د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د میزان پر ۲۳ مه لغمان ته له یو لوړپوړي پلاوي سره چې د کابینې وزیران، تر لسو زیات مشاورین، د ولسي جرګې غړي، مرستیال وزیران او د سیمه ییزو ارګانونو مشرتابه پکې شامل و، رسمي سفر وکړ.
د سفر په دوران نوموړي د لغمان ولایت والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ له بیلا بیلو چارواکو، ولسي وګړو، ځوانانو، قومي مشرانو او دیني علماو سره ولیدل.
لغمان ته د نوموړي سفر ډيرو خلکو ته حیرانونکی و. ځکه، ښايي چې ډاکتر عبدالله هيڅ وخت د خپل عمر په اوږدو کې هم لغمان ته راغلی نه وي او دا ولایت ورته هیڅکله هم دومره اهمیت نه وي درلودلی، نو د ا ناڅاپي سفر یې حتما خلک په تعجب کې اچوای شي.
ډاکتر عبدالله د ملي یووالي حکومت ډیر مهم او آن په ټوله کې د حکومت یوه ستن ګڼل کیږي، د حکومت کلیدي شخصیت دی او لغمان ته راتګ یې هسې خوشې خبره نده.
لغمان ته د ډاکتر عبدالله راتګ په اړه څو خبرې کیږي. یوه دا چې نوموړی ښايي په راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو کې بیا ځان کاندید کړي او که ځان کاندید نکړي ښايي د ډاکتر محمد اشرف غني له ټیم سره یو ځای شي او د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټیم غړی وګرځي. په دواړو صورتونو کې نوموړی د ولس رایو ته ضرورت لري او د غسې سفرونه ورته په دې برخه کې ګټه رسوای شي.
همداراز یوه ډله خلک داسې انګیري چې ډاکتر عبدالله په خپل پخواني سیاسي ماحول کې چې تر ډیره حده له جمعیت څخه جوړ و، خپل پخوانی مؤقف له لاسه ورکړی او آړ دی چې ځانته پر بدیل سیاسي ماحول کار وکړي او دغه سفرونه نوموړي ته نوي ملګري په لاس ورکوای شي او د نفوذ بدیله ساحه موندای شي.
په هر حال لغمان ته د ډاکتر عبدالله د سفر په اړه بیلا بیلې انګېرنې شته ، چې ځيني يې ښايي مازې انګیرنې وي او ځيني یې یو څه واقعیت هم ولري.
زه په خپله لغمان ته د ډاکتر عبدالله سفر د ولایت خلکو او په خپله د ولایتي حکومتولۍ د حمایت لپاره مثبت ګڼم. دا سفر چې د ولایتي مشرتابه لخوا په ښه ډول تنظیم شوی و، د ولایت د پرمختګ لپاره یو ښه ګام او چانس و.
دې سفر کې یوازې ډاکتر عبدالله نه، بلکې وزیرانو او مرستیال وزیرانو، مشاورینو او ځينو مرکزي چارواکو خپلې ولایتي ادارې هم وکتې او د ولایتي اړوندو ادارو پر وړاندیزونو او ستونزو خبر شول. د لغمان والي لخوا د اجرائیه رئیس په شتون کې اړوندو ادارو مسوولینو ته د ښارجوړونې، فوایدعامې، پوهنې، لوړو زده کړو، امنیت او نورو برخو کې وړاندیزونه وشول، چې د ډاکتر عبدالله او ورسره پلاوي لخوا یې کلک حمایت وشو.
په ټوله کې د ملي یووالي حکومت د اجرائيه رئیس سفر لغمان ته یوه مهمه خبره وه. تر دې وړاندې هیڅ وخت د لغمان اړتیاو، غوښتنو ته په دغومره کچه اهمیت نه و، ورکړل شوی، چې دا کار له ولایتي ادارې او له مرکزي حکومت څخه په مننه او ستاینه ارزي. هیله ده چې حکومت لغمان ته همدغسې خپلې پاملرنې ته دوام ورکړي او مرکزي حکومت نورو ولایتونو ته هم ورته منظم کاري سفرونه وکړي.