د نړۍ ټول ملتونه د خپل تاریخ په اوږدو کې له ستونزو سره مخ کیږي. ځیني له خپلو ستونزو درس اخلي او له خپل ټول وس څخه کار اخلي چې بیا يې پر خاوره تکرار نشي. هیوادونه او ملتونه واړندې له دي چې له یو ناورین سره مخ شي د ناورین مخه نیسي ولې که د مخنیوي امکان یې نه وي هڅه کوي چې اغیزه یې دومره نه وي چې هر څه برباد کړي.
تیرو څلورو لسیزو کې افغانستان ډیرې ښې ورځي نه دي تیري کړي. د پردیو مستقیم او غیر مستقیم اشغال د دې خاوري هره څپک یې ټپي کړې او ټولنه یې د مرغلرو د شلیدلي امیل په څیر پاشلې ده. تازه تازه پر دې خاورې یو څو غوټۍ زرغونې شوې وې ولې وړاندې له دې چې ګل شي، اسمان کې تورو وریځو او د تندر ویروونکو اوزونو د داسې طوفان ویره خپره کړې چې بیا به دغه غوټۍ وریژوي او تر څو چې بیا نوې غوټۍ غوړیږي لسیزې به تیرې شوي وي.
په سختو ورځو کې ملتونه سختې پریکړې کوي. که د امریکا د ټاکنو په بهیر کې زموږ د ۳۴ ملیونه وګړو پر سرنوشت د دې لپاره لوبه کیږي چې یو روغ لیوني بیا ټاکنې وګټي. که هره ورځ د دې پر ځاي چې د یو بهرني اشغال د پای ته رسیدو پر ځای د هغوي د ستنیدو دعا کوو، که هره ورځ په دې ویره کې تیرو چې سبا به بیا زموږ اردو او ملي بنسټونه له منځه لاړشي او له نورې نړۍ څخه به یو ځل بیا تجرید شو؛ ښه به دا وي چې ځان غولول پریږدو او د یو ملت په توګه خپل سرنوشت په خپل لاس کې واخلو.
د سږ کال د ولسي جرګې ټاکنو دا وښوده چې موږ بې د نورو له مرستې د ټاکنو د ترسره کولو وړتیا نلرو. د ولسمشریزو ټاکنو ته به بیا د مرسته ورکوونکو هیوادونو دروازو کې کچکول نیسو چې مرسته وکړي. که امریکا وغواړي چې یو مؤقت حکومت ومنو تر څو د طالبانو بیرته راستندیدو ته لار هواره شي او مؤقتي سوله تر هغه پورې ټینګه شي چې د امریکا ټاکنې پای ته ورسیږي؛ کیدای شي له ټاکنو سره مرسته ونه کړي او په دې توګه ټاکنې ترسره نشي او که ټاکنې ترسره هم شي پایلې یې کیدای شي دومره پاشلي وي چې بیا هم د یو مؤقت حکومت جوړولو هڅه وشي.
د دې پر ځای چې د خپل سرنوشت پریکړه واشکنګټن، اسلام اباد او یا دوهې ته پریږدو باید په خپله یې په کابل کې وکړو. که بې د امریکا او اورپایي ټولنې له شرایطو او مرستې ټاکنې ترسره کولای شو او په دې باور لرو چې د ټاکنو په پایله کې یو مشروع حکومت رامنځته کولای شوو خو ښه به دا وي چې ټاکنې ترسره کړو. ولې که زموږ د ټاکنو ترسره کیدل د مرستندویه هیوادونو له شرایطو سره مل وي او پایلې یې د تیر په څیر جنجالي وي او د یو قوي حکومت د رامنځته کولو کې مرسته نه کوي، نو بیا باید نورې لارې وپلټو.
یوه یې دا ده چې ولسمشر اضطراري حالت اعلان کړي. د ولمشرۍ ټاکنې وخڼدوي. پارلمان لغوه کړي. یوه ستره اجرایوي شورا چې د بیلابیلو قومونو او سیاسي جریانونو په استازیتوب ټول ۱۲ تر ۱۵ غړي ولري او بله مشورتي جرګه ګۍ چې د سږنیو پارلماني ټاکنو په پایله کې له هر ولایت څخه یو استازی چې تر ټولو ډیرې رایې وړي وي په کې شامل وي. په کابل، جلال اباد، کندهار، هرات او مزار کې خپل نظامي کارکوونکي لسمې برخې ته راټیټ کړي؛ لویې لارې کنټرول کړي او د عوایدو له سرچینو څخه د ځایي زورواکونو او فاسدو مامورینو لاسونه پریکړي. په ښارونو کې ټول امنیتي دیوالونه ونړوي او په ټولو نظامي او دولتي ادرو کې پر زرې موټرونو بندیز ولګوي. له امریکا سره د پوځونو پر وتلو له سره خبرې پیل کړي او د دوي له خوښې سره سم په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې د دوي له وتلو سره هوکړه وکړي او که پاتیکيږي تر هوايي اډو پورې یې محدود کړي. په راتلونکو څلورو کلونو کې د خپلو عوایدو او لګښتونو تر منځ انډول رامنځته کړي. په راتلونکو دوو کلونو کې د طالبانو هغه مشران چې په پاکستان کې ژوند کوي یو په یو ترور کړي. د هیواد په زندانونو کې پر کوچنیو جرمونو تورن او محکوم زندانیان ازاد کړي او د هیواد دننه ټول دویمه او دریمه درجه زورواکان او توپکسالاران د تورو تنبو تر شا غورځوي. قانون پر ټولو یو ډول تطبیق کړي. هیڅ کس ته په ښارونو کې د وسلې ګرځولو اجازه ورنه کړي. ټول معدنونه خوندي کړي او عواید یې ملي خزانې ته ولیږدوي. ادارې او مالي چارې غیري متمرکزي کړي. ښاروالایانو ته د قانون په چوکاټ کې لا ډیر واکونه ورکړي. تر ټولو مهمه دا چې هیڅ کس ته چې تر ۱۸ کلنۍ کم اولادونه او کورنۍ یې په افغانستان کې نه وي اجازه ورنکړل شي چې په هیڅ دولتي پوست کې کار وکړي.
کله چې ستر ګواښونه له منځه لاړ او پر دې وتوانیدو چې په خپله خپلې ټاکنې ترسره کړو بیا به د ولسي جرګې او ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړو او د خپل سرنوشت د کتاب د نوي فصل پر لیکلو به پیل وکړو.
atiq.nashna@gmail.com ،کابل، افغانستان