ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

بهتان څشي ته وايي؟

مناوي رحمه الله فرمايي: بهتان هغه درواغو ته وايي چي اورېدونکی حيرانوي او په تعجب کي يې اچوي.

کوفي رحمه الله فرمايي: بهتان هغه درواغو ته ويل کيږي چي اورېدونکی په تعجب کي اچوي او تر درواغو ډېر بد کار دی او چي د متهم مخي ته ويل کيږي بيا افتراء ورڅخه جوړيږي.

خلاصه: بهتان هغه درواغو ته ويل کيږي چي په يو چا پسې نا حقه تړل کيږي او چي کله يې هغه واوري هک پک پاتيږي ځکه داسي کارونه ورپسې تړل سوي وي چي هغه نه وي کړي. 

 

د بهتان شرعي حکم:

په اتفاق سره د ټولو فقهاو بهتان ويل پر مسلمان باندي حرام دی او کوونکی يې د لويي ګناه مرتکب دی.

 

بهتان ويل د قرآن له نظره:

وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58]

ژباړه: هغه کسان چي نارينه او ښځينه مسلمانانو ته پداسي شيانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو يقينا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سويدي.

يعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شيانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړي نو دوی د بې ځايه ګمان او لويي ګناه مرتکب سويدي.

په قرآن شريف کي چي الله تعالی د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د مؤمنو ښځو د بيعت يادونه کوي يو پکښې دا دی چي: وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ. يعني دوی ستا سره پر دې باندي بيعت کوي چي دوی به بهتان نه وايي.

 

بهتان ويل د احاديثو او آثارو له نظره:

1- ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي.

مَنْ حَمَى مُؤْمِنًا مِنْ مُنَافِقٍ يَعِيبُهُ، بَعَثَ اللَّهُ مَلَكًا يَحْمِي لَحْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ ، وَمَنْ قَفَى مُسْلِمًا بِشَيْءٍ يُرِيدُ شَيْنَهُ بِهِ، حَبَسَهُ اللَّهُ عَلَى جِسْرِ جَهَنَّمَ حَتَّى يَخْرُجَ مِمَّا قَالَ.[شرح السنة3527]

2 - ژباړه: فضيل رحمه الله وايي: په آخره زمانه کي به داسي خلګ پيدا سي چي بهتان به وايي او عيبونه به پيدا کوي، ددوی څخه ځانونه وساتئ ځکه دوی بدترينه د مخلوقاتو دي، ددوی په زړونو کي د اسلام نور نسته، دوی شرير خلګ دي او ددوی هيڅ عمل به الله تعالی ته نه پورته کيږي.

يعني په آخره زمانه کي به داسي خلګ پيدا سي چي پر نورو مسلمانانو به تهمتونه وايي او په هغوی کي به د ځانه څخه عيبونه پيدا کوي؛ د داسي خلګو څخه ځانونه وساتئ ځکه چي دوی تر ټولو خلګو شرير دي، ددوی په زړونو کي د اسلام نور نسته او ددوی هيڅ نيک عمل به د الله لوري ته د قبوليت لپاره نه پورته کيږي يعني ددوی هيڅ عمل به نه قبليږي.

سمعت فضيلا، يقول: في آخر الزمان قوم بهاتون، عيابون، فاحذروهم، فإنهم أشرار الخلق، ليس في قلوبهم نور الإسلام، وهم أشرار، لا يرتفع لهم إلى الله عمل.[التوبيخ والتنبيه 202]

محمد بن حسين د يوه حکيم په حواله وايي: الْبُهْتَانُ عَلَى الْبَرِيءِ أَثْقَلُ مِنَ السماوات السَّبْعِ. يعني پر پاک انسان باندي بهتان ويل تر اوو آسمانونو دروند دی.

پر مسلمان باندي بهتان ويل دومره لويه ګناه ده چي په يو حديث کي يې پر مسلمان تهمت ويل د هغو پنځو ګناهونو څخه شمېرلی دی چي هيڅ کفاره يا جبيره نلري.

سمرقندي رحمه الله فرمايلي دي: تر بهتان لويه ګناه نسته ځکه چي الله تعالی په قرآن کي د کفر سره يو ځای ذکر کړی دی او فرمايي: فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ.[الحج30]

ژباړه: د بوتانو د چټلۍ څخه او درواغو خبرو(بهتان) څخه ځانونه وساتئ.

 

نتيجه:

نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړو د هر منافق په وړاندي بايد د خپل هر مسلمان ورور پلوي او د آبرو يې دفاع  وکړو او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي پر مسلمانانو باندي بې ځايه تورونه او تهمتونه و نه لګوو.

همداسي که غواړو الله تعالی زموږ عبادتونه لکه: لمونځ، روژه، زکاة، حج او نور را څخه قبول کړي بايد پر خپل مسلمان ورور بهتان او تهمت و نه وايو؛ داسي نه وي چي ځانونه په عبادتونو ستړي کوو او د حج او نورو مالي عبادتونو لپاره ډېر لګښتونه کوو خو پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تورونه هم لګوو چي دا نو بيا په دنيا کي هسي ستړيا او په آخرت کي لويه رسوايي ده.