دشاه محمود«حصین»په یاد

زمادسنګرملګریه!
******
ستاپه سره سنګرباندې به سره ګلان کتارشي
واړه سره سرتیري به دې خپل وطن نه جارشي
لاره چې دې غوره وه له ستونځوځنې ډکه وه
ډاډاوسه ! داغرونه اوخنډونه به آوارشي
ډیریې ځورولې، هراشغال، که سوریاشین و
ګرده دوشمنان به دې اخیردلته سنګ سارشي
*****
اوزمونږدسنګرملګریه!
*****
پام چې وارخطانه شې مرګی دژوندپایله ده
ستاغوندې سرتیروبه ګورتل ګل اوګلزارشي
تاوه قربان کړې ښه «ځواني» دولس لارکې
بیشکه چې لانورډیربه قربان په دغه لارشي
کلک لکه پولادوې چې څووارې ویلي شوی بیاکلک شوی
ژونددې بیاهم وقف ؤ که هره ورځ په دارشي
*****
ویره ترهه نه وه ستامغزوکې له آزل ځنې
ستازړورتوب به دې ملګروته معیارشي
ته هوښیارمؤرخ، تکړه شاعر،کیسه لیکونکی وې
ډیرزیات فرهنګیان به دې مصروف په دغه کارشي
ته خوبختوروې خپله خاوره کې دې «ګور» شو
وایه اوس زمونږه چې مو«قبر»بل «دیار» شي
*****
دلیکلونیټه یې:دهالیندپه وخت د سهارپینځه بجې. ۲۶/۷/۱۳۹۶/ ـ ۱۸/۱۰/۲۰۱۷/ چې همدانن به یې ځناځه په خپل وطن کې خاوروته وسپارل شي.
اروادې ښاده وي.
«پای»