له پلار مې اورېدلي ول، ویل به یې چې د مجاهلینو وخت کې به د مشرقي خواته تلې، لغمان ته نه رسیده د زرداد پاټک ؤ، زرداد د اوکومتیار (حکمتیار) یو قومندان ؤ، دې پاټک جلا قانون درلود، له دې پاټک تېرېدل هومره سخت ول لکه پل صراط چې تېریږې، هر مسافر به چې تیریده اړ ؤ چې د پاټک لپاره هومره خرچه پرې کړي چې پاټکوال یې غواړي، که به یې غږ وکړ چې لس روپې واچوه په کار وه چې بې له عذر یې ورکړې، که په لومړي امر مو پیسې نه ادا کولې، دا پیسې دوه برابره کېدې، مثلا: ویل به یې چې زر افغانۍ ورکړه، که تا ویل چې دا زیاتې دي، یا یې نلرم دوهمه خبره دا وه، چې دوه زره افغانۍ ورکړه او همداسې دا سلسله پورته تله. د انکار په صورت کې له پاټک نشوای تېرېدلی او وهل خو بیا داسې چې د ژوند کولو یې ویستې، په هر حال راځم د قبرس مسلې ته.
دا چې په دې وروستیو کې افغانانو شمالي قبرس هېواد ته مخه کړې او زیادتره د پوهنتونونو له لارې ځي نو ځکه خو غواړم چې دا مسله د ایماني او وجداني دندې له مخې واضیح کړم.
قبرس یا انګریزان ورته سایپرس وايي، د ترکیې هیواد په څنګ په بحر کې یوه جزیره ده، چې د سایپرس یا قبرس په نوم یادیږي، جغرافیايي معلومات یې دلته نه راوړم، یوازې په لنډو کې ددې هېواد او د هیواد د پوهنتونو او سفر کولو په اړه معلومات درکوم.
قبرس دوه برخې لري چې یوه برخه یې د ترکیې تر اشغال لاندې ده او بله برخه یې آزاده ولې خارجي سیاست یې د یونان تر حاکمیت لاندې دی.
د قبرس شمالي برخه د شمالي قبرس ترکيې جمهوریت په نوم یادیږي یا TRNC، چې یوازې او یوازې د ترکیې لخوا په رسمیت پېژندل شوې، د نړۍ هیڅ هیواد دا سیمه په رسمیت نه پېژني او نه هم دې سیمه کې رسمي دفاتیر او نمایندګۍ لري بلکې د ترکیې د یوه لیرې پراته ولایت ارزښت لري.
د شمالي قبرس ځايي اوسېدونکي ډېری ترکان دي، که ووایم له عربو وروسته بد سلوکه او بې مزې خلک دي، د انساني برخورد تمه له ترک قبرسي مشکله ده، پولي ارزښت یې هم خورا جالب دی، خواړه، ترانسپورت، روزمره مصارف په لیره، د کورونو کرایې په دالرو او یورو، ځمکې په پونډ او موتر پکې په یورو تبادله کیږي.
د شمالي قبرس پوهنتونونو کیفیت خورا ټیټ دی، فیسونه یې مناسب ولې نامعلوم لګښتونه چې تاسو باندې چارجیږي زیات دي، مثلا که تاسو ته پوهنتون د قبولۍ ورقه درکړي، د پارکینګ لګښت پکې نه وي لیکل شوی، ولې که تاسو موتر لرئ او کنه د پارکینګ پیسې به ورکوئ، د امینتي خدماتو لګښتونه هم په تاسو چارجیږي، که فرضا پیسې په وخت لکه د زرداد د پاټک غوندې ورنکړئ مقدار یې زیاتیږي او دا مقدار همداسې بره ځي، جالبه خو دا ده چې څومره فراغت ته نیږدې کیږې هومره بېلابېل بیلونه در پسې حسابل کیږي.
د قبرس د پوهنتونونو سند بېدون له ترکیې د بل هیڅ هیواد لپاره مانادار ارزښت نلري، که تاسو ته سند درکول کیږي د ترکیې د سفارت لخوا تاییدیږي، ترکیه د اسناد د قبولېدو ضمانت نه کوي بلکې تاییدوي، لکه افغانستان کې د د خصوصي پوهنتونونو سند د لوړو زده کړو وزارت تاییدوي.
د اوسېدو لګښت پکې خورا لوړ، که یې مقایسه کړې د ترکیې له مصارف دوه سوه فیصده جګ مصارف دي، مثلا که تاسو یو خوراک ډوډۍ خورۍ تاسو اړ یئ چې ۸۰ تا ۱۲۰ لیرو ورکړئ، چې دا همدا خواړه په ترکیه کې د ۱۵ نو ۲۵ پینځه ویشتو لیرو قیمت لري.
په قبرس کې د ترانسپورت سیستم یوازې ټکسي او بسونه دي، چې قیمت یې د ترکیې له خدماتو پینځه چنده لوړ دی، د ترانسپورت له پلوه هیڅ سهولت نشته، که تاسو پوهنتون ته ځئ اړ یئ چې د ورځې ۵۰۰ نه د ۲۰۰۰ په ترانسپورت ورکړئ.
د کورونو کرایې هم جلا مصیبت دی، د پوهنتونونو تر څنګ کرونو کرایې بې حده جګې دي، اما که له پوهنتونونو لیرې سیمو کې بیا هم بل جنجال دی، که یو څوک غواړي کور کرایه کړي، اړ دی چې د دری سوو نه در پینځه دالرو د میاشتې کرایې ته بیلې کړي او شرایط یې هم دا دي چې د دوه یا دریو میاشتې پیشکي، د یوې میاشتې کرایه په کمیشن کې او یوه یا دوه میاشتې پیسې د دیپازیت یا ضمانت په توګه غواړي. د ضمانت پیسې هم رواج ګرځېدلی چې بیرته یې اخیستل د اوسپنې د نینو چیچل دي. مانا دا چې د کور وسایل خورا بې کیفیته او یو بار مصرف وي نو د کور مالک هغه ټول بیرته په کرایه دار حسابوي که وسایل سالم پاتې وي، نو د کور رنګ او روغ حسابوي او که هم جوړ وي د تشناب وسایل حسابوي لنډه دا چې بعیده بریښي چې ترک یا قبرسي ته ورکړل شوې پیسې دې بیرته ستاسو جیب ته راشي.
په قبرس کې کارونه نشته، که شته هم دي ډېر سقیل او مزد یې په نشت حساب دی، که څوک غواړي قبرس ته د کار لپاره راشي نو هغه په وطني اصطلاح دا خوب دې اوبو ته ووايي، دلته کارونه په مشکل پیدا کیږي او دومره سقیل چې مزد او زحمت یې د هر بل هېواد سره مقایسه کړې هر ځای او هر هېواد ترې څو چنده بهتر دی.
د هیڅ هیواد نه تاسو نشي کولای شمالي قبرس ته سفر وکړئ، بلکې یوازېنئ لاره یې له ترکیې هیواد ده، هیڅ هیواد ته پرواز نشته او نه هم د بل کوم هیواد نه دې هیواد ته پروازونه شته، بلکې که ځئ او راځئ لاره مو په ترکیه ده.
د قبرس هوا هم خورا جالبه ده، د اوړي ګرمي یې بیخي وېروونکې زیادتره حشرات او خزنده ګان پکې ژوند وبایلي او د ژمي یخنې یې بیا بېل کیفیت دی، شیبه شدید باد وي او د ښې هوا فرصت کله کله وي.
ډېری هیوادوال د پوهنتونونو له لارې راځي او د قبرس جنوبي برخې ته په قاچاق اوړي، چې دا ډېر بد عواقب لري، دلته یو مثال ورکوم، کلونه مخکې زموږ کور کې موږکان پیدا شول، نو موږ ورته جالبه تداوی پیدا کړي، موږ د شاتو مچۍ درلودې او عسل به کور کې پرېمانه ول، هغه عسل چې د خرڅ او خوراک نه وو، مور مې راوخیستل او په غټ لوښي کې یې واچول، سهار چې ګورو څو موږکان پکې بند ول، نو جنوبي قبرس همدا شان دی، که تاسو غیر قانوني هلته ځئ د همدې مثال لري، له هغه ځایه هیڅ خواته نشئ تللی، که د ګوتو نښه یې درنه واخیسته بیا خو د اروپايي هېوادونو د قبولۍ چانس هم له لاسه ورکوئ.
راځم د پوهنتونونو داخلو، ویزو او دې پروسې ته:
له یاده مه باسئ چې قبرس فزیکي ویزه نلري، د قبرس ویزه آن ارایول، مانا دا چې کله تاسو د قبرس حدودو ته داخل شوئ پولیس تاسو ته د داخېلېدو اجازه درکوي او یا یې هم نه درکوي، پس څو چې قبرس ته داخل شوي نه یاست ویزه نلرئ، چې جزیرې ته د داخلیدو اجازه مو واخیسته وروسته کولای شئ پورتل یا الکترونیکي سیستم کې ویزې ته اپلای کړئ چې خورا کم لګښت لري هغه هم معاینات او کم مقدار فیس، د قبرس د ټولو پوهنتونونو داخله وړیا ده، یانې هر څوک کولای شي د خپل کمپیوتر له شا قبرس کې پوهنتون کې داخله واخلي، بې له دې چې د اپلیکشن لګښت ورکړي.
که څوک د ټولو برو مواردو سره سره غواړي د قبرس په کوم پوهنتون کې داخله واخلي، نو اړینه نده له کوم کمیشن کار یا یا کوم تحصیلي شرکت سره یې مطرح کړئ، بلکه هر څوک بې له کوم مصرف او لګښت کولای شي په مستقیم ډول په پوهنتون کې داخله واخلي، د قبرس پوهنتونونه هر هغه برحال محصلینو ته چې بل محصل راولي یا یې تشویقوي کمیشن یا پیسې ورکوي.
کله د ځینو کمیشنکارانو او تحصیلي مشورتي دفترونو په فسبوک صفحو وینم لیکلي ېې وي د قبرس ویزه، د قبرس فامیلي ویزه او د قبرس د کار ویزه، حیران شم، دا ټول دروغ او ستاسو پیسې په بډه وهي، په تاکید سره وایم چې د قبرس پوهنتونونو داخلې وړیا دي، د قبرس ویزه آن ارایول او قبرس ته له داخېلېدو مخکې هیڅ لګښت نلري او دا پروسه هېڅ کوم بل پټ لګښت نلري.
که بیا هم غواړئ د قبرس ویزه واخلئ تاسو کولای د قبرس هر پوهنتون کې په خپله داخله واخلئ، د پوهنتون سره په تماس کې شئ دوی تاسو ته لارښوونه کوي، د داخلې له شروع تر قبولېدو هر څه وړیا دي، چې کله قبول شوئ پوهنتون تاسو ته کندېشنل آفر لیږي، د کنډېنشل آفر له مخې تاسو پرداخت کوئ او تاسو ته د اکسیپننس یا قبولۍ ورقه لیږي، په همدې ورقه تاسو کولای شئ قبرس ته سفر وکړئ، کله چې میدان هوايي ته راورسېدلئ د قبرس پولیس یا تاسو داخل ته پریږدي اجازه درکوي او یا هم نه، یانې یا ویزه درکوي او یا یې نه درکوي اما په یاد مو وي چې د پردې تر شا هیڅ کوم لګښت نشته او نه راځي.
دا لیکنه مې د څښتن د رضا، د هېوادوالو لپاره د معلموماتو لپاره وکړه، دا چې زه دوکه شوم نه غواړم نور هېوادوال مې دوکه شي.
که غواړئ له کوم بل لیکوال یې هم واورئ د بی بی سی دا راپور هم ولولئ:
https://www.bbc.com/news/world-europe-47170419
و ما علینا الا البلاغ

هلال سمسور، د قبرس لړمنانو چیچلی محصل