ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
زه هم ستا په څير يم، چي عزيز وطن مي وران دی
ته خو د ګلونو رژيدلوته، ژړا کوي
ته دښکلو پا ڼو وچيدلوته غوغا کوي
ته دتنکوڅانګو په لويدواويلاکوي
ته د ساړه ژمي رسيدلوته سودا کوی
ته په دې کړيږی چي بيا مړاوی ګلستا ن دی
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
زه د خپل وطن د شهيدانو پسي ژاړمه
زه دآزادی د پتنګانو پسي ژاړمه
زه د کونډ و رنډ و يتما نو پسي ژاړمه
زه د ژوبل شوو ما شو ما نو پسي ژاړمه
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
ګوره د ظا لم د لا سه څيري مي ګريوان دي
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
ته پدي غمجن يي، چي ساړه واوري بادونه دي
توري وريځي ګرځي راڅڅيږي بارانونه دي
تا سره ملګري د بيلتون درانه غمونه دي
هر طرف چي ګوري واړه ستو نځي کړاوونه دي
ته په ډاګه وايي چي بي ګله ژوندن ګران دي
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
نن زما وطن کي، د سرو وينو سيلابونه دي
سري ويني بهيږي هربدن کي پرهارونه دي
وراني زمونږ ميني، زمونږ کلي او کورونه دي
چور په هره سيمه کي ما لونه او سرونه دي
نن زمونږ لويدلي، تاريخي شوکت او شان دي
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
ستا زړه کي منمه چي د ميني کړاونه شته
تا سر احسا س شته ستا په زړه کي هم دردونه شته
ستا سينه کي سوزدی ستا په ژبه کي سا زونه شته
ستا خوله کي ځګيروي دي ډک له درده فريادونه شته
زه په دي پوهيږم چي ستا فکر پر يشان دی
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي
ما ته په کاله کي، خپل عزيز او ورور دښمن شولو
ځکه مسا فر شوم، رانه پاتي خپل وطن شولو
هلته بي عزته، دريدلي هر پتمن شولو
هلته لمبيدلي په سرو وينو کي هر تن شولو
وايي روحاني چي ما ته ګران افغانستان دي
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي