وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58]

ژباړه: هغه کسان چي نارینه او ښځینه مسلمانانو ته پداسي شیانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو یقینا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سویدي.

یعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شیانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړی نو دوي د بې ځایه ګمان او لویي ګناه مرتکب سویدي.

پر مسلمان باندي بهتان ویل دومره لویه ګناه ده چي په یو حدیث کي یې پر مسلمان تهمت ویل د هغو پنځو ګناهونو څخه شمېرلی دی چي هیڅ کفاره یا جبیره نلري.

سمرقندي رحمه الله فرمایلي دي: تر بهتان لویه ګناه نسته ځکه چي الله تعالی په قرآن کي د کفر سره یو ځای ذکر کړی دی او فرمایي: فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ.[الحج30]

ژباړه: د بوتانو د چټلۍ څخه او درواغو خبرو(بهتان) څخه ځانونه وساتئ.

مولوي نورالحق مظهري