی راسره یاره دا خـبـره د وفــا دي درســتـه نـه ده دخـوبانـو صفـت تـل بې وفـایي وي یــاره ســـتــا خــبـره په رښـتـیا مبالغه ده زه ولاړمي پرلېمو ستا په ارمان یم ستـا رقـیـب ســره خــنــدا اومــعـامـله ده دخال خـط دوران ستـایـل حـمیـد کا د خال خط ښکلادي په رښتیا یو پدیده ده دخـوبانوتـل نازونخـرې وي پرمیـن دمـیـن ســره ئې راز دشـمعـي پروان

27.05.2017 محمدسرور وکیلي

دبل خوله

طنز محمود نظری دبل خوله زموږ د وطن سوه داسی سیده کیسه هر یو دی د دښمن پردي په خوله هیڅ یو خپل تاریخي مشر نه مني د هر یوه خوله ده د بل یوه خوله دمشر په خولې که ښوري دبل ژبه هغه مو هم نه ږغیږي په پورته خوله *** یوذره ماغزه نه لرو په سر کې خپله د بل خبرو ته مو ده پاته چینګه خوله ټول کارونه زموږ دښمنان پردي کوي موږ یوازې ارام ناست یو چپه خوله موږته تنخواه راوکوی مشران مو ټاکي ټول کارونه پردي کوي موږ یو

26.05.2017 محمود نظری

افغان بیرغ

زه په دښتو کې رپېږم، زه په غرونو کې رپېږم زه د سترګو په لېمو کې، زه په زړونوکې رپېږم ما په بڼ کې نخره کړې، د ګودر تر څنګ ولاړ یم زه د کلیو په سر خوځم، په ښارونو کې رپېږم زه په سر د بریالیو د بریا رنګونه شیندم زه په مستو اتڼونو، په ډولونو کې رپېږم زه له لمره رڼا اخلم، زه پروا د تورتم نه کړم زه له ګل سره لوبېږم، ګلابونو کې رپېږم ما د لوبو ډګر وړی په درې رنګه خنداګانو زه په تورو، سرو، زرغونو، ډګرونو کې رپېږم احمدي لاس کې مې نیسه ته اتل

24.05.2017 ګل آغا احمدي وردګ

د مړو چم

خير دا خو لږ عمر دى تېر به يې کړم خو زه په دې يم اندېښمن خالقه(ج) چې ابدي عمر به څنګه کېږي يمه هغه لره غمجن خالقه(ج)                                       د مړو چم، چې هديره يې بولي په هغه کلي کې به جنګ خو نه وي؟ لکه لېوان له تازه ښکار نه چارپېر يو به د بل په وينو

23.05.2017 شهزاده شيرين زوی

سیاسي سپي

طنز محمود نظری سیاسي سپي په رګ رګ کې د دې وطن انارشي ده په دوتر دوتر کې د جیب تلاشي ده خدای دی ددې بدتره حاله ساته بدتره یې دواک لپاره پرتوګ کشي ده *** سړی چې یو وا ر د کوم پردي کوکری سي توپير نه لري چي د کوم بهرني کوتری سي چي یو وار د وطن په خوږو هډوکو روږد سو له زوره دا کوچنی کوتری جنګي خروړی سي په هغه یو او څو بهرني باداره توپیر نه لري په ډیرو هډوکو اچولو د ډیرو د ور سپی سي هغه چې خارجي بادار لري ښاغل

20.05.2017 محمود نظری

تږې سینه

ساقې د سرو شرابو سیلابونه درنه غواړم جامونه دې درواخله دریابونه درنه غواړم خمار زړه له عمرونو د دردونو په بستر کې پر څاڅکي نه صبرېږم بارانونه درنه غواړم وعدې د سبا مکړه سینه تږې همدا نن ده ملنګ د تا د در یم خیراتونه درنه غواړم خرابې د زاهد به د خیالونو سلسلې کړم آسمانه د عقلونو الهامونه درنه غواړم پردې د ظلمت څیرم د رڼا پر لور پرواز کړم بادونو سره مل یم توپانونه درنه غواړم موړونو کې د عمر د هستۍ پراته رازونه مزل د اوږدو لارو کا

19.05.2017 ډاکټر محمدآجان مرزی

راته داسې رباب وغږوه ګرانه

"راته داسې رباب وغږوه ګرانه چې دا درست مرغان راکوز شي له اسمانه " د شغلې په مرګ ويرنه نه دا کاڼې بوټي ژاړي زما په حال نن نه مرغان شول زما په حال باندې بې بال نن نه فلک شو رانسکور نه دا لوی غرونه نه دې ستورو نه ســــپوږمۍ وکــړل ويرونه نه وريـځـو زمـا پـه غـم بـانـــدې ژړلــــي نـه دا ځـمکه مې پـه حـال ده لـړځيـدلــي نه مـې مرګ پـوښـتنـه ړي راسره بـد کا عــزرائيـل کـلـه زمـا سـره مـدد کا اې اسـمانــه دا د کـوم جــرم

14.05.2017 محمد انور آڅړ

علاجونه

په تیر شعر مې وشمیرل لږ مرضونه که مو خوښ وي دا دي اوس څه علاجونه   د درملو اساسات دي څو ډولونه حیواني او نباتي؛ وړانګې ،تعویذونه!   داروګان دي په رقم رقم جوړ شوي ټابلیټونه، کپسولونه، سیرومونه

14.05.2017 دکتور حمیدالله زړهءور صاپی

خر مهره

طنز محمودنظری خر مهره خدای دا دنیا په خپل پوهه پیدا کړه پوه یې انسان نا پوه یې بوده پیدا کړه ددنیا هر شی یې دوه زوجه پيدا کړه دکاروبار لپاره یې پوه او خره پیدا کړه په دواړو کې دلته خره په واک سوه پوهانو ورته دستي خر مهره پیدا کړه خدای ښځه ښکلی ښایسته پيدا کړه دې پوهو ورته دستي بوغره پیدا کړه سړي ته یې ښکلې ماټي او ږیره پیدا کړه پوه انسان ورته تیزه چاړه پيدا کړه خدای وایي تر دنیا اخیریت ښه دی هغو دا دنیا

13.05.2017 محمودنظری

د حکمتيار صاحب له خولی يي واورئ

محترمو دوستانو زه شاعر نه يم خو ددی عکس په تړاو می يو لڼډ شعر ليکلي غواړم چه تاسو سره يي شريک کړم.  د خواږه ارګ ګل خانه کی ډير هوسا يم لکه پروت چه يو ماشوم په غيږ د مور وي د ناټو د بيرغونو لاندی ژوند کړم لکه خاص په واشنګټن کی د چا کور وي سياف ګل به يي نور څنګه رانه خپل کړي اشرف خان به له دی وروسته زما ورور وي ما خو نه منله اوس ورته تسليم شوم په ډالرو کی خو هم عجيبه زور وي که هر څو می څوک شړي بيا به تری نه ځم دروغ سياست س

05.05.2017 ميرويس شينواری

خرابات

خرابات کي خرابات دی زه به هم کړم خرابات ځکه هـلـتـه مي جانان دی زه بـه کـړمـه مناجات خـرابات ومناجات سره ضـد دي په خـپـل ذات کړه خرابات کي مناجات چي هلته لوړئې درجات دساقي پـه لاس کي جام وېش په ادب کااوپه پام يـوه فـضادخامـوشۍ وه ډېـرهسـک وه حـضـرات دلته حال وو بل رندان وه بل زاهد وو نا څرکند ارغواني جامونه شرنګېدل وه خواږه دمیني ادبیات مـولا زما حـضورهـم ئې له خلقـته ښکاره نـور مـا وکـړه ډېـر خـواسـتـونـه نـاجـي تـه مـنـاجـات

03.05.2017 محمدسرور وکیلي

د عشق نغمه

دا د مينې جذبه ده که جنون سره مې شپه ده دا ګرمي د يار د غېږې که د اور کومه لمبه ده توره شپه کې رڼا وينم د بادو پر موج روان يم دي ټالونه د خوبونو که د عشق خوږه نغمه ده د الفت سندرې اورم ځنګوي مې پر راګونو د خيالونو دي بزمونه که د جام ښکلې نشه ده په آسمان کې مې سفر دی له سپوږمۍ سره نڅا ده مطربان دي د افلاکو که د خوب نوې کيسه ده خرابات کې څراغونه بل د مينې محبت دي کاروانونه د الفت دي که د ستورو سلسله ده مصور دي پر افلاکو د ښکلا ډېر تصوي

29.04.2017 ډاکټر محمدآجان مرزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more