ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي.
نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړی د هر منافق په وړاندي د خپل هر مسلمان ورور پلوي وکړئ او د آبرو دفاع يې وکړئ او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي پر مسلمانانو باندي بې ځايه تورونه او تهمتونه مه لګوئ.
مَنْ حَمَى مُؤْمِنًا مِنْ مُنَافِقٍ يَعِيبُهُ، بَعَثَ اللَّهُ مَلَكًا يَحْمِي لَحْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ ، وَمَنْ قَفَى مُسْلِمًا بِشَيْءٍ يُرِيدُ شَيْنَهُ بِهِ، حَبَسَهُ اللَّهُ عَلَى جِسْرِ جَهَنَّمَ حَتَّى يَخْرُجَ مِمَّا قَالَ.[شرح السنة3527]
مولوي نورالحق مظهري
19.04.2022
- محمد سرور نیاومن
نن سبا د ځینې خلکو ترمنځ تبلیغات او یا شعارونه ښکته پورته کې کېږي چې: دین مې انسانیت او انسانیت راته له دین څخه مهم دی. د اړیکو او تعامل نښه باید انسانیت وي نه دین. دین د انسانانو ترمنځ کرښه راښکلې، هغوی یې تقسیم او په طبقو وېشلې دي او... ولې آیا په رښتیا هم همداسې ده؟! د دې بحث په دوام کې باید لاندېنیو پوښتنو ته ځواب وویل شي: ۱- دغسې بحثونه ولې په ټولنه کې مطرح شوي دي؟ ٢. دین څه شی دی؟ ٣. انسانیت څه شی دی؟ ۴. دین او انسانیت په خپلو کې څه نسبت او اړیکه لري؟ د ل...
19.04.2022
- نورالحق مظهري
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58]
ژباړه: هغه کسان چي نارینه او ښځینه مسلمانانو ته پداسي شیانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو یقینا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سویدي.
یعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شیانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړی نو دوي د بې ځایه ګمان او لویي ګناه مرتکب سویدي.
پر مسلمان باندي بهتان ویل دومره لویه ګناه ده چي په یو حدیث کي یې پر مسلمان تهمت ویل...