د پښتو ژبې پر زړه تور داغ، پښتو وژغورئ - اسحاق عزيزي

 

د پښتو ژبې نړيواله ورځ د روان زېږديز کال د می پر ۲۹مه نېټه دی، چې د غبرګولي اتمې ورځې سره برابره ده. او موږ ژبې ته څه کړي؟ 

 

له بده مرغه د ځينو بې پښتو پښتنو د لاسه پښتو ژبه د له مېنځه وړلو حالت کې ده، د پښتو ژبې لپاره هېچا هم په کافي اندازه کار نه دی کړی،

 

د هېواد علومو اکاډمۍ څخه نیولې، چې د ژبې د بډايه کولو دنده پر غاړه لري او بيا تر چارواکو، خبريالانو او ان عادي ويونکو پورې. په ټول عمر يې په خپل فېس بوک يا ټويټر يو ټکی پښتو نه وي ليکلې او کله چې د پښتو ورځ را ورسېږي بيا نو هرڅوک وايي پښتو ورځ مبارک داسې او هاسې، زه دوی ته وايم: «تاسو په ريښتيا هم ، نه خجالتېږئ؟» که وجدان ولرئ حتماً خجالتېږئ.

 

• د پښتو ژبې ويونکو لپاره په مورنۍ ژبې د زده کړې زمينه:

په دې ټوله پوهېږو چې د افغانستان لومړنۍ رسمي او ملي ژبه پښتو ده، چې کابو ۶۰ څخه تر ۸۰ سلنه پورې ويونکي لري، خو لا هم په ځينو ولايتونو کې چې يو څو متعصبه کسان واکمن دي پښتنو ته په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې حق نه ورکوي؛ په شمالي ولايتونو خو پښتانه په دري ژبو ښوونځيو کې زده کړې کوي، که څه هم پښتانه اکثريت جوړوي. په لوېديځ هرات ولايت کې چې تر نيمايي زيات نفوس يې پښتانه دي په دري ژبې زده کړې کوي‌.

 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري کتابونه چاپوي د پښتو ژبې ښوونځیو کتابونه ټوله پښتو دي او د څلورم ټولګي وروسته د دويمې ژبې په توګه يو دري کتاب هم زياتېږي. او همداشان دري ژبې ښوونځي هم.

 

خو ولي او ملامت څوک دي؟ ملامت تر ډېره حده ملت دی دوی حق لري چې په خپلې مورنۍ ژبې زده کړه وکړي، په کومې سيمې کې چې پښتانه اکثريت جوړوي که څه هم د افغانستان پنجشېر ولايت اوسي، بايد په پښتو نصاب او په خپلې مورنۍ ژبې زده کړه وکړي، دولت بايد په پوره توګه پاملرنه وکړي. او د هېواد تر هر ځايه پورې پښتو کتابونه پښتون مېشته سيمو ته ورسوي. 

 

• د پښتو ژبې ښوونځیو لپاره د کتابونو د نشتوالي دليل څه دی؟

دا چې د پوهنې وزارت يوازې دومره اورېدلې چې پښتو او دري دواړه رسمي ژبې دي ، نو په دواړو ژبو په يوه اندازه کتابونه چاپوي پرته له دې چې وڅېړي چې کومه ژبه زيات ويونکي لري؟ پښتو ژبه چې ډېر ويونکي لري دوی د دري ژبې په اندازه کتابونه چاپوي ۵۰ ٪ پښتو ۵۰٪ دري، په داسې حال کې چې بايد دوی د پښتو ژبې د ويونکيو پر بنسټ ۷۰٪ کتابونه چاپ کړي. 

 

• د پښتو ژبې دوښمنان څوک دي او څه غواړي؟

د پښتو ژبې دوښمنان په ډېر نرم سياست سره تل هڅه کوي چې د لرغونې او وياړلي ژبې پښتو کيفيت او پرمختګ له مېنځه يوسي. کله چې پښتو ژبه په رسمي توګه په ګوګل کې اضافه شوه او کېبورډ يې څرګند شو، نو پاکستانيانو او ايرانيانو بدل او جعلي کېبورډونه جوړ کړل، د پښتو ژبې اصلي تورې يې په کې خراب کړي وه . تر څو په پښتنې ټولنه کې د پښتو ژبې اصلي او کره ليکدود له مېنځه يوسي. خو له بده مرغه چې د دوی کېبورډونو لا هم ډېرو کسانو په خپلو موبايلونو کې ډانلوډ/راکښته کړه لا هم ډېری کسان يې کاروي.

 

زياتره د پښتو ژبې دوښمنان په حکومت کې تل د پښتو ژبې سره دوه مخی چلند کوي، په بنرونو کې يې په متعادله توګه نه ليکي، چې ويې ليکي غلطه يې ليکي.

 

 

د نورو ژبو ويونکو او دوښمنانو څخه هېڅ ګيله نشته، ګيله د پښتنو څخه بايد وشي، پښتانه چې لږ لوستي شي خپله ژبه پرېږدي په پاړسي ګړېږي.

 

 

• د پښتو ژبې پر وجود تور داغ ؛

د پښتو ژبې پر وجود تور داغ هغه پښتانه خبريالان، زده کړيالان او چارواکي دي چې تل د پښتو ژبې پرمختګ لپاره خنډ شوي د دې پر ځای چې بايد کار ورته وکړي نور يې هم ځپلې. خبريالان آو رسنۍ بايد تل د خپلې ژبې لپاره غږ پورته کړي ، رسنۍ په دې برخه کې ډېرې مهمې خو زموږ تورمخي او پردې پالې رسنۍ او خبريالانو هېڅکله د پښتو لپاره غږ پورته کړ، د استثنا پرته .

 

زده کړيالان بايد تل په خپلې ژبې ليکنې وليکي، کتابونه خپلې ژبې ته وژباړي. او په ټکنالوژي نړۍ کې کار ورته وکړي ، هر ويونکی تر خپله وسه پورې مسؤل دی.

 

• پښتو ژبه په ټکنالوژي نړۍ کې:

د نېکه مرغه اوس هم ډېر با احساسه ځوانان او پېغلې په ټکنالوژي نړۍ کې لګيا دي او خپلې ژبې ته کار کوي خو بدمرغي دا ده چې حکومت او د ژبې علمي بنسټ مو ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.

 

په اصل کې د يوې ژبې علمي بنسټ بايد د ژبې لپاره کار وکړي، د موبايلونو/کمپيوټرونو سيستمونو، کې يې اضافه کړي ټولنیزو کاريالونو او په پښتو ويکيپېډيا کې ورته ليکې وکړي.

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره علمي بنسټ دی چې بايد پښتو ژبې ته په ټکنالوژي نړۍ کې کار وکړي، خو اکاډمۍ ان په لسو کلنو کې په بشپړه توګه فېس بوک ته هم اضافه نه کړه .

 

سامسونګ کې پښتو نشته

مايکروسوفټ کې پښتو نشته

ويکيپېډيا کې پښتو ژبه ډېره کمزورې ده

په ټولنيزو کاريالونو کې پښتو نشته 

 

حل لاره نه څه ده؟

ټوله پښتانه، زده کړيالان، مدني فعالان، خبريالان او.. بايد بايد مسؤل کسان را ټينګ کړي، بايد د افغانستان علومو اکاډمۍ باندې ټينګار وکړي چې دې ټولو ستونزو ته حل لاره ومومي، په ټکنالوژي نړۍ کې ، په مورنۍ ژبې زده کړه.

 

او په اخير کې د ټولو پښتنو څخه غواړم چې په پښتو ويکيپېډيا کې برخه واخلئ،

 

دا چې ويکيپېډيا د ژبو په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوي، نو موږ ته په کار ده چې پښتو ويکيپېډيا کې ليکنې وکړو.

 

لومړی به تاسو ته ويکيپيډيا در وپېژنم:

يکيپېډيا : د ليکنو او معلوماتو خپرولو لپاره يو وړيا پوهنغونډ دی، چې د نړۍ تر ۲۰۰ زياتو ژبو ويونکې په خپلو ژبو پکې فعاليت کوي، په دې پوهنغونډ کې په بېلابېلو برخو معلومات خپرول کېږي لکه: جغرافيايي، ساينسي، ټولنیز، طبعي او داسې نور .... 

 

پښتو ويکيپېډيا: د ويکيپېډيا يو بڼه ده چې په پښتو ژبه کې کې پرې لیکنې کېږي. د پښتو ژبې ويکيپېډيا شاوخوا په کال ۲۰۰۷م کې فعالیت پیل کړ، او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره یوه غوره وسیله ثابته شوې ده چې اوسمهال شاوخوا ۱۱,۵۰۰ لیکنې، ۲۳٬۹۲۰ ګڼونونه او ۲ پازوالان لري.

 

که څه هم چې تر دې دمه د ويکيپېډيا د پښتنو غړو شمېر څه د پاسه ۲۳٬۹۲۰ دی، خو په دغو غړو کې د ګوتو په شمار کسان د ويکيپېډيا لپاره ليکنې برابروي.

 

د دوی د ليکنو په برابرولو کې د څو لارو نه ګټه اخيستل شوې، د خپل ځاني استعداد په کارولو سره يې د نورو ژبو نه ژباړې کړي، د نورو وېبځايونو نه يې مالومات راغونډ کړي او دلته يې ځای پر ځای کړي، د ځينو ليکنې، خپلې شخصي زېږنده دي چې پرته د کوم نوم او شهرت نه يې همداسې بې نومه خپرې کړي او يا هم د کتابونو نه يې راغونډ کړي مالومات ځای پر ځای کړي.

 

زه نه غواړم دا ليکنه اوږده کړم او په لنډه دا وايم چې زما د دغې ليکنې موخه دا ده چې زه تاسو لوستونکو ته د ويکيپېډيا د ليکنې د کار د چټکولو لپاره خپل اندونه له تاسو سره شريکول غواړم او همدا رنګه د ځينو پرېکړو په اړه تاسو ته يو څو لارښوونې لرم چې په لاندې ډول دي.

 

دا چې د ويکيپېډيا پرمختګ چټک شي نو:

۱ پښتو ويکيپېډيا ډېرو پازوالانو ته اړتيا لري چې وخت ناوخته د ويکيپېډيا د کارونکو سره مرسته وکړي د ويکيپېډيا د ليکنو څارنه وکړي او د هغوی په سمونو کې فعاله ونډه ولري.

۲ د ويکيپېډيا هر يو غړی چې که په پارسي، اردو، انګرېزي او يا هم نورو ژبو پوره بلد وي هغوی کولای شي چې د پورته نومېدلو ژبو د پوهنغونډونو نه کره مالومات پخپله مورنۍ ژبه واړوي.

۳ د ويکيپېډيا په داوطلبانه او خدايي خدمت کې د مرستې له پاره نور پښتانه وهڅوي او هغوی سره خپلې تجربې شريکي کړي.

۴ د ويکيپېډيا د لارښود په ليکلو کې دې مرسته وکړي.

۵ همدا راز دې د ويکيپېډيا د نورو پروژو لکه ويکيسيند او ويکيتابونو کې فعاله ونډه اخيستل.

 

زه دا ليک تاسو ټولو پښتنو وروڼو ته لېږم او د همدې ليک سره زه تاسو ټول د ويکيپېډيا د پازوالانو ټاکنو ته رابولم. د ويکيپېډيا پازوال به وروسته له هغې ټاکل کېږي کله چې د پازوالۍ لپاره نومېدلی کارونکی د نورو کارونکو ډېرۍ رايې او ملاتړ ترلاسه کړي. د وييلو دې پاتې نه وي چې د پازوالۍ لپاره هر څوک ځان نه شي کانديدولای او يواځې هغه څوک چې په ويکيپېډيا کې له ۵۰۰ سمونو يا په بله وينا له ۵۰۰ نه يې ډېرايډټونه کړي وي کولای شي چې ځان د پازوالۍ لپاره کانديد وټاکي. زه د دغې ليکنې تر څنګ د هغو کارونکو لړليک هم تاسو ته درلېږم چې له ۵۰۰ نه يې ډېرې ليکنې ايډټ کړي.

 

د پازوالانو د ټاکنو سره سره پښتو ويکيپېډيا يو بيروکراټ ته هم اړمن دی. د بيروکراټ واک له پازوال نه لږ څه ډېر دی چې زه يې دلته په تفصيل سره تاسو ته ليکم.

۱ يو بيروکراټ کولای شي د يوه کارونکي کارن-حساب ړنګ کړي

٢ يو بيروکراټ د يوه کارونکي نوم وربدلولی شي پرته له دې چې د کارونکي د ايډټونو په شمېر کې کوم توپير راشي.

۳ يو بيروکراټ کولای شي چې بل کارونکی د پازوال په توګه وګوماري.

٤ همدا راز يو بيروکراټ کولای شي چې يوه کارونکي ته د باټ حيثيت ورکړي.

 

خو د يوه بيروکراټ د کانديدولو لپاره بايد يو کارونکی ايمانداره او مخلص وي او داسې کس نه وي چې کله د واک په واګۍ کښېني نو د خپلې واکمنۍ نه ناوړه ګټه پورته کړي. 

 

د دې لپاره چې تاسو ته د يوه پازوال واک در څرګند شي زه په لاندې توګه د يوه پازوال دندې ستاسو حضور ته په دې توګه ليکم:

 

١: د ويکيپېډيا يو پازوال د ويکيپېډيا بېلابېل مخونه ړنګولی شي.

٢: د ويکيپېډيا يو پازوال د مخونو نومونه بدلولی رابدلولی شي.

يو پازوال کولای شي چې په يوه ورانکاره کارونکی د تل لپاره بنديز ولګوي او يا هم د لنډ مهال لپاره يې د ويکيپېډيا د ايډټ کولو بنديز پرې ولګوي. د دې تر څنګ د ويکيپېډيا پازوال د غونډال پيغامونه بدلولی شي چې په دې سره د ويکيپېډيا په ليدنمخ کې بدلون راځي.

 

نوټ: د دې ليکنې ليکوال زه اسحاق عزيزي يم، هيله ده چې دا ليکنه مې دېره شريکه کړئ تر څو د ټولو مسول کسانو پورې ورسېږي، چا چې تر دې ځايه ليکنه لوستلې ډېره زياته مننه.