ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
الله پاك لكه انسانان چي يې د ژبي، ځای، رنګ، غناء او فقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله د يو حكمت له مخي متفاوت او متمايز پيدا كړي دي همدا راز يې د استعدادونو، ذكاوت، ټنبلۍ او ځيركتيا له مخي هم متفاوت او متمايز پيدا كړي دي، كوم خلګ چي الله پاك د ذكاوت او ځيركتيا نعمت وركړی وي او بيا يې هغوی ته د استعمالولو توفيق هم وركړی وي نو هغوی د خپل علمي استعداد څخه په ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلګو ته خدمت وكړي، د خپل استعداد په واسطه خلګو ته د هغوی د ژوند مختلفي لاري چاري د مختلفو موخو لپاره أنځور او د مثبتو چارو د پر مخ بيولو او منفي څخه يې د ډډه كولو لپاره مختلف اړخونه روښانه، او ورته هراړخيزي لار ښووني وكړي.
چي يوه لاره يې ليكوالي او تأليفات دی چي ددې لاري څخه ډېرو ليكوالانو او مؤلفينو د خپلو علمي استعدادونو نتيجه او زيار ايستلو مثبتي پايلي خلګو ته په ليكنو او تصنيفاتو كي وړاندي كړيدي، او د انسانانو د ژوند په ډېرو برخوكي يې ليكني او يا تأليفات كړيدي.
پدې كارسره ليكوالانو او مصنفينو په رښتيا چي خپله علمي دنده سرته رسولې او موږ ته يې د يوې خوا ډېره لويه علمي زېرمه په لاس راكړېده، چي موږ يې بايد منندوی سو او د دوی شكريه آداء كړو او د ليكنو څخه يې درسته او سمه استفاده وكړو او د بلي خوا يې د خپل قلم او ګوتو په ژبه راته داسي الهام وركوونكي تصريحات كړيدي چي په ژور فكر سره ورته غوږ نيول او په دقت سره يې لوستل دداسي فكر د احياء سبب كيږي چي انسان دي د ځانه سره سوچ وكړي چي زه هم د دوی غوندي انسان يم دوی چي دومره ګټوري ليكني او تصنيفات كړيدي، زه يې ولي نسم كولای؟.
چي په نتيجه كي په انسان كي د پرمختګ او ارتقاء روحيه پيدا كيږي او ددې لامل كيږي چي انسان دي د يوې خوا د دوی له سيرت او ژوند د څرنګوالي څخه ځان خبركړي او د بلي خوا دي ځان د دوی غوندي جوړ كړي.
خو د دوی څخه مننه، د دوی د ليكنو څخه درسته استفاده، د دوی په سيرت باندي د ځان خبرول او د دوی غوندي د ځان جوړول هغه وخت ممكن دي چي د يوې خوا د دوی ليكني او تصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغيير څخه وژغورل سي او د بلي خوا دي د هر چا ليكنه او تصنيف وهغه ته منسوب كړل سي.
همدا راز دي دوی ته د دوی د زيار ايستلو پخاطر دعا وسي او ورڅخه دي شكر آداء سي.
ځكه كچيري ليكنه او يا تصنيف تحريف سي نو دا معلومه خبره ده چي ليكنه او يا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي په ځينو مواردو كي يې محتويات پوره تغيير كوي چي بيا ورڅخه درسته استفاده كول ګران دي.
ځكه چي هر ليكوال ځان ته د خپلي ليكني څخه غرض او موخه لري او هرڅوك د خپل استعداد او ظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يو ځانګړی او خاص سبك او طريقه وركوي، نو چي كله يې په ليكنه كي بل څوك دخل وكړي دا ټولي ځانګړتياوي او د پام وړ ټكي له منځه ځي، او په هغه صورت كي خو چي تحريف يې رسوا او ښكاره سي خلګ ورڅخه بيخي قصدا هيڅ ګټه نه پورته كوي ځكه چي دې ليكني او تصنيف ته د يو نيمكړي او تغيير وركړل سوي په سترګه ګوري.
همدا راز كه يې د ليكونكي او مؤلف نوم تغيير وكړي نو له يوې خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي او د بلي خوا به ورڅخه پورته أهداف لاسته رانسي، ځكه د هرچا خبره ځان ته ځای او د منلو ځانګړی مقام لري.
د يو چا خبره ډېره مؤثره تماميږي خو د بل چا هماغه خبره بيا هيڅ تأثير نه لري، همدا راز دا به هم ډېره ګرانه سي چي سړی دي د ليكونكي په سيرت باندي ځان خبر كړي بيا دي دغه ليكنه د هغه د سيرت سره مقايسه كړي د ځان متأثره كېدل ورڅخه خو لا هلته پرېږده.
دا معلومه خبره ده چي تحريف او تغيير د نوم، د هغوی څخه د منني او شكر كولو خلاف دی، ځكه چي هغوی پر ليكني او يا تصنيف باندي زيار ايستلی د هغه په انشاء او مرتب كولو كي يې ډېر زحمت ګاللی، نو چي كله تحريف سي او يا يې د ليكوال نوم ور بدل سي د هغه ليكوال او مصنف زيار او زحمت پوره له پامه غورځول كيږي چي دا كار لومړی دغه چا وكړ چي ليكني ته يې تغيير وركړ او بيا د هغو خلګو څخه كيږي چي په ليكونكي باندي يې خبر ندي چي په نتيجه كي هم تغيير وركوونكی او هم نور لوستونكي د ليكوال څخه د منني او هغه ته دعا كولو د وظيفې د نه آداء كولو مرتكب كيږي پداسي حال كي چي په حديث كي راځي: من لم يشكر الناس لم يشكر الله.[ سنن ترمذي 1955]
يعني چا چي د خلګو شكر آداء نكړ هغه د الله پاك شكر هم ندی آداء كړي.
دا كار نه تنها دا چي ليكنو او تصانيفو ته لوی تاوان دی بلكي هغه خلګو ته يې تر دې لا هم ډېر تاوان رسيږي چي دغه كاركوي، د يوې خوا يې د الله پاك لخوا وركړل شوی عزت او آبرو له منځه ځي، خلګ يې پر نورو ليكنو چي خپله يې كړيدي هم بد ګمانه كيږي او څوك ورباندي باور نه كوي.
او د بلي خوا يې ددې منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي، يو خو يې د خدمت او علم څخه بركت پورته كيږي او بل پدې خاطر چي دا كار غلا او سرقت دی ګناه ورته لري.
امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي: څوك چي دغسي كاركوي د هغه علم ورته هيڅ منفعت او بركت نه لري.
همدا راز پدې بد عادت باندي د روبدي كېدلو په صورت كي يې لرونكی استعداد هم له منځه ځي، ځكه چي كله نفس په سهولتونو باندي عادت سي بيا ورته د زيار او زحمت كښل ډېر سخت وي په ځانګړي توګه د كامپيوټر او ټلفنونو د كاپي او پسټ څخه يې استفاده كول د ټولو زحماتو چي بايد يې د يوې ليكني په آماده كولو کي وكاږي ځای نيسي چي دا يې د علمي استعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.
همدا راز ددې كار كوونكي كه دغه كارقصدا ددې لپاره كوي چي خلګ يې ددي ليكني او تصنيف په خاطر ستاينه او تعريف وكړي بايد پدې باندي هم سرخلاص كړي چي دغه كار يې د يوې خوا د حقيقت پر خلاف دی او د بلي خوا د يهودو د علماؤ او يا منافقينو سره چي الله پاك يې دداسي غوښتنو پخاطر غندي، پدغه عمل كي د ځان مشابه كول دي.ځكه چي هغوی هم غوښتل پر داسي كارونو باندي ددوی مدح او صفت وسي چي دوی نه كول.
الله پاك ددوی په هكله فرمايي: وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا.[ سورة آل عمران 188]
يعني دوی خوښ لري چي د دوی تعريف دي وسي په هغه شيانو باندي چي دوی ندي كړي.
په احاديثو كي هم ددې كار منعي ته اشاره سوېده او دا كار يي د"انتحال" په نامه باندي ياد كړی دی چي معنی يې همدغه د يو چا د ليكني او يا تصنيف وځانته نسبت كول دي.
د امام بيهقي په سنن كبري كي راځي: عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ.[ سنن الكبري للبيهقي 21439]
يعني دغه علم به د هري وروستنۍ ډلي څخه و عادلانو او با انصافو خلګو ته پاتيږي چي دوی به ورڅخه تأويل د ناپوهانو خلګو ليري كوي همدا راز به انتحال د باطل كوونكو ليري كوي او همدا راز به تحريف د تجاوز كوونكو ور څخه ليري كوي.
په مرقات كي يي د"إنتحال" د تعريف په هكله ليكلي دي:
(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَایلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[ مرقات المفاتيح شرح مشكوة المصابيح 248]
يعني انتحال: د بل چا په قول او شعر باندي دعوه كول او و ځانته يي نسبت كول دي.
همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله په حاشيه كي د شرح الوقاية فرمايي:
فقد تطلق السرقة على استراق السمع وقد تطلق على السرقة في الصلاة، وهي أن يؤديها ناقصة، وقد تطلق على الانتحال في التصانيف، وقد تطلق على قطع الطريق.[ عمدة الرعاية حاشية شرح الوقاية كتاب السرقة]
يعني د سرقت اطلاق كله كله په غلا كولو د خبرو كيږي او كله كله يې اطلاق د لمانځه پر غلا باندي كيږي او هغه داسي چي لمونځ نيمګړی وكړي، اوكله كله يې اطلاق پر غلا كولو د تصانيفو كيږي اوكله كله يې اطلاق پر نيولو د لاري كيږي.
همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي:
الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفایدة التي تستغرب إلى قایلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه وحاله ومن أوهم ذلك وأوهم فيما يأخذه من كلام غيره أنه له فهو جدير أن لا ينتفع بعلمه ولا يبارك له في حال. ولم يزل أهل العلم والفضل على إضافة الفواید إلى قایلها نسأل الله تعالى التوفيق لذلك دائما.[ بستان العارفين للنووي]
يعني:دين نصيحت دی او د جملي څخه د نصيحت دادی چي يو ناشنا فايده بايد د هغه ويونكي ته منسوبه كړل سي، نو چي څوك دغسي وكړي الله پاك به يې په علم او حالت كي بركت كښيږدی، او كه څوك د بل چا خبره داسي بيان كړي چي ګويا هغه دده ده نو هغه سړی ددې لائق دی چي د خپل علم څخه دي ګټه پورته نكړي او نه دي دده په حال كي بركت كښېښودل سي، او تل اهل علمو همداسي كول چي (ويل كړل سوي) فایدې به يې د هغو ويونكو ته منسوبولې. الله پاك دي تل ددي كار توفيق راكړي.
او إمام سيوطي رحمه الله فرمايي:
ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قایله.[ المزهر في علوم اللغة للسيوطي]
يعني بركت د علم او د هغه شكر آداء كول دادی چي نسبت يې ويونكي ته وسي.
همدا راز په فتاوي الشبكة الإسلاميه كي راځي:
حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قایله والفكرة إلى صاحبها لينال هو دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.[ فتاوي الشبكة الإسلام فتوي رقم 17339]
يعني: شريعت حرام كړی دی دا چي څوك دي د بل چا قول ځان ته منسوب كړي، او يا دي و هغه چاته منسوب كړي چي هغه قول يې نوي كړی. او د يوچا د قول نسبت كول هغه ته ځكه ضروري دی چي كه يې په هغه قول كي ښيګڼي نغښتي وې نو پر هغه قول باندي مرتب ثواب وده ته ورسيږي نه و بل چاته، اوكه يي په قول كي بدي نغښتې وي نوګناه يې هم وده ته ورسيږي.
خلاصه دا چي د بل چا ليكنه او يا تصنيف په خپل نامه نشر كول:
1 . د ليكني حيثيت او اعتبار له منځه وړي.
2 . په صورت كي د تغيير، د ليكني څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.
3 . د اصلي ليكونكو او مصفينو ياد او د هغوی په سيرت باندي د خبرېدلو ليوالتيا ختمه وي.
4 . د اصلي ليكونكو او مصنفينو زيار اېستل او د هغوی خدمات له خلګو پټوي.
5 . إنسان د علمي غلا مرتكب كيږي.
6 . إستعدادونه ورسره وژل كيږي.
7 . د الله پاك د شكر څخه انسان محروم كيږي.
8 . د قصد په صورت كي انسان د يهودو او يا منافقينو سره پداسي عمل كي مشابه كيږي.
9 . د شريعت د مخالفت له كبله انسان د ګناه مرتكب، معنويات يې ختم او بركت يې د علم څخه پورته کیږي.
نو بايد زموږ ليكوالان، مبلغين او د دين رسوونكي دغه خبره پوره په پام كي ونيسي ترڅو چي الله پاک يې هم په خدمت كي بركت كښيږدي او هم یې د ګناه كولو څخه وساتي.