‎ولسمشرغني د بې تجربه اشخاصو په لومو کې!
‎لیکنه : مینه منګل
‎ولسمشر غني چې د افغان ولس یواځينی او بې بدیله انتخاب و / او دی په تېرو پنځو کلونو کې یې دا ثابته کړله چې د افغانستان د خلکو د پاره یې بنیادي کارونه وکړل افغانانو تر امان الله خان او شهید ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله وروسته د یوه زړه سوانده او خدمتګار مشر کمي ‌‌‌‌‌‌ احساسوله چې بالاخره د ولسمشر غني په راتګ سره د ولس دا هیله هم پوره شوه ، ولسمشر غني ښه سړی دی ، سپين ږېری دی او اړتیا ده چې په اساسو شرایطو کې ورسره د افغانستان ټول ولسونه او مهم سیاسي او باتجربه شخصیتونه ودرېږي تر څو په افغانستان کې د تېر تاریخ تېرې ترخې تجربې بیا تکرار نشي.
‎متاسفانه چې ولسمشر غني د واک په دې وروستیو کلونو کې د ځان نېږدې کسان خفه کړل او له مهمو دندو یې لرې کړل پر ځای بې تجربې او غیر مسلکي اشخاصو ته یې دندې ورکړې .
‎د هېواد امنیتي سکتور څخه تجربه لرونکي جنرالان لرې او پر ځای یې کم عمره او بې مسلکه کسان وګمارل چې دا خپله نظام ته ګواښ پېښوي.
‎پخوا چا د امنیت شورا بیخي پېژندله نه ولې کله چې اتمر صیب دافغانستان د امنیت شورا سلاکار شو ټولو افغانانو امنیت شورا وپېژندله او پر اهمیت یې پوهه شول نو پکار وه چې ولسمشر غني د ښاغلي اتمر صیب له کړنو قدرداني کړې وای او د نظر درناوی یې کړی وای او خپله ملګرتیا یې سمه پاللې وای تر څو اتمر صیب خپله لاره نه وای ترې بېله کړې .
‎موږ د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو په ورځ ولیده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ‌‌‌‌‌‌ډېره سوله ییزه توګه یې واک ولسمشر غني ته وسپاره اړتیا وه چې د ښاغلي کرزي صیب څخه یې د یوه ملي مشر په حیث یادونه کولی مګر داسې ونه شوه په څو بې مسلکه او عُقديي مامورینو یې تل هڅه وکړه چې ښاغلی کرزی صیب وښکنځي او د ولس د پاره یې یوه بده څېره معرفي کړي.
‎ولسمشر له ځانه څخه د افغانستان لوی قومونه لرې وساتل او خفه یې کړل نن ورځ پښتون، هزاره، ازبیک، او د افغانستان نور قومونه له ولسمشر غني څخه مایوسه دي .
‎دلیل یې دا دی چې ولسمشر غني لاهم. عُقدې پالي که چېرې له عُقدو تېر شوی وای او د یوه لوی افغانستان په اړه یې هر اړخیزه فکر
‎کړای وای نو نن به دا موجوده ستونزې بیخي نه وای ‌‌‌‌‌‌.
‎دا چې ولسمشر غني د راتلونکیو پنځو کلونو د پاره یو ځل بیا غواړي ولسمشر شي اړتیا ده چې په خپلو روانو کړنو کې تغیر راولي، په وطن مین اشخاص د بېرته په دندو وګماري ، د ټلوالې زړه د دومره نه ساتي چې د نورو قومونو حق پرې تلف شي،
‎ولسمشر غني د خپل محبوبیت د ولس په منځ کې ولټوي نه به عُقديي ویاندویانو، او بې تجربې کارکوونکو کې .
‎ولسمشر د د افغانستان امنیتي ادارې مسلکي اشخاصو ته ورکړي لکه د ملي امنیت ریس معصوم ستانکزي په شان باتجربه خلکو ته .
‎افغانستان له مسلکي پوهه، او ملي اشخاصو ‌‌‌‌‌‌ډک دی څه اړتیا ده چې همدا لس والیان، وزیران ګرد په چوکیو راګ‌‌‌‌‌‌ډېږي؟
‎رادولي نوي کسان تر څو د ولس په وړاندې ځواب ویونکي واوسي.
‎بې له شکه چې ولسمشر غني یو عالي عالم شخص دی خو د یوې افغانې په توګه حق لرمه چې نظر ولیکم.
‎که چېرې همدا اوس څخه خپل عُقديي ویاندویان غلي نه کړي، دولتي مهم پوستونه د غیر مسلکي اشخاصو لومو څخه راونه باسي، باور لرمه چې د افغانستان راتلونکی به ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب وي هغه وخت به نه دا کرا شوي ویاندویان او غیر مسلکي اشخاص څه کولی شي او نه به ولسمشر دا هر څه جبران کولی شي،