ستا د خفګان هيڅ اراده مې نه وه
نوی مين وم تجربه مې نه وه
د جدايۍ اثر دې داسې و چې
زړګی مې و د زړه ټوټه مې نه وه
بس مجبوري وه بله لاره نه وه
کړې له مينې نه توبه مې نه وه
يواځې ستا غم پريشان غوندې کړم
جانانه بله انديښنه مې نه وه
نيکمله خير دی خفه کيږې به نه
مينه چې ومې نکړه زده مې نه وه