بسم الله الرحمن الرحیم

 

 ټولو لوستونکو ته معلومه ده چې څو ورځې مخکې د طالبانو د حقاني شبکې د ولکې نه یو کاناډایي تابعيت لرونکی جوشوابوئل د خپلې امریکايي میرمنې کټلن کولمین او درې بچو سره د پنجابي استعمار په لاس آزاد او خپل وطن ته ولېږل شو. خو هغه سوالونه چې د دغه بندیانو د آزادۍ سره راپورته شو د طالب مشرانو او حقاني شبکې په لمن یو بل تور داغ او د طالب مشرانو د غلامۍ بل غټ دلیل دی او هغه ځوانان چې د دغه بندیانو د نیولو او دغه ډول نورو کارونو دپاره خطر په سر اخلي او ځان وژني باید چې خپل ګرېوان کې وګوري چې دوی د اسلام په نامه په حقیقت کې د چا په خدمت کې دي.

 د ټولو نه مخکې که د قربانۍ ګډوري کشران ساده ګان طالبان دا فکر کوي چې نوموړي بندیان پنځه کاله په پاکستان کې ساتل کېږي او هغه هم د حقاني شبکې سره او د پاکستان حکومت دې پرې نه وي خبر نو د دې نه بل غټ احمقانه سوچ نشته. هغه پنجابي استعمار چې د افغان حکومت د بې کفایتۍ په نتیجه کې د افغانستان په ټولو سرحداتو کې رامخکې شوي او د ډیورنډ د ناروا کرښې بلې غاړې نه په افغانانو توپخانه کاروي او حتی اوس د امریکایانو او افغان حکومت سره په شریکه د پاکستاني طالبانو پر خلاف د افغانستان په خاوره کې عملیات کوي څنګه کېدای شي چې پنځه کاله دې د حقاني شبکې سره موجودو بندیانو نه ناخبره وي. پنجابي استعمار او حقانیان په طمعه وو چې د دغه بندیانو په بدل کې به په افغانستان کې خپل بندیان او بالخصوص د جلال الدین حقاني زوی انس حقاني راخلاص کړي خو چې کله د امریکايي اسخباراتو د لارې په کورمه ایجنسۍ کې د دغه خارجي بندیانو ځای افشا کېږي او پنجابي استعمار ته د امریکایانو لخوا خبر ورکول کېږي چې که هغوی د نوموړي بندیانو په راخلاصولو عاجل اقدام ونکړ نو امریکایان به د نوموړو بندیانو د راخلاصولو دپاره داسې عملیات وکړي لکه د اسامه پر خلاف یې چې په ایبټ آباد کې ترسره کړي وو چې دا به د پاکستان دپاره بل خجالت او رسوایي وي. د امریکایانو لخوا د داسې جدي اوامرو په صورت کې لس مخي  پنجابي استعمار ته نور د خپل منافقت پټول ممکن نه پاتې کېږي او خپلو یارانوحقانیانو ته وایي چې اوس نو زمونږ د مصالحو او مفادو سوال دی او باید چې اوس نو بندیان په ډرامايي عملیاتو کې آزاد او امریکایانو ته  ورکړو. حقانیان هم خپل پنجابي بادار ته بندیان په ټیټ سر، خړو سترګو او زیړو غوږونو ورکوي او د پنجاب لس مخي غلامان بندیان خپلو امریکایي بادارانو ته سپاري او ورسره لکۍ هم ورته شرنګوي چې ګویا که مونږ ډېر اخلاص وکړ او سره باداران یې هم شکریه ادا کوي او وايي چې دا د پاکستان زمونږ طرف ته د اخلاص یو قدم دی خو فقط دا کافي نه ده  او باید چې پاکستان د افغاني طالبانو د حمایت نه لاس واخلي او باید چې د افغاني طالبانو پر ضد داسې اقدامات وکړي لکه د پاکستاني طالبانو پر ضد یې چې کوي.

 نوموړی کاناډايي د راخلاصېدو وروسته په ډاګه میډیا ته وايي چې طالبانو د بند په دوران کې زما جایز اولاد چې د نیول کېدو په وخت کې زما د حاملې ښځې نه پیدا شوې لور وه په ظلم ووژله خو زما د ښځې سره یې د پنځو کالو په  دوران کې په مختلفو وختونو کې  درې وار جبري زنا وکړه چې په نتیجه کې یې هم زما د ښځې درې بچي پیدا شو او زه اوس د خپلې ښځې نه د پیدا شوو درې بچو په اصلیت یقین نه شم کولی خو زه  دا ماشومان په دې خاطر قبلوم چې دا ماشومان خو بې ګونا دي. نو اوس خو باید چې د قربانۍ ګډوري په دې پوه شي چې د طالبانو د پخواني قیادت برعکس موجوده افغاني طالب مشرانو ته عادي بېچاره طالب بندیان خو پرېږده چې حتی د انس حقاني نه هم د پنجابي استعمار مصالح، عزت او وفاداري مهمه ده؟ دوهم دا چې که طالب مشران د پاکستان غلامان نه وي او ريښتیا هم د افغانستان نیمه خاوره د دوی په قبضه کې وي نو دا بندیان یې افغانستان ته ولې نه راانتقالول او پخپله یې امریکایانو سره د بندیانو د خلاصون معامله ولې  نه کوله. خو حقیقت دا دی چې دا وخت چې پاکستان په نړیواله سطحه په انزوا کې دی او پاکستان ته د دغسې معاملې اشد ضرورت وو نو یو ځل بیا پاکستان د خپلو مصالحو دپاره په افغاني اخونانو لاس پاک کړ لکه د مولانا مسعود اظهر د راخلاصولو دپاره یې چې د هند الوتکه د کټمنډو نه لاهور ته او بیا کندهار ته راوتښتوله او په طالبانو یې لاس پاک کړ او خپل ایجنټ مولانا مسعود اظهر یې راخلاص کړ. د دې نه معلومه شوه چې طالب مشران پنجابي استعمار ته د یو دست پاک حیثیت لري.

 او بل مهم سوال دا دی چې د طالبانو په لاس په پنځو کالو کې درې ځل د کاناډايي د بې آبرو شوې ښځې نه درې پیدا شوي بچي د چا شو؟ دا بچي اوس مونږ د کاناډايي وبلو او که د حقاني شبکې او که د پنجاب د تورو کرنیلانو؟ دا درې ماشومان اوس د جلال الدین حقاني او یا هم د ملا هیبت الله اخون لمسيان شو او که د پنجابي استعمار پرکټیان شول او که د کاناډایانو نسل یې وبولو؟ د تاریخ ډېره نادره واقعه ده چې د هر مخلص مسلمان مجاهد او طالب د سترګو خلاصولو دپاره کافي ده چې خپل ګرېوان کې وګوري چې دوی د چا دپاره قرباني ورکوي قضاوت پر تاسو.