روانې چارې او بېلابېل


مشرانو جرګه؛ د ملت د هيلو هېنداره

په وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت له رامنځ ته کېدو را پدیخوا د ټولنې د یو اوسېدونکي په توګه مې تل د افغانستان له ګڼ شمېر ادارو، بنسټونو او پېژندل شویو څېرو د ملي یو والي غږونه تر غوږو شوي او داسې ډیر شعارونه مې اورېدلي او همدارنګه په لویو- لویو بیلبورډونو کې مې هم ډیر څه په دې اړه تر سترګو شوي او دا پروسه لا هم روانه ده. خو، کله چې خبره د عمل ډګر ته شي بیا نو د ملي یووالي د ډول غږونکي بې سوره او بې لیه دي، څوک یوې خواته روان دي او څوک بلې. په عمل کې هیڅ نه تر سترګو کېږي، هر چ

22.04.2018 عاشق الله رحیمي

چین ولي په افغانستان کې ثبات غواړي ؟

تیره ورځ دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار چې دچین هېواد په سفر بوخت وو دیاد هېواد له چارواکو سره دافغانستان دسولي او ثبات په اړه بحثونه درلودل چې په دي بحثونو کې چین دافغانستان سره دثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره په مختلفو برخو کې ژمنې کړې دي او ویلې یې دي چې دوۍ یو با ثباته افغانستان غواړي او ددي ترڅنګ غواړي چې دا ګاونډي هېواد یې په خپلو پښو ولاړ اوسي ، داچې چین ولي دافغانستان او سیمې ثبات لپاره لیواله دی غواړم دلته پري بحث وکړم. چين یو دنړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې په ورستیو کلونو کې ی

22.04.2018 سپين سهار

معنی این صیغه را نیز فهمیدیم 

به هزار نام و عنوان کوشیدند خط تجرید، طولانی شود. بنابراین، تنوع سوژه های تشتت، گسست و انحصار، توجیهات فرهنگی، سیاسی، اجتماعی و اقتصادی یافته است. در نوشتار «که این طور؟»، روی اصلیت وکیله ای روشنی انداخته بودم که با رویت «هات» (hot) بیشتر جلوه می کند. استفاده از این عنصر، نمونه ی دیگری را نیز به موفقیت رسانده بود که در نخستین شورای ملی زمان کرزی، بعداً که به

21.04.2018 مصطفی «عمرزی»

منظور پښتین او د پنجاب وارخطايي!

منظور پښتین او د پنجاب وارخطايي! منظور پښتین چې اوس په ټوله پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشري ورترغاړې ده، څه مهال وړاندې يي له اسلام اباده څو لنډې او اسانه غوښتنې کړې وې. په قبایلو کې د ګرځبندیز ختمول، د ښخ شویو ماینونو پاکول، د قبایلو ورک شوي ځوانان خوشې کول او برخلیک يي مالومول او په ولسي سیمو کې د پوځي عملیانو بندول. پښتین ویلي ول، پښتانه یوخوا د پاکستاني پوځ او بلخوا د ترهګرو منځ کې د یوه پلان له مخې راګیر شوي او له دواړو لورو ځپل کیږي او دا خونړۍ لوبه باید پایته و

19.04.2018 سرلوڅ مرادزی

پاکستان په خپل قلمرو کې دننه ولسونه یواځې د پنجاب د ګټو لپاره سوڼ توکي بولي

پاکستان په خپلو ناسمو پالیسیو خپل ولس له ځانه لرې کړی او هڅه کوي چې په خپل قلمرو کې دننه ولسونه یواځې د پنجاب په ګټو وڅرخوي دوۍ اوس په نړۍ کې د مایوسۍ اخري سرحد ته رسیدلي هڅه کوي چې خپلو دغو پالیسو د پټولو لپاره په سیمه کې نور جنجالونه راپورته کړي څو دخلکو توجه د حکومت او د پاکستان د اسټبلشمنټ په وړاندې پټ کړي او د پښتنو او بلوڅو لپاره په سیمه کې د ایمرجنسي په نوم یو څه راپورته کړي چې له مخې یې دغه میلیوني لاریونونه ګمرنګه کړي اود خپلو سفاکو او ناسمو بشر ضد پالیسیو باندې نور دخپلې بقا له تضمی

18.04.2018 صادق افغان

د منظور پښتون مخه ډب کيږي.

په پاکستان کې د پوځ لخواه په رسنيو د پشتون تحفظ مومينټ د خبرونو د خپرولو بنديز لږېدلی دي. د رسنيو مالکانو د پوځ او د عدلې لخواه لږېدلی بنديز باندې خواشينی ښودلې ده. بل خواه په پاکستان کې د پښتون تحفظ مومينټ هلې ځلې چې د پاکستان د آئين لاندې پر مخ راونې دي دا په کاميابۍ سره خپل غږ د پاکستان دننه او نړۍ والې ټولنې ته د ټولنيزو رسنيو او د نړۍ والو رسنيو له ليارې رسوي. د منظور پشين په مشرۍ کې دا خوځښت دوه مياشتې وړاندې د ډی آئی خان څخه د بنو،کواټ، پېښور په لار اسلام اباد ته په دې عرض رسېدلي ؤ چې

17.04.2018 ياقوت خان شينواري

 بقایای شوم تاریخ 

گزارش های زیادی منتشر شده اند که گروه های مختلف قومی از تاجیکستان، اوزبیکستان، چچن، پاکستان و کشور های عربی در تنازع داخلی افغانستان، نقش مخرب و ویرانگر دارند. اتباع کشور های شمال افغانستان، بیشتر با استفاده از زمینه ی قومی، در میان غیر پشتون ها، فعالیت می کنند. اکثر طالبان بدخشان، تاجیک اند. اویغور ها و چچن ها با عادت زنده گی در جغرافیای چین، اتحادشوروی پیشین و روسیه ی کنونی، همکاری با مخالفان مس

17.04.2018 مصطفی «عمرزی»

د برښنا پايې ولې شهيدانې کيږي؟ 

څو ورځې وړاندې د بغلان په دوشي کې وسله والو طالبانو د برښنا پايه چپه کړې چې له امله يې د کابل ښار پنځه ميلونه وکړي د يو شمېر نورو ولايتونو په مليونونه وګړي په تورو تيارو کې شپې سبا کوي. کابل ښاریان وايي، په ورځنيو چارو سربېره د دوی صنعتي، تولیدي او نورې سواداګریزې چارې برښنا پورې تړلې دي او د برښنا نشتون يې په ژوند منفي اغېز کړی. څو اوونۍ&n

17.04.2018 خوشحال آصفي

په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ولې اړين دی؟ 

بلاخره له بلها جنجالونو او کشمکشونو وروسته حکومت اعلان کړی چې د روان کال د تلې مياشتې په ۲۸ مه نېته به په ټول هېواد کې د ولسواليو شوراګانو او پارلمان سرتاسري ټاکنې ترسره کيږي. د ورې په ۲۵ د ټاکنيزو کارتونو اخيستلو بهير هم پیل شو. دلته په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. ځکه تېرې ټاکنې د بهرنيانو او کورنيو مغرضو کړيو لخوا داسې بدنامې شولې چې ولس يې په ډيموکراسۍ او ټاکنو تر اعظمي درجې بې باوره کړو. د بهر

17.04.2018 خوشحال آصفي

په استرالیا کې میشت کډوال د حکومت له مالي ملاتړه بې برخه کړې شول

د استرالیا حکومت په پام کې لري د هغه دولس نیم زره کډوالو مالي ملاتړ په بشپړه توګه له منځه یوسي کوم چې استرالیا کې د کډوالۍ د درخواستونو د قبلیدو په انتظار ژوند تیروي. د کډوالو د مدافع ډلو په باور د لیبرال او ملي ګوندونو د ایتلاف دغه اقدام داسې طرحه شوې ترڅو دغه کډوال بې کوره او بېوزله کړي او له همدې کبله هغوی اړ کړي چې خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي. دغه زرګونه شمیر کډوال له کلونو راهیسې استرالیا کې په موقتي ویزو ژوند کوي او تمه لري چې د استرالیا حکومت به یې د مهاجرت غوښتنلیک

16.04.2018 آرین صافې

د روهنګیايي کډوالو د ناورین د یو ځل بیا پېلېدو خبرداری

د جنوب ختیځې آسیا د پارلمان غړو خبرداری ورکړې چې مالیزیا او اندونیزیا ته د روهنګیايي کډوالو د تازه کښتیو رارسیدل دې ته اشاره کوي چې د میانمار په رخاین ایالت کې د روهنګیایان په وړاندې تاوتریخوالې بیا زیات شوي. د دغه تازه حالاتو په نظر کې نیولو سره سیمه ایزو قانون جوړونکو د جمعې په ورځ د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو پر مشران غږ وکړ ترڅو د دغه بحران اصلي لاملونو لپاره د حل لاره پیدا کړي، کوم چې د میانمار په رخاین ایالت کې د روهګیایانو په وړاندې دوامداره تبعیض او تاوتریخوالې دې. تیر

16.04.2018 آرین صافې

پاکستان د افغانانو دویم کور که په نړۍ کې لومړی دښمن

سوله د ژوند لومړنۍ اړتیاده په هیڅ ټولنه کې سوله د انساني ټولنې له توافق پرته نه ده راغلې دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې ټولنې وګړو ترمنځ توافق رامنتځته شي له سولې تېښته دجګړې ددوام په نامه ده او جګړه هیڅکله ګټونکی نه لري ، که څه هم پاکستان تل د سولې په برخه کې ریښتینی نه وو همدې نه ریښتینولي دافغانانو په زړونو کې دپآکستان په وړاندې نفرت زیات کړی پاکستان د افغانانو دویم کور وو خو ناکامو سیاستونو دغه هېواد د افغانانو په زړونو کې دیوه پردی او دښمن په شکل ځآی غوره کړ نو اوس پاکستان ته افغانان په نړۍ

16.04.2018 طاهر ساپی

له رڼاګانو سره د طالبانو ښکاره دښمني

که طالبان له عام ولس سره په ریښتیا دښمني نه لري او د ملي ګټو درنښت کوي، نو دا خبره دې یو څوک ورته غوږ کړي چې د ازبېکستان او تاجېکستان د برېښنا ستنې چې تاسو يي هره ورځ د جهاد تر سپېڅلي نامه لاندې په بمونو نړوی، نه په بګرام کې د امریکایانو پوځي اډې رڼا کوي، نه په کابل کې د انګلیس سفارت ته ځي او نه ارګ او د وکیلانو کورنه بې برېښنا پاتې کیږي. دا برېښنا د کابل په خړو او خټینو کوڅو کې د بې وزله ښاریانو تیارې خونې روښانه کوي. ستاسو په دې کار سره، په کابل ښار کې د پوهنتونونو په لیلیو کې د محصلینو شپې

16.04.2018 غازي ځدران

دسپې په ژبه سیند نه مرداریږي !

جاوید کوهستاني دپاکستانۍ ټوډي ورځپاڼي ته ویلې دي چې مونږ ډیورنډ لاین منلی دی او دا مسله نور مونږ ته حل ده ، دا هغه خبره ده چې په تیرو څو لسیزو کې دا خبرې کړي دي او داچې د ډیورنډ لاین ورکول دچا صلاحیت دی او څوک باید په دي اړه پریکړه وکړي دا د خلکو پوري اړه لري او دوهم دا چې ولي دجاوید کوهستاني په څیر خلک داسي خبري کوي غواړم دلته پري لږ بحث وکړم . لومړی ! ډیورنډ لاین دا چې دی یو نه منل شوي کرښه ده او دتاریخ په اوږدو کې هیڅ افغان حکومت دا کرښه په رسمیت نه ده منلي او نه به یې ومنې ځکه

16.04.2018 سپين سهار

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ قصد په کابل کې اخلي

کله هم چې د آی ايس آی نوم اخيستل کيږي نو د هر افغان ذهن ته د پاکستان د هغه پليتې استخباراتي ادارې انځور راځي چې له کلونو راهيسې د افغانسان د ورانولو او د بربادۍ لپاره کار کوي. د پاکستان دغې پليتې ادارې او پوځ د افغانستان د بربادۍ لپاره په هيڅ ډول حربې سرفه نه ده کړې او په هر وحشت چې يې لاس بر شوی دی؛ ترسره کړی يې دی. دغې استخباراتي ادارې د افغانانو د بدبخته کو

15.04.2018 خوشحال آصفي

افغانان د جبر له لوري قومي بیلتون نه مني

ډیورنډ د حکومتونو نه د ملتونو مسوولیت دی خو پاکستان لا تر اوسه یو ملت نه دی ځکه هلته یوه لویه کتله بلوڅان او پښتانه دي چې هغوۍ هیڅکله د پنجابي تر اسارت او سیوري لاندې نه پټیږي .پاکستان چې په منځنۍ اسیا کې یوه جوړ شوي حکومت دی دیوه ملت شکل نه دی غوره کړی دغه حکومت تل هڅه کړې چې ځانته دیوه واحد ملت له جوړښته ځان وساتي له همدې امله پکې له پنجابیانو پرته ټول قومونه زلیل ساتل شوي دي . موخه یې له دغه حالت ساتلو داده چې څنګه کولای شي له نورو قومونو راټول کړي عواید یواځې د بنجابیانو لمن ته واچو

15.04.2018 طاهرساپی

فریدون مومند د افغان په جامه کې د افغان دښمن

بسم الله الرحمن الرحیم فریدون مومند د افغان په جامه کی د افغان دشمن     دا یو څرګنده حقیقت دی چې د افغانانو دښمنانو او په ځانګړي توګه پنجابي استعمار د افغانانو د بربادۍ لپاره هیڅ یو فرصت هم د لاسه نه دی ورکړی اود بې وسه افغان ولس د څلوېښتوکالو د تباهۍ په تسلسل کې یې د افغان په وجود کې داسې زهرجنې مهرې روزلي چې د افغان وجود بقا یې په خطرکې اچولې.د افغانانو د دښمنانو په مهرو کې یوتعداد رسوا اوخکاره د ملت سره مشت اوګرېوان دي او یوتعداد په پټه او د اسلام او

14.04.2018 استاذ صاحبزاده مشریقیوال

منظور پښتین! که د پښتون ژغورنې ولسي حماسه!

منظور پښتین! که د پښتون ژغورنې ولسي حماسه! لیکوال: شفیق الله یوسفزی د منظور پښتین غږ یواځې د منظور ناره نه ده، بلکې د هر پښتون منصور په دار ناره ده او د یو ستر ژړېدلي او غملړلي ملت ولسي حماسه ده. دا د میلیونونو د زړه درد او څړيکه ده، چې تازه په اهتزاز راغلې، د ازادۍ او سوکالۍ ساز دی؛ چې پښتون ته د بدلون او ژوندون غوښتنې سندره وايي. دا غږ د پښتنو په زړونو کې له لسیزو ټوپونه واهه، خو د زړه نه خولې نه راتله، د زړونو دا غوټه خلاصه شوې او په میلیونونو ژبو جاري شوې. دا غږ د هغو ژب

13.04.2018 شفیق الله یوسفزی

د انګریز خبیثه اروا بیا د ډیورنډ پر کرښه ګرځي!

د انګریز خبیثه اروا بیا د ډیورنډ پر کرښه ګرځي! تېرنومبر، کابل کې د انګریز سفیر نیکلاس کی پر ډیورنډ کرښه د اسلام اباد له لوري د څار او کنترول زیاتولو په اړه ویلي ول«د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعوو جوړولو په اړه، پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري.» د اسلام اباد په پلوۍ او ګټه، د نیکلاس کي د شرم وړ څرګندونو یوازې څو میاشتې وروسته چې هغه مهال د افغانانو د کلک غبرګون سره مخامخ شوې، اوس بیا د انګریز لوی درستیز پاټریک کارتر چې اسلام اباد ته په سفر راغلی، د پاکستان

11.04.2018 سرلوڅ مرادزی

د کندوز پر هاشمیه مدرسې برید څه په ډاګه کړل؟!

د کندوز پر هاشمیه مدرسې برید څه په ډاګه کړل؟! شاهد (غزنیوال) سره له دې چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه دینې مدرسې باندې د برید له تر سره کیدو اوس تر اونئ زیات وخت تیر شوی خو بیاهم یاد برید د هیواد په ورځنیو خبري موضوعاتو کې یوه تر ټولو ګرمه موضوع او د پیښو د سیاسي محللینو لخوا د هغې ناویلي ابعاد او اړخونه را سپړل کیږي. یاد هوايي برید چې تر ۱۷۰ تنه زیات ولسی وګړي چې اکثریت یې د دیني علوم فارغین او د قران کریم حافظان وو ورکي ووژل شول د شته قرائنو او کره شواهدو له م

11.04.2018 شاهد غزنیوال

دورنمای تحریک تحفظ پشتون

اعتراف می کنم که رویداد های ماه های اخیر پاکستان، بسیار غافلگیر کننده بودند. من از فعالان فرهنگی افغان و از قوم پشتون استم. بینش ریالستیک به پیرامون، من و امثال مرا پیوسته، درگیر جغرافیایی می سازد که در حیات تنازع آن، حیات و ممات ما بسته است.   رمق های زیاد این کشور و مردم در تنازع سیاسی طولانی و زیان آور، هدر رفته اند. سردرگریبانی مساله ی خانه، مفهوم سرزمینی در فراسوی سرزمین هایی را گرفته بود که می پنداشتیم «اولویت های ما، مرتبط

10.04.2018 مصطفی «عمرزی»

د ولس هډوکي مات شول، خو ښکلېلې غاړې ماتې نه مني

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريیس اکرم خپلواک په وروستیو کې په زغرده ویلي چې طالبان دې له هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش په اړه له افغان حکومت یا د سولې شورا سره خبرې وکړي؛ اوس د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، طالبانو ته د اشرف غني د وړانديزونو او بيا پر دغو وړانديزونو د نورو هيوادونو د تاکيد په غبرګون کې ويلي؛   طالبان د پاکستان او ایران په شمول&nbsp

10.04.2018 خوشحال آصفي

د امنیتي مسؤلینو بېغورۍ ولایتونه له سقوط سره مخامخ کړي

  څه دي چې په امنیتي سکتورکې نشته، که په هر ولایت کې د امنیتي ارګانونو د ګډې همغږۍ مرکز ته ورشي هسې تش په نوم د ګډې همغږۍ مرکزونه دي،همغږي خو لا پریږده په ولایاتو کې د امنیتي ارګانونومسؤلین یو له بل سره داسې چلند کوي ته به وايي چې د نړۍ له بېلابېلو ملکونو د راغلو پوځونو قوماندانان دي،یو يې هم بل ته تن نه ورکوي.

10.04.2018 زمریالی افغان

د سولې په و‌‌‌‌ړاندې خنډونه

په حقیقت کې د چاپېريل او اجتماعي ټولنې پدیدې یو له بل سره ډیالکتیکي او نه شلېدونکې اړیکې لري، دوي په خپل منځ کې یو اوبل ته اړتیا لري او یو د بل په وجود کې وده او تکامل کوي .سوله او جګړه هم دوه متضادې کلمې دي چې د یو او بل په وجود کې نفې او یو په بل کې تکامل کوي. زموږ هېواد افغانستان کې هم څلوېښت کاله کېږي چې سوله ورکه شوې او جنګ او شخړو د سولې ځای نیولی، جګړه د بربادۍ، و یجاړۍ او بدبختۍ نوم دی.جنګ، شخړې او جګړې د انسان نیکمرغي او خوشبختي داسې ضد کلمې دي، چې کله هم په یوه ټولنه

10.04.2018 اېمل افغان

خاموش احتجاج او خاموشې رسنۍ! 

نن چې په خيبر پښتونخوا کې دا لوى قام په لکونو راټول شوى، له خپل ټول سترواله سره د پاکستان د رسنيو په شمول د نړۍ د مشهورو رسنيو موضوع نه شوه، اوس پوښتنه داده چې نړۍ ولې د يوې لويې بشري قضيې سره دومره منافق برخورد کوي؟   لومړى خو هغه پنځه غوښتنې چې منظور پښتين د اسلام اباد په پرلت کې اعلان کړي، هومره لوى نه دي، په بله مانا د واک د تغير ماهيت نه شته په کې، نوموړې غوښتنې له يوې خوا نظام ته ګواښ نه دى له بلې خوا محلي دي، سترې نه دي نو نړۍ په کې راښکون نه لري.  خو په هر صو

09.04.2018 وحيدالله مصلح

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more