پر ښځو د افسردګۍ اغېزه نسبتأ تر نارینه وو ډېره ده

لیکواله: ډاکټره نازيه ساپۍ 

 

څېړنې ښيي چې ښځې حساسه روحيه لري نو ځکه د افسردګۍ اغېزه نسبت تر نارينه و پر ښځينه وو زياته ده.

له بل پلوه بيا پر افغانو ښځو يې دوه برابره اغېزه ډېره وي، په دې ليکنې که به «په ښځو کې د افسردګۍ نښو» ته اشاره وکړم، د افسردګۍ په اړه مې تېرې ليکنې کې معلومات ليکلي.

 

د يادونې وړ ده چې ډیری میرمنې د خپلو رواني اختلالاتو پېژندلو لپاره لیوالې نه دي. خو هو، دوی خپل دې اختلالاتو ته د ناروغۍ په سترګه نه ګوري، په داسې حال کې چې افسردګي د ډېرو ښځو او نارينه و د مرګ سبب شوې.

 

په ښځو او نارينه و کې د افسردګۍ نښې هېڅ توپير نه لري، دا لاندې نښې که په ښځينه يا نارينه و کې وليدل شي دوی په افسردګۍ ناروغۍ اخته شوي چې بايد ژر تر ژره اروا څېړنيز متخصص ته مراجعه وکړي.

 

• د تلواله غم او بې ځايه د خپګان احساس

• بې دليله ژړا

• په دوامداره توګه د اشتها کمښت

• د کمزورۍ او ناتوانۍ احساس

• تر حد زياته او بې کنټروله غوسه

• د راتلونکي څخه نا هيلې

• په خوب کې ستونزې په ځانګړې توګه د شپې

• د ځان وژنې په اړه فکرونه

• د ستړيا احساس

• په ځان باور نه درلودل

• نا ارامي او داسې نور ....

 

په ښځو کې د خپګان لامل څه دی؟

 ډیری عوامل په مېرمنو کې د اضطراب په وده کې دخیل دي، د جنتيکي او بیولوژیکي عواملو په ګډون، هورمونل، چاپیریالي او رواني ستونزې.

 

کله کله داسې هم پېښېږي چې ښځې د اولاد زېږولو وروسته په افسردګۍ اخته شي، چې نښې يې په لاندې ډول دي:

• منفي فکرونه

• د خوب کمښت

• د ځان وژنې په اړه فکرونه

 

په داسې حال کې بايد ژر تر ژره يوه اروايي متخصص ته مراجعه وشي .

 

خپلې روغتيا ته ارزښت ورکړئ, په مېرمنو کې د افسردګۍ د مخنیوي لپاره غوره دا ده چې صحي او خوښ ژوند غوره کړئ او په جدي توګه یې تعقیب کړئ. سالم خواړه، منظم خوب، تمرین، او لوبې به تاسو تل له دې ناوړه ناروغۍ څخه لېرې ساتي.

 

Twitter account: @DrNaziaSafi