شعرونه
دیداره مه راځه!!
دیداره! په دار کوي دې، سنګساروي دې، ته ګناکاریې، تا د شیطاني علم مډالونه اخیستي، ته دمنلو نه یې، ته ستر خطر یې، بل څوک دې نه وژني د خپلې خاورې بچي دې وژني، خپل وروڼه دې وژني همغه دې وژني چې ستا د وطن پر ځمکه لوی شوي، همغه دې وژني چې ستا د وطن له ښکلې سینې د مینې ګلونه ریبي دیداره رانشې ستا ټاټوبی ستا د دیدار لپاره نه دی ستا هغه د ګلونو دیار اوس په سره تبۍ اوښتی. ستا وطن اوس د توپانونو او زلزلو ټاټوبی دی، ستا د وطن د سهار پسته وږمه اوس په لوخړو او توپانونو بدله شوې، ګوره رانشې
ادبي یاران:
نن سوه راپـیـاد هغـه درې خواږه یـاران بـېــنــوامـجــروح الفت روح دي وي ښادان خـپله ژبې پـه ویـل او په قلم و ځـلــولـه آفــریـــن دي وي پــــــر داســــو شـاعـــران هریوه لیکل، ویل پخپل ګړدودسره کول یـــوه یـــوبل ته نه کــړه غــنــد نه د زیـــــان بېنواخوړسېب تردرخته لاندي ووځلاند الفت مڼه په لاس تروُني لاندي درخشان دا درو کـړه پښتـو ژبه اوچـته په قـلــم الهي! روح ئې کړي پخپل رحمت سره روښان هریو ووسمندردخپل ژبي په ګلبڼ کـي خدا
غزل
ورکه انګېزه د شعر ليکلو شوه نه وه د ليکلو د ويلو شوه ډېر که راته غوږ کې پسېدلي دي نه وه د منلو، د منلو شوه نور به د غزل توري جوړ نکړمه دا کرونده وچه، د رېبلو شوه مسته د غزل دنيا ته ووته پېغله انګېزه د ګډولو شوه شعر ښکلي کتاب ته به مې ژوند ويل دا زنده ګي توره، د رټلو شوه