لیکنه: مینا سمیر

ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

 

د کرکې معنی:

کرکه د بد چلند، فساد، بدي ارادې، شديد نفرت، زيان او د ترخې او دوامداره کرکې شتون په معنی راځي او احتمالا چي کرکه په ناوړه چلند کې را څرګنديږي او د يوې محدودې مودې لپاره د کرکې احساس د انسان سره پاتيږي او دا د کرکي په وړاندي د بې پروايۍ پايله وي؛ پدې معنی سره چي انسان د بل مسلمان په نسبت خپلي کرکي او کينې ته توچه نه کوي چي په نتيجه کي ډېر خطرونه ورڅخه را پيدا کيږي. 

د حسد او کرکې کوچني احساسات چې ډيری وختونه را څرګنديږي او کوچني سپکاوي چې د نفرت څخه الهام اخلي، د ژوري فاسدي جذبې، ظلم، د يو چا سره د دښمنۍ قوي او دوامداره احساس، حقيقي يا خيالي بې عدالتي ټول په  حسد او کرکي کي شامل دي. 

 

د کرکي لاملونه:

1 - غلط فهمۍ او ناوړه انګيرني: 

ځيني ​​وختونه موږ په غلطۍ سره فکر کوو چې نور خلګ زموږ لپاره بد نيت لري کله چې داسي نه وي او موږ د خپل دغه نيت په اړه پلټنه او محاسبه ونکړو نو موږ هر ډول منفي نيتونه په نورو باندې تپو او بيا د ظلم احساس کوو او د ځانه سره کرکه پيدا کوو.

 

2 - غير واقعي توقعات:

زموږ څخه ډېری کسان د نورو څخه ډېري بې ځايه هيلې لري نو کله چې زموږ دغه هيلي د هغوی له لوري پوره نسي بيا نو موږ د خپګان، مايوسۍ يا ناراضۍ احساس کوو او زموږ ترمنځ ډېری وختونه شعوري سخاوت دداسي احساساتو سره مخامخ کيږي چې کله متقابل لوری زموږ د فکر مطابق غوښتني پوره نه کړي نو خپګان را ته پيدا کيږي او د هغه کس څخه مو کرکه کيږي.

 

3 - د غفلت احساس:

دا يوه ډيره پراخه کټګورۍ ده. تاسو ممکن د کارولو، استحصال، سترګې پټولو يا حتي د پام وړ احساس وکړی او ممکن څو ځله مو ملګري ته ټليفون کړی وي خو هغه يوازي هغه وخت ځواب درکوي چې کله تاسو ته اړتيا ولري، يا يې تاسو ته د ډله ايز فعاليت بلنه نه وي درکړې خو ښايي ستاسي ملګری بوخت وي يا حتي ګومان وکړي چې تاسو به بلنه رد کړی نو چي کله د ملګري داسي کړني ته صحيح محمل پيدا نه کړو او د ځانه څخه فيصله وکړو ممکن دداسي احساس څخه هم انسان ته کرکه او نفرت پيدا سي.

 

4 - د خپګان احساس:

ځينې ​​​​وختونه موږ له نورو سره يو شمير ناوړه تعاملات لرو او چي کله يې د زغملو امکان وي ځان تر خپل شخصي حد او فکره رسوو او دا ډېری وختونه د خاوند او ميرمني ترمينځ پېښيږي ځکه هر يو د خپل فکر او ګټي پر اساس فيصله کوي چي په نتيجه کي د يو بل څخه په زړه کي کرکه او نفرت پيدا کيږي.

 

5 - حسد:

کڅه هم انساني او بشري اصول ددې تقاضا کوي چي موږ بايد د يو بل په برياليتوبونو خوشاله سو او هغه ولمانځو خو له بده مرغه چي ځينو انسانانو ته د نفسي غوښتنو د حاکميت او سرناخلاصۍ طبيعت درلودلو په سبب د نورو انسانانو برياليتوب د منلو نه وي او دوی هر څه د ځان لپار خوښوي نو ځکه يې د هغه انسان سره حسد پيدا سي چي په نتيجه کي کرکه او نفرت ورڅخه پيدا کيږي او پر وچ ميدان يې بې دليله د هغه انسان څخه بد کيږي.

 

6 - د شیطانانو او بدو خلګو پر خبرو غوږ نیول:

ځیني وختونه داسي کیږي چي د بل مسلمان په اړه موږ ته یو څوک داسي بد خبر را رسوي چي په اورېدلو یې ممکن سړی شوکه یا خوابدی سي نو مخکي تر دې چي موږ ددې خبر په اړه څېړنه وکړو د هغه مسلمان په وړاندي توند عکس العمل ښکاره کوو او یا یې په غیاب کي د ځانه سره فیصله کوو چي ممکن زموږ عکس العمل او فیصله د معکوس تأثیر سره سره ناوړه پایلي هم د ځانه سره ولري او نتیجه یې ډېره بوږنوونکې را وخیژي چي په آینده کي موضوع ډېره کړکېچنه سي او د نه حل په صورت کي ډېر نفرتونه او کرکي ورڅخه پیدا سي.

 

د کرکي (کينې) روغتيايي او ټولنيز زيانونه:

بې شميره څيړنو ښودلې چي کرکه او د منفي احساساتو ساتل د انسان رواني روغتيا ته زيان رسوي او اضطراب او مايوسي زياتوي، د بېلګي په توګه: په Psychological Science مجله کي خپرې شوي څيړني موندلې چې کله د نورو انسانانو په وړاندي موږ کرکه ولرو او يا د نورو خلګو څخه د کرکي درلودلو غوښتنه وکړو نو تل به د منفي احساساتو په درلودلو، د زړه لوړ ټکان او د وينې په لوړ فشار باندي اخته وسو. 

د کار پوهانو په آند د ځانه سره دوامداره د کرکي ساتل د زهرو څښلو سره ورته دي او نورو خلګو ته د کرکي توصيه کول چي په حقيقت کي په ناروغۍ باندي د اخته کولو توصيه ده زموږ په بيولوژي کي د منفي فشار انرژۍ رامينځته کېدلو لامل کيږي چي د انسان رواني حالت د ډېر بد حالت سره مخامخ کوي.

 

کرکه(کينه) زموږ د معافيت سيسټم ته زيان رسوي:

د اوږدمهاله فشار په حالت کې ژوند کول د بدن د ترميم ميکانيزمونه ګډوډوي او په بدن کې التهاب او د فشار کورټيسول هرمون زياتوي پداسې حال کې چې زغم او کرکه نه کول د پاراسيمپاتيک عصبي سيسټم سره کار کوي او ستاسو د معافيت سيسټم سره مرسته کوي چې په ډېر قوت سره اغيزمن کار وکړي او د خوشحالۍ هورمونونو ته لکه سيروټونين او اکسيټوسين د ښه فعاليت لاره آواره کړي.

که تاسو د جرم په اړه فکر کوی نو خپل ځان په ياد ولرئ چې د خپل بدن په وړاندي څه کوی؟ او د خپل بدن په زيان په خپل ذهن کې کومه سناريو لوبوی؟ په اصل کي د کرکي په کولو سره تر بل هر چا تاسي خپل ځان ته تاوان رسوی ځکه داسي عمل ترسره کوی چي ستاسو روغتيا ګواښي.

چي په لنډو کي يې ووايو د کرکي او کينې څخه انسان ته ډېري روحي ناروغۍ پيدا کيږي چي د دماغي انحطاط څخه پيل بيا تر ځان وژني پوري رسېدلای سي، همداسي که موږ د نورو انسانانو سره کرکه کوو ممکن هغوی هم په ورته ناروغۍ اخته سي چي په اصل کي يې سبب د ناروغۍ موږ سو او د بل مسلمان په وړاندي مو خپل انساني او اخروي مسئوليت تر پښو لاندي کړ.

نو بايد موږ د هيچا سره کرکه او کينه په زړه کي و نه ساتو تر څو هم خپله روغ پاته سو او هم نور انسانان د ناروغۍ څخه و ژغورو.

په ټولنيز چاپيريال کي کرکه کول ډېر منفي تأثير لري د غيبتونو او فاسدو انګېرنو څخه پيل بيا تر دښمنۍ پوري د کرکي او کينې څخه پيدا کېدلای سي، آن تردې چي په کرکه باندي ډېر اجتماعي روابط له مينځه ځي او په چاپيريال کي د بې باورۍ رامينځته کېدلو لپاره ډېري لويي دروازې پرانيزي.

په هره ټولنه کي چي د کرکي او کينې فضا واکمنه وي هلته به تل دوستانه روابط د صفر کچي ته رسېدلي وي او د بې باورۍ په نتيجه کي به سليقوي اختلافات فکري او فزيکي اختلافاتو ته ورسيږي چي بيا به نه سم ژوند ممکن وي او نه به هم آرام خدمت امکان ولري.

 

د کرکي(کینې) څخه د خلاصون څرنګوالی:

ډېري وختونه کرکه د دې څخه رامينځته کيږي چې ته نشې کولای په مستقيم ډول د هغه چا په وړاندي چي ظالم يا سخت زړي وي او يا يې په اصلي معني ته نه پېژنې خو ستا نه وي خوښ خپله غصه څرګنده کړې له همدې امله ستونزه ومنئ او معلومه کړئ چې تاسو ولي د کرکي احساس کوی؟ تاسو بايد پوه سئ چې ستونزه څه ده او حل يې څه دی؟، کله چې تاسو اصلي ستونزه پيدا کړله او د حل لاره مو ورته ولټوله بيا نو د همدې ځايه څخه کولای سی پر مخ ولاړ سی.

انعطاف اوآساني ډېر ښه کار دی ځکه چې احساسات شېيه پر شېيه بدليږي يو قوي انسان کولای سي د هر جريان سره حرکت وکړي او د دې وړتيا ولري چې د ژوند ناباوره مايوسي، پورته او ښکته او ورځنۍ مايوسۍ اداره کړي. 

د دې په مقابل کي هغه خلګ چي د خپل شخصيت په جوړښت کي د خپګان او سختۍ احساس کوي هغوی کرکي او کينې ته مخه کړي او کله چي يې ستونزه په بشپړه توګه نه حل کيږي نوره کرکه ورته پيدا کيږي.

د کرکي ساتل کولای سي منفي عواقب ولري او دا اکثرا هغه څوک کېدلای سي چې خورا قوي زيان او غوسه راپاروي او لوی خطر دا دی چې تاسو د کرکي په ساتلو سره ډېره ژوره اړيکه له لاسه ورکوي، سربيره پر دې کرکه دوامداره احساساتي انرژي او د هغه چا سره چې تاسو ځوروي دوامداره تړاو ته اړتيا لري او ډېر احتمال سته چې کرکه د يو شخص عمومي هوساينې ته زيان ورسوي او د شخص څخه غواړي چې منفي احساساتو ته غاړه کيږدي.

دوامداره کرکه د ځانه سره بدني او طبي زيانونه لري چي له ډلي يې د وينې لوړ فشار، سر درد، د هاضمې اختلالات او بې خوبۍ ته اشاره کولای سو. 

 

د هغه چا سره به څنګه چلند کوی چې ستاسو په وړاندې کرکه لري؟

که تاسو واقعا غلط کار کړی وي نو بخښنه وغواړئ، مسؤليت يې واخلئ، اعتراف وکړئ چي تاسو تېروتنه کړې، او هغه څه وکړئ چي تاسو يې د سمولو لپاره کولای سئ.

دا هيڅ بد کار ندی چي انسان خپله تېروتنه ومني او د نورو سره د پخلايني لپاره ځان ګرم وبولي ځکه شرعي او انساني اصول همدا غوښتنه کوي چي د کرکي او کينې د ختم کېدلو لپاره دي انسان خپله ملامتيا ومني او د نفس پر لاره دي نه ځي.

او که تاسو کوم غلط کار نه وي کړی بلکي ستاسي مقابل لوری د بدګمانۍ پر اساس ستاسو څخه کرکه کوي بيا نو ښه لاره دا ده چي د هغوی سره ووينئ د امکان په صورت کي يې غلطيا ورته په ګوته کړئ او يا د دريمګړي په واسطه يې سر خلاص کړئ.

خو پدې خاطر چي د انبياو څخه په استثناء هيڅ انسان د تېروتني څخه معصوم ندی نو ممکن دواړه لوري څه ناڅه ملامت وي، مهمه خبره دا ده چي دواړه لوري بايد د کرکي ورک کولو لپاره هلي ځلي وکړي تر څو هم تاسو او هم مقابل لوری په فکري او فزيکي لحاظ د اطمينان او سکون احساس وکړي او د هر ډول خپګان څخه خلاصون ومومي.