د اولسمشری له پاره د راتلونکو ټولټاکنو له امله را منځته شوي اداره کې به مختلفې مافیاوې ، د فاسدو او متعصبو کړیو په ګډون ، به د پراخ نفوذ لرونکي وي.
دا اداره به تر اوسنۍ ډیره بیکاره اداره وي چې د هیواد کورنۍ او بهرنۍ امنیت به خوندي کولی نه شي. دا اداره به د افغان اولس له خوا د بد او ډیر بد تر منځ د غوراوي له امله را منځته شوي وي.
راتلونکو اولسمشري څوکۍ ته د ټولټاکنو د پاره نږدې اتلس ټیمونه به یو له بله سیالي وکړي په دې ټیمونو کې داسې کسان نه لیدل کیږي چې د خلکو د پاره نا اشنا واوسي.
په دې ټیمونو د هیواد د خلکو په نزد بشپړ اکثریت غړي په ټولنه کې په راز تورونو لکه لوټمارۍ ، تعصب ، جرم او جنایتونو سره تورن دي.
اولسمشری ته نوماند ټیمونه ټول د حاکمو لوټمارو کړیو د ګټو ساتونکي دي چې دوی د هیواد د پاره کوم داسې پروګرام نه لري چې هیواد به د موجوده ستونزو څخه راووځي.
د اولسمشری څوکۍ د پاره د راتلونکو ټولټاکنو کې د بشپړ اکثریت خلکو رایې په د مجبوریت رايې وي، چې اړ کیږی تر څو د بد او ډېر بد تر منځ یو غوره کړي . بد ته په رایه ورکولو سره دوی به راتلونکی باندې په بشپړه توګه بې باوره واوسي.
لوټمارې او زورواکي کړیو پورې اړوند کسان که هر څومره په خپلو منځونو کې اختلاف لري خو کله چې د یوه عادلانه او ملي نظام د جوړیدو فکر را منځته کیږي دوی ټول د یوه وجود په توګه سره یو کیږي .
دې فاسدو زورواکو کړیو د پاره د اولس او ملي ګټې کوم اهمیت نلري بلکې د خپلو شخصي ګټو د پاره د ملي ګټو څخه هم سترګې پټوي چې ښه مثال یې د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې له خوا د اغزن سیم لګول او د کرښې د دواړو غاړو د پښتنو سره بیلول دي.
باید ووایو چې د کابل حکومت او د پورتنیو ټیمونو څخه یوه غړي هم د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې د اغزن د تار لګولو خلاف غږ نه دی پورته کړی او په دې ډول دوی ټولو په شعوري توګه ملي ګټو ته شا کړیده. کوم کسان چې ملي ګټو ته شا کوي هغه به د اولسو ګټو ته کله ژمن پاتې شي؟
ددې ټیمونو زیاتره کلیدي غړي د قانون په ماتولو ، د خلکو او ملي د شتمنیو په لوټ او قومي تعصبونو ته په لمن وهلو باندې تورن دي او تل په دې هڅه کې و ، چې په افغانستان کې د مرکزي ځواکمن ، په دموکراسی او عدالت ولاړ نظام مخنیوی وکړي.
دوی هڅه کوي چې د پخوا څخه زیات د افغانستان سیاسی او اداري واک په خپلو لاسونوکې ټینګ کړي او وکولی شي په ازادانه توګه خپلو لوټماریو ته دوام ورکړي.
نو ځکه په افغانستان کې لوټماره ، فاسدې او په جنایتونو تورنې واکمنې کړۍ د نورو پنځو کلونو د پاره واک ته د غزولو د پاره تیاري نیسي.دوی ددې له پاره چې واک ته قانوني اړخ ورکړي اولس اولسمشری څوکۍ ته د نوماند کیدلو ټیمونه جوړ کړي دي.
اوس هر یو ټیم دا ادعا کوي چې ګواکې دوی تر نورو ټیمونو زیات د دې وطن او خلکو ته د چوپړ له پاره شپه او ورځ منډې وهي . له نیکه مرغه ددې ټیمونو د هر غړي څیره او کړنې د خلکو د سترګو څخه پټ نه دي. دلته داسې هیڅ ټیم نه لیدل کیږي چې په رښتیني توګه ددې خلکو په چوپړ کې واوسي.
دا باید ووایو چې اولسمشری ته هر نوماند شوی ټیم یوازې او یوازې د زورواکانو او فاسدو کړیو د ګټو ساتونکي ټیم دی او یوازې د ښایسته او تیرایستونکو کلماتو په استعمال سره هڅه کوي چې د افغانستان مظلوم اولس دوکه کړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د افغانستان بشپړ اکثریت خلک نه غواړي نوماند شوو ټیمونو ته رایه ورکړي بلکې که چیرې څوک رایې ورکوي هغه به د مجبوریت رايي وي.
د مجبوریت رایه هغه رایه ویل کیږي چې په شعوري ډول سره یوه نوماند ته نه ورکول کیږي بلکې وګړی د کوم مجبوریت له مخې رایه وکړي .
ټول اولسمشری ته نوماند شوي ټیمونه ددې په ځای چې د ملي ګټو ، وړتیاو ، وطن سره د مینې ، پاک نفسی ، خدمت او د یوه وګړي د پخوانی خدمتونو له مخې جوړ شوي وي بلکی د ځینو ځانګړو خصوصیاتو په نظر کې نیولو سره رامنځته شوي دي:
1. د راتلونکی اولسمشری د څوکۍ د خوب لیدونکي هر یوه ټیم زیار ایستلی دی چې خپل ټیمونه په قومي بنسټ ( پښتون ، هزاره ، تاجک) جوړ کړي او په دې ډول سره دوی خپل ځانونه ددې توکمونو د ګټو ساتونکي بولي.
2. وسله وال کسانو درلودل ، په افغانستان کې واکمنې فاسدې کړۍ د هیواد په مختلفو برخو کې د وسله والو ډلو په درلودلو سره د خلکو په رایه باندې باندې اغیزه لري . دلته د ټیمونو په جوړښتونو کې د وسله والو کسانو درلودل اغیزمن دي.
3. بهرنی پټې اړیکي ، یو شمیر د سیمې هیوادونه هڅه کوي چې په راتلونکی دولت کې د نفوذ لرونکي وي له دې امله ښایي داسې هڅې به شوي وي چې یو شمیر د بهرنیو هیوادونو ګټو ساتونکی هم په دې ټیمونو کې شامل شوي وي.
4. د رایو اخیستل ، کیدای شي یو شمیر ټیمونه ( ښايی ټول) هڅه وکړي چې د خلکو رايې د روپیو په ورکولو سره واخلي. په دې ډول سره کیدای شي ځینې کسان د اقتصادي مجبوریتونو له مخې رايې ورکړي.
په قومي بنسټ سره د اولسمشری د پاره د ټولټاکنو ټیمونو جوړول او په دې کې یوازې تاجک ، هزاره او پښتون ته ځای ورکول ، دموکراسي او اساسي قانون باندې ملنډې وهل دي او هم د هیواد پاتې( شاوخوا ۲۹) توکمونو ته توهین دی چې په افغانستان کې ژوند کوي. پاتې نور توکمونه هم حق لري چې د اولسمشری څوکۍ ته ځانونه نوماند کړي او د دموکراسی اصولو له لارې د هیواد واک په خپلو لاسونو کې واخلي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې یو شمیر ، بلکې زیات شمیر خلک به په ټولټاکنو کې برخه واخلي خو د دوی د بشپړ اکثریت رایې به د مجبوریت رايي وي.
• رایه ورکونکی به د قومی فکر په درلودلو سره یوه ټیم ته رایه ورکړي.
• د وسله والو ملیشاو څخه د ډاره له امله به رایه ورکړي.
• یا به د رایې په مقابل کې روپۍ ورته ومنل شي
• او نور
راتلونکو اولسمشری ټولټاکنو ته د نوماندانو هر ټیم ښه پوهیږ.ي چې دوی په اولس کې ځای نه لري. او نه خلک دې ته تیار دي چې ددوی له پاره خپل ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي . نو هر ټیم به هڅه وکړي چې په ر ایه کې جعلکاري وکړي.
1. د ټولټاکنو د کارکونکو هڅول تر څو د دوی په ګټه په رایو کې جعلکاري وکړي.
2. ځینې سیمې په قصدي توګه نا ارام کړل شي تر څو د مخالف کاندید رایې را کمې کړل شي.
باید ووایو چې ددې ټیمونو څخه د هر یوه د بریالی اعلان کیدو سره سم به په افغانستان کې د زورواکۍ ، لوټمارۍ او لنډغرۍ نوی پړاو پیل شي . په دې هیڅ شک نه شته چې د اوسنیو نوماند شوو ټیمونو څخه د هر یوه د بریالي اعلان سره به نور ټیمونه په هیواد کې لویه ګډوډي را منځته کړي ، څوک به د مستقلو حکومتونو د اعلان کول ګواښونه به کوي او څوک به د هیواد د تجزیې خبرې کوي او ځینې به د وینو د لښتیو د بهولو اخطارونه ورکوي.
بیا به د امریکا متحده ایالات او یا بل څوک به اړ کیږي چې د دوی تر منځ روغه وکړي داسې روغه وکړي او کله چې د پایلو د اعلان وروسته به یو بیکاره حکومت جوړیږی د هغه له امله به هیواد به د ستر اقتصادي ، امنیتي او سیاسي بحران سره مخامخ شي. داسې بحران چې ددې هیواد شتون به د ګواښ سره مخامخ شي.
د نوموړو حالاتو څيړلو سره ، دا هیواد ددی خلکو د پاره د اور په تبۍ باندې بدل شي. د ځمکو غصب ، د هیواد طبعی شتمنیو لوټ ، د نشه یی توکو تولید او قاچاق ، په نشه یی توکو د روږدي کیدو بهیر چټکتیا ، د ایران او پنجاپ د مداخلو زیاتوالی ، اداري فساد ، قومی تربګنیو ته لمن وهل او نور به د پخوا څخه زیات شي.
باید په زغرده ووایو چې په افغانستان کې دموکراسي په نوم څه وجود نلري دلته د څو فاسدو ، لوټمارو او مافیاو حاکمیت دی چې پکې اولس په ډيره بیرحمانه توګه ځپل کیږي.
افغانستان ، ددې هیواد د خلکو د پاره سور تنور دی په دې تنور باندې لوټمارې ، په جنایتونو تورنې او متعصبې ډلې واکمنې دي له دې امله اړینه ده چې دا حالت تبدیل کړی شي.
باید ووایو چې د بد او بدتر تر منځ غوراوی هم کومه مثبته پایله نلري .لکه چې د اولسمشری په تیرو ټولټاکنو کې یې نه درلوده. بلکې د پخوا په شان بی عدالتي ، فساد ، تعصب ، لوټماري او غصب دوام وموند او د پخوا څخه زیات بربنډ ، رسمي او سراسري شو. راتلونکی پنځه کاله به نه یوازې د اوسنیو لوټماریو ، جرمونو او جنایتونو او بی عدالتیو دوام وي بلکې د اوس څخه به زیات شي.
یوازې او یوازې د اولسي انقلاب په رامنځته کیدو سره کیدای شي دا د جرم او جنایت دور پای ته ورسیږي .