د ډاکټره نازيه ساپۍ لخوا خپرې شوې لیکنې


د تور فنګس په اړه هر څه چې بايد پوه شئ | ډاکټر نازيه ساپۍ

« د تورې ګوبلکې/فنګس په اړه هرڅه چې بايد پوه شئ » ليکواله: ډاکټر نازيه ساپۍ   ‏د‌ تورې ګوبلکې/فنګس ناروغي، (Black Fungus) په دري [قارچ سياه] چې تازه تر افغانستانه پورې هم رسېدلې. يوه ډېره خطرناکه او تر ډېره حده وژونکې ناروغي ده.   توره ګوبلکه (Black Fungus) څه دی؟ توره ګوبلکه يا فنګس په خاوره کې د موکورمايکوزيس په نوم يوه راشنه کېدونکې ماده ده او په خاورو کې رشد يا وده کوي.   د دې ناروغۍ نښې: تبه، د سردرد، په خوله پزې او نور بدن

03.07.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

بې خوبي، لاملونه او حل لارې - ډاکټره نازيه ساپۍ

بی خوبي لاملونه او حل لارې - ليکواله: ډاکټره نازيه ساپۍ   ډېر کارونه، اقتصادي ستونزې، اسټرس، خپګان او رواني اختلالات په شخصي ژوند کې، په ټولنيزو شبکو کې په پراخه کچه حضور, موبايل او اپليکشنونه چې ان د شپې زموږ د خوب ځای کې لا د لاسرسي وړ دي، موږ خپل ځان ته کشوي همدا لاملونه دي چې زموږ نورمال او په ميانه توګه زموږ د خوب پر کموالي اغېز ولري.   موږ ټولو اورېدلي چې خوب ته اړتيا لرو او د بدن لپاره ګټور دی ، اما ښايي د بې خوبۍ د زيانونو په اړه لږ خبر اوسئ، په همدې تو

02.06.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

د وېښتانو توئېدل او لاملونه - ډاکټره نازيه ساپۍ

د ويښتانو توئېدل: د ويښتانو توئېدل هم ګن عوامل لري، خو یو له دغو څخه يې د بيوتين (د ويټامينونو له کورنی څخه دی) کموالی بلل کېږي. په ځانګړي ډول هغه ورزشکاران چی خامې هګۍ خوري د بیوتینو له کموالي سره مخ کېږي او ويښتان يې توئیږي .   په خامه هګۍ کې د (آویدین) په نوم يوه ماده شته، چې د بیوتین موادو د جذب مخه نیسي، په همدې اساس ورزشکارانو ته توصيه کېږي ، چې د خامو هګیو له خوړلو ډډه وکړي. که چېرې د دې عادت پرېښودل ورته ستونزمن وي ، نو بیا دي په غذایی مهالوېش کې سبزیجات او میو

31.05.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

د لاسونو لړزه يا رېږدېدل - ډاکټره نازيه ساپۍ

د لاسونو لړزیدلو لاملونه - ډاکټره نازيه ساپۍ   زياتره کسان د پرېښانۍ پر مهال د لاسونو لړزه لري او ځينې کسان بيا پرته له پرېښانۍ ، د لاسونو لړزیدل بېلابېل ډولونه او لاملونه لري چې په دې ليکنې کې به ټولو ته اشاره وکړمه.   د لاسونو لړزیدل څه دي؟ د لاسونو لړزه او خوځښت په داسې حال کې چې د انسان په کنټرول کې نه وي په طبي اصطلاح يې د ناروغۍ نوم: (د لاسونو لړزه) بلل کېږي. د لاسونو يا د بدن نورو غړو لړزېدل يوه عصبي ناروغي ي

21.05.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

پر ښځو د افسردګۍ اغیزې تر نارينه و ډېرې دي - ډاکټره نازيه ساپۍ

پر ښځو د افسردګۍ اغېزه نسبتأ تر نارینه وو ډېره ده لیکواله: ډاکټره نازيه ساپۍ    څېړنې ښيي چې ښځې حساسه روحيه لري نو ځکه د افسردګۍ اغېزه نسبت تر نارينه و پر ښځينه وو زياته ده. له بل پلوه بيا پر افغانو ښځو يې دوه برابره اغېزه ډېره وي، په دې ليکنې که به «په ښځو کې د افسردګۍ نښو» ته اشاره وکړم، د افسردګۍ په اړه مې تېرې ليکنې کې معلومات ليکلي.   د يادونې وړ ده چې ډیری میرمنې د خپلو رواني اختلالاتو پېژند

14.05.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

د هېرېدو ناروغي

ليکنه: ډاکټر نازيه ساپۍ   الزایمر ناروغي (په انگرېزي: Alzheimer's disease) د حافظې ورانېدل منځته راولي چې زیاتره معمولا د ۶۵ کلنۍ عمر وروسته پېښېږي، خو له دې نه په کښته عمر کې هم لیدل کېږي.    د ځینو احصائیو له مخی دا مهال نژدی ۷ میلیونه کسان په نړی کی پری اخته دی او اټکل کیږی چی په ۲۰۵۰ کال کی به یی شمیرڅلور برابره لوړ شی . ددی ناروغۍ یو له لاملونو څخه په مغز کی د ځینوموادو لکه البومینو راټولیدل او غټۍ کیدل گڼل شویدی .   د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ

13.05.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

د اسټرس څخه خلاصون

لیکنه: ډاکټره نازيه ساپۍ   هر شخص له روحي فشار سره مخ کېدای شي. ځوان، زوړ، ماشوم، سړی او ښځه. روحي فشار داسې حالت دی چې هم فزیکي نښې او هم احساسي فشار لري. روحي فشار یو ځانګړي حالت ته ځواب دی. روحي فشار هله منځ ته راّځي چې شخص ځان له ګواښ او اضطراب سره مخ وویني. روحي فشار هر کله ناروغي نده، زیاتره د ځینو پېښو په وړاندې د بدن او دماغ یو دفاعي غبرګون دی. روحي فشار کېدای شي مثبت وي او کېدای شي منفي وي. مثبت روحي فشار هغه دی چې د ځینو حالاتو (واده، ازموینې، سفر ….

13.05.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

د پرېښانۍ/افسردګۍ او اضطراب ناروغي

ليکنه: ډاکټره نازيه ساپۍ   نن ورځ په هره ټولنه کي داسي نوي ځوانان وینو چي په خپل ګریوان کي ښکته ګوري ، عصبي او افسرده وي ، څېرې يي هم تغیر کړی وي او هر څوک هغوی ته وايي چي بیړۍ دي غرقه شوې ده، هو ، دا عوامل او ددې تر څنګ ځیني نور عوامل چي ورته به اشاره وشي د یوې داسي ناروغۍ نښي دي چي هغې ته افسردګي ویل کیږي . د افسردګي تعریف : افسردګي داسي حالت دی چي د شخصیت د پیدایښت پر کیفیت باندي ژور تأثیر کوي او له خپل ځان او چاپیریال څخه يي د درک ډول بدلوي . خُلق څه شئ ده؟

13.05.2021 ډاکټره نازيه ساپۍ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more