ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

نن مي د ملا علي قاري رحمه الله کتاب مطالعه کوی چي مخته مي د ځینو هغو خلګو بحث راغی چي ځانونه تصوف ته منسوبوي او د ذکر په حالت کي لغتکي او پلپتکي وهي، چیغي وهي او خپل کالي پر ځان باندي څیري او ډېر نور عجیب او غریب حرکات کوي.

راځئ خپله د ملا علي قاری رحمه الله خبرو ته! لومړی یې ژباړه درته ایږدم بیا یې عربي متن.

د ملا علي قاري رحمه الله د وینا ژباړه:

بايد هغه صوفیان چي د وجد او محبت دعوه کوي د ږغ د پورته کولو او کالیو څیري کولو څخه چي د غزلو اورېدلو په وخت کي یې کوي بند کړل سی.

د چیغو وهل او د کالو څیري کول د قرآن د ویلو سره نه رواکیږي نو د غزلو د ویلو سره به څنګه روا سي؟ سره ددې چي هغه حرام هم دي.

بیا په خاصه توګه زموږ په زمانه کي چي فسق پکښې ډېر سوی، ډول ډول بدعتونه پکښې ښکاره سوي او یوه ډله پکښې مشهوره سوې چي د علماو په ګاڼه یې ځان ښایسته کړی او د نیکو خلګو کالي یې اغوستي دي پداسي حال کي چي ددوی زړونه د مردارو شهوتونو او فاسدو غوښتنو څخه ډک دي نو دا د تعجب خبره ده چي دوی د الله پاک د محبت دعوه کوي  خو د پیغمبر د سنت مخالفت کوي په لاسونو باندي چکچکي کوي، پښې پر مځکه وهي، په خپلو خولو باندي چیغي وهي او داسی شیان ښکاره کوي چي ددوی په زړونو کي نسته؛ همدا راز مختلف حرکتونه کوي او تر خولو یې زګان وځي، تر داسي اندازې چی ناپوهان او بې عقلان عام خلګ پر دوی باور کوي او ددوی سره یوځای کیږي، دوی ته مالونه ورکوي، ځانونه دوی ته منسوبوي او پر دوی باندي لګښت کوي. 

الله پاک دي مو ددوی د شر څخه وساتي

ويجب منع الصوفية الَّذين يَدَّعون الوَجْد والمحبة عن رفع الصوت وتمزيق الثياب عند سماع الغناء، مع أنّ ذلك حرامٌ عند سماع القرآن، فكيف عند سماع الغناء الذي هو حرام؟ خصوصاً في هذا الزمان الذي اشتهر فيه الفسق، وظهرت فيه أنواع البدع، واشتهرت فيه طائفة تَحَلَّوا بحِليةِ العلماء وتَزَيَّوا بزيّ الصُّلحاء، والحال أنّ قلوبهم ممتلئة من الشهوات الكاسدة، والأهواء الفاسدة. فالعجب منهم أنهم يدّعون محبة الله ويخالفون سنة رسوله صلى الله عليه وسلم فيصفقون بأيديهم، ويضربون بأرجلهم، وَيَصْعَقُون بأفواههم، ويُظْهِرُونَ (ما ليس في قلوبهم، ويتحرَّكون) بحركات مختلفة في أبدانهم، والأزباد تنزل من أشداقهم، حتى (إنّ) الجهّال والحَمْقَى من العامة يعتقدونهم ويلازمونهم (ويقصدونهم)، ويعطونهم ويَنْسُبون أنفسهم إليهم، وينفقون (عليهم)، أعاذنا الله من شرّهم وشرّ ما لديهم.[ فتح باب العناية بشرح النقاية تصنیف ملا علی قاري رحمه الله]