په خبرونو کې راغلل چې :
نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د درو بیړنیو پروژو عملي کول تصویب کړي دي
( پښتو DW )
افغانستان ته د پيسو راتګ او په عمراني -خدماتي پروژو مصرفول ډېر ښه او ضروري کار دئ.
مهمه او اساسي خبره داده چې دا پيسې په سمه توګه ، بې له فساده او په شفاف ډول په داسې پروژو او کارونو مصرف شي چې ګټه يې اولس ته ورسيږي او د اقتصادي خود کفايۍ هدف پهکې نغښتي وي .
موږ ټول ددې شاهدان يو چې په تېر شل کلن اشغال کې په ميلياردو ډالر د افغانستان په نامه ولګېدل ، خو نتيجه ئې دا شوه چې افغاني ټولنه په طفيلي ، خيراتي ، مصرفي ، مافيايي او د فساد نه ډکه اقتصاد معتاده او په فساد کې يې په نړۍ اول ځای ونيولو .
نن که افغانان د لوږې ، فقر ، بېکارۍ ، ناروغۍ ، سؤتغذيې او اقتصادي بېوزلۍ سره مخامخ دي ، علت يې د اشغال د وخت د جرمي اقتصاد ( غلا ، غصب ، قاچاق ، رشوت ، اختلاس ، تطميع ، چور او چپاول ) موجوديت و د ازاد بازار تر نامه لاندې ، چې په قصدي او پلان شوي توګه د اشغالګرو او د هغوی د اجنټانو له لوري عملي کېده او په دا شلو کلونو کې هېڅ داسې يوه بنيادي -توليدي پروژه عملي نه شوه چې خلکو ته مطمئن کار ، شغل او مصروفیت پيدا کړي او د خپلو داخلي ضرورتي توکو د تولید او انکشاف سبب او جوګه وګرزي ، بلکې برعکس افغانستان د خارجي مالونو د واردولو او خرڅولو په بې کنتروله بازار بدل شو . د موثرو، مفيدو او ضروري پروژو د عملي کولو په ځای د حيف او ميل او چور مسابقه روانه وه .
نو که په دې شکل او هدف پيسې راځي ، تر راتګ يې نه راتګ ښه دئ .
بله مهمه موضوع د پيسو د مصرفولو صلاحيت ، نظارت ، کنترول او حساب ورکول دي.
اوس چې په افغانستان کې يو مستقل او متعهد نظام حاکم دئ ، نو د پيسو د لګولو او مصرفولو صلاحيت او مديريت بايد مکمل د ااا په لاس کې وي او خارجي انجيو ګانې، جهاني بانک او نورو انستيتوتونه بايد يوازې په فني ، پلاني او مهارتي برخو کې خپل فعاليت جاري وساتي .
ويل کيږي چې دنړيوال بانګ دا پيسې چې د ځينو پروژو د عملي کولو د پاره تخصیص شوي دي د افغانستان د هغو شتمنيو برخه ده چې د امريکا له لوري کنګل شوې دي . مانا دا د افغانستان خپله ملي شتمني ده ، نو د مصرف او لګښت واک يې بايد د افغان حکومت سره وي نه د نړيوال بانګ او يا هغه انجيو ګانو سره چې د امريکې د دولت سره نږدې اړيکې لري .
په ملي کچه د ملي شتمنيو د مصرفولو په اولويت او ضرورت تر هر چا زيات ملي واکمني ښه پوهيږي ، نه خارجي بانکونه او مؤسسې . له همدې وجهې د عاجلو ، ضروري ، لنډمهاله او اوږد مهاله پروژو تشخيص، ارزونه ، په کار اچونه او مديريت په هکله بايد د ااا له لوري تصميم او پرېکړه صورت ونيسي .
زموږ ملي خپلواکي يوازې په سياسي استقلال پورې نه محدوديږي ، بلکې د اقتصادي ، ثقافتي او مديريتي استقلال په لرلو تکميل کيږي او اقتصادي خپلواکي هغه وخت تحقق پيدا کوي چې د خپلو ملي منابعو ( بشرې قوه ، مالي ذخاير ، طبيعي ثروت ) نه استفاده او منجمنټ يې بايد د خپل ملي زعامت، داخلي ظرفيت او ادارې له لوري عملي شي ، نه د بهرنيو موسسو او سازمانونو له لوري .
افغانستان د څلوېښت کلن تحميلي جنګ د مصيبت نه تازه نجات پيدا کړئ دئ او طبيعي ده چې جنکونه د انساني تلفاتو علاوه زموږ ژوند نور اړخونه هم شديد زيانمن کړي دي او پرېمانه خرابيانې يې په ميراث پرېښې دي ، چې د هغوی د رغولو او سمولو د پاره هره بېغرضه مرسته منجمله مالي او اقتصادي قابل د قدر ده او هرکلی ورته ويل کيږي .
خو د مرستو تر نامه لاندې د مداخلو تجربه موږ لرو چې څومره ئې افغان اولس د عذاب او بشري ناورين سره مخامخ کړ .
بناا نور بايد ترخې او عذاب لرونکې تجربې تکرار نه شي او د افغانستان بشپړې خپلواکۍ ته په احترام د افغان اولس د سياسي زعامت سره ،نورهېوادونه ، سازمانونه او انستيتوتونه منجمله جهاني بانک رياليستي تعاملات او اقدامات وکړي .
# د ابادۍ او خدمت جهاد