استرالیا کې سلګونو بندي کډوالو د خوړو د نه خوړلو اعتصاب پېل کړی

په تېرو دوو اوونیو کې په استرالیا کې دننه د ځینو توقیف خونو بندي کډوالو او پناه غوښتونکو په توقیف خونو کې د ناوړه انساني شرایطو له کبله د خوراکي توکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.

د اعتصابونو دغه لړۍ د جنوري په نهمه د استرالیا د ملبورن ښار د توقیف خونې څخه پیل شوه، چیرته چې قابو ۲۰۰ کډوالو د څو پرلپسې ورځو لپاره د توقیف خونې خواړه ونخوړه او له چارواکو سره یې هم له هرراز همکارۍ ډډه کوله.

وروسته بیا د جنوري په ۱۴مه قابو ۲۵۰ بندي کډوالو او پناه غوښتونکو د استرالیا په (یانګاه) توقیف خونه کې په ورته کړنو لاس پورې کړ.

د رپوټونو په حواله، په یادو دوو توقیف خونو کې اعتصابونه اوس پای ته رسیدلي ځکه هلته چارواکو د کډوالو د ستونزو د حلولو او د هغوی د غوښتنو د پوره کولو ژمنه کړې.

خو بله خوا د استرالیا د سیډني او بریسبین ایالتونو د کډوالو په توقیف خونو کې ګڼ شمیر نورو کسانو تازه اعتصاب پیل کړی.

اعتصاب کوونکي کډوال وايي د دوی د هستوګنې شرایط له یو زندان څخه هم بدتر دی او حکومت ته پکار ده چې د دوی غوښتنو ته هم غوږ ونیسي.