د عبدالله متین لخوا خپرې شوې لیکنې


د مطالعې ارزښت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري د مطالعې تعريف: مطالعه هغه خالص فکري کار دی چي لوستونکي ته پر داسي ښه لوستلو قدرت ورکوي چي وروسته يې پوهه او نقد حاصليږي. د مطالعې ارزښت: مطالعه د انسان لپاره ډېره مهمه ده او د علم او پوهي په ډګر کي نه تنها دا چي د انسان لپاره حيثيت د استاد لري بلکي په مټ يې انسان د علمي کمال لويي درجې ته رسېدلای سي، د مطالعې کولو ارزښت ددې آيت څخه له ورايه معلوميږي چي الله پاک

05.08.2022 عبدالله متین

پر مسلمان باندي د بهتان(بې ځايه تور) حکم او عذاب:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري بهتان څشي ته وايي؟ مناوي رحمه الله فرمايي: بهتان هغه درواغو ته وايي چي اورېدونکی حيرانوي او په تعجب کي يې اچوي. کوفي رحمه الله فرمايي: بهتان هغه درواغو ته ويل کيږي چي اورېدونکی په تعجب کي اچوي او تر درواغو ډېر بد کار دی او چي د متهم مخي ته ويل کيږي بيا افتراء ورڅخه جوړيږي. خلاصه: بهتان هغه درواغو ته ويل کيږي چي په يو چا پسې نا حقه تړل کيږي او چي کله يې هغه واوري هک پک پاتيږي ځکه داسي کارونه ورپسې تړل

23.07.2022 عبدالله متین

د بل چا ليكنه يا تصنيف په خپل نامه خپرول:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري الله پاك لكه انسانان چي يې د ژبي، ځای، رنګ، غناء او فقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله د يو حكمت له مخي متفاوت او متمايز پيدا كړي دي همدا راز يې د استعدادونو، ذكاوت، ‌ ټنبلۍ او ځيركتيا له مخي هم متفاوت او متمايز پيدا كړي دي، كوم خلګ چي الله پاك د ذكاوت او ځيركتيا نعمت وركړی وي او بيا يې هغوی ته د استعمالولو توفيق هم وركړی وي نو هغوی د خپل علمي استعداد څخه په ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلګو ته خدمت وكړي، د خپل استعداد په واسطه خلګو ته د هغوی د

23.07.2022 عبدالله متین

د باطلو صوفيانو په اړه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري نن مي د ملا علي قاري رحمه الله کتاب مطالعه کوی چي مخته مي د ځینو هغو خلګو بحث راغی چي ځانونه تصوف ته منسوبوي او د ذکر په حالت کي لغتکي او پلپتکي وهي، چیغي وهي او خپل کالي پر ځان باندي څیري او ډېر نور عجیب او غریب حرکات کوي. راځئ خپله د ملا علي قاری رحمه الله خبرو ته! لومړی یې ژباړه درته ایږدم بیا یې عربي متن. د ملا علي قاري رحمه الله د وینا ژباړه: بايد هغه صوفیان چي د وجد او محبت دعوه کوي د ږغ د پورته کولو او کالیو څیري کولو څخه چي د

23.07.2022 عبدالله متین

د کرکي(کينې) په اړه جالت معلومات:

لیکنه: مینا سمیر ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري   د کرکې معنی: کرکه د بد چلند، فساد، بدي ارادې، شديد نفرت، زيان او د ترخې او دوامداره کرکې شتون په معنی راځي او احتمالا چي کرکه په ناوړه چلند کې را څرګنديږي او د يوې محدودې مودې لپاره د کرکې احساس د انسان سره پاتيږي او دا د کرکي په وړاندي د بې پروايۍ پايله وي؛ پدې معنی سره چي انسان د بل مسلمان په نسبت خپلي کرکي او کينې ته توچه نه کوي چي په نتيجه کي ډېر خطرونه ورڅخه را پيدا

05.06.2022 نورالحق مظهري

پر مسلمان باندی د بهتان ويلو ګناه

وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58] ژباړه: هغه کسان چي نارینه او ښځینه مسلمانانو ته پداسي شیانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو یقینا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سویدي. یعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شیانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړی نو دوي د بې ځایه ګمان او لویي ګناه مرتکب سویدي. پر مسلمان باندي بهتان ویل دومره لویه ګناه ده چي په یو حدیث کي یې پر مسلمان تهمت ویل

19.04.2022 نورالحق مظهري

د مسلمان د دفاع ثواب او د تهمت یې عذاب

ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي. نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړی د هر منافق په وړاندي د خپل هر مسلمان ورور پلوي وکړئ او د آبرو دفاع يې وکړئ او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي

19.04.2022 نورالحق مظهري

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more