نن می دا لاندنۍ لیکنه ولیده چی عنوان یی لوستنی ته جلب کړم. ما ویل یوه علمی لیکنه به وی. په اروپایی پاڼه کی لیکل سوی نو حتما خپل اعتبار به نه خاموی. 

لیکنه می له اوله تراخره ولیده خو دابو په هکله تخنیګی بحث می نه ولید. یانی دابو دشتون او نشتون په هکله مالومات نه ول او نه دهغو دمهارولو لپاره تخنیکی، سیاسی، او قانونی مشکلات ویل سوی وه. په علمی لیکنه کی باید نتیجه او پیښنهاد هم باید شامل وی. خو دا چی ابتدایی مالومات په نیستی شمارلای سو نو دنتیجی او پیشنهاد توقع خو بیخی لیری ښکاره سوه. مطلب هیڅ نه وو ویل سوی. 

لیکونکی یواڅی کوشش کړی چی طالبان نافهمه معرفی کړی او ددی لپاره په خپل فکر فرضییی ووایی بل څه نه وو لیکل سی. نو اوس هغه چی دطالبانو په کړو خبر وی نو اقلا باید قضاوت وکړی چی طالبان کوشش کوی یو کار وکړی. پوهیږی او که نه هغوی دیو اقدام په تعمیل باندی اخته دی. یو تعلیم یافته باید سم ووایی چی طالبان په څه نپوهیږی او یا کوم کار یی غلط دی. که لیکونکی خپله حل نلری اقلا اهل خبره خو به ورته متوجه سی. مګر لیکونکی دا هم ندی کړی. 

زما سوال دادی چی روشنفکره باید بیځایه تنقید ونکړی. که نقد لری نو په لازمو مربوطو دلیلو باندی دی هغه بیان کړی. که نه داسی مالومیږی چی لیکونکی نورو ته بیعقل وایی خو په اخر کی دخپلی بیعلمی سند خلکو ته ورکوی. 

لیکونکی ویلی چی خلکو داوبو مشکل ته سیاسی بنه ورکړی وه. دا دا مانا لری چی لیکونکی سیاسی خبره نکوی بلکی تخییکی خبره کوی. خو که ټول مضمون ته وګورو نو پوهیږو چی هغه سیاسی لیکنه ده خو سمه سیاسی لیکنه نه ده. لیکنه دسیاسی لیکنی له مستوی نه په ټیټه توګه لیکل سوی. چه په بل عبارت تبلیغاتی او دعلمی مستوی له مخی مهمله لیکنه ده. هغه صرف یو عقدوی لیکنه بللی سو. 

زما مطلب صرف نقد ندی. زما هیله ده افغانان دتیرو تاریکو مفکرو نه ځانونه آزاد کړی. طالبان صرف په دی چی سیکیولر مکتب یی نه دی ویلی  نافهمه نسی ثابتیدلی. قوی سند باید پیدا سی او یا اقلا قوی نظر باید وویل سی. نقد باید دکار او برنامی وسی او دهغه لپآره مربوط لازم دلیلونه وویل سی. په دی به نور دتیر تاریک دور ناندری ختمی سی او افغانستان به دیو روښان مستقبل په لیاره برابر سی. 

په درناوی

نوټ

هیله ده لاندی تصویر ته متوجه سی او لیکنه ووایاست