مقالې


تعامل

از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار گویندگان و نویسندگان افغانی کلمهٔ (تعامل) بیشتر از پیش مورد استعمال قرار گرفته و در محیط سیاسی و اجتماعی افغانستان طرح تعامل بین اطراف مختلف سیاسی بعضاً سوالها و سؤتفاهمات را در اذهان ایجاد می نماید که در این مقالهٔ مختصر تا حدی به روشنی موضوع پرداخته می شود. تعامل enteraction در لغت به ارتباط متقابل، سروکار داشتن، کنش و واکنش متقابل و با یکدیگر داد و ستد کردن را می گوید و در اصطلاح عبارت از پروسه و حالتی است که در آن دو یا چند نفر، گروه، دستگاه، یا

07.05.2024 نور محمد غفوری

د سمندر په خیټه کې ، د علم مباح تونل

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي. دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کال

04.05.2024 ولي الله ملکزی

فډرالېزم: خیالي طرحه د تجزيې له ارمان سره

په دې وروستیو کې دپرځول شوي جمهوري نظام ځینې قومي سیاستوال، چې له هېواده وتلي، په داسې حال کې د فډرالېزم طرحه وړاندې کوي، چې د واک پر مهال یې فډرالي طرحه په کلکه ردوله، لکه سرور دانش، خو اوس پرې لیکنې او شننې لیکي او د ټولنیزو رسنیو ځینې چلونکي یې زمزمه کوي. سرور دانش او له هېواده وتلي ځینې نور قومي سیاستوال لمړني فډرال غوښتونکي نه دي، بلکې ځینو قومي سیاستوالو له وړاندې د هویت پېژندنې او قومي سیاست ( Identity and Ethnic Politics ) کړی او په ترڅ کې یې د فډرالېزم غوښتنې کړي، لکه طاهر بدخشي، سلط

03.05.2024 بشرمل پسرلی

افغانستان یوسل اولس کاله مخکې

افغانستان داوخت په مالی ، تجارتی، کانو اولاسی کارونو، مخابراتو ، مواصلاتو،فوائید عامې، کر کېلې او مالدارۍ، روغتیا ، معارف ، مطبوعاتو، عدلی محکمو، کورنیو چارو، دفاعی چارو ، مقنن،اجرایئه، اوقضایی برخو کې په چټکتیا ګامونه پورته شو سره له دې چې مخابراتی ، سوشال میدیا او مواصللتی برخې په نړۍ کې دومره پرمختګ نه وه کړی.همدغه وخت کې دغلامۍ او مریی توب هم لغوه شوې وه.راځی دغه برخې لږ نور هم راوسپړو : دمطبعې په برخه کې: دلیتو ګرافی، تېپوګرافی،زینګو ګرافی بنسټ رامنځ ته شوی وه .مطبعه دافغانستان په حج

27.04.2024 ع. شریف زاد

ګفتمان او ګفتګو یودبل سره توپیر لری

داډیر اسانه ده چې ځان دافغانستان دنړیوالو اړیکو او ستراتیژیو رئس په توګه خلکو ته ځان وښودل شی. خو دکلیماتو ،فقرې، یوې معضلې څېړنه بیا دبحث بله برخه جوړوی . داسې شوقی کسانو چې یو شمیر یې له لېوانو هم بدتر دی په اماتورو چینلو کې دسیاسی کار پو هانو په نوم دایمی بسترې اچولې دی . دغه عوام فریبه ، فتنه ګر او بلواګر ډیر دی. یوشمیر یې په ځانګړیو کلیماتو خپل ځان تیر باسی او فکر کوی چې په ډیره لوړه کچه پوهه لری او ډیر په قلقلو لګیاوی . شخصی کرکه یې له واخان څخه ښکاری . مثلا وایی بار بار دغه کلیمه ا

21.04.2024 ع شریف زاد

د کلماتو غلط استعمال

اکٿرا شاعران په اشعارو کى ځينى کلمات غلط استعمالوى مٿلا : رقيب = ساتونکى او نګهبان, عربی کلمه ده او د الله ج د ۹۹ نومونو څخه يو نوم دى مترادف د رقیب: حریف، مدعی، معارض، موکل، مراقب، اود رقيب جمع رقيبان دى او په دى لاندى اية کى د ساتونکى په معنى راغلى دى يعنى هره خبره چى زمونڔ له خولى وزى هغه د څارونکى پواسطه ٿبتيڔى په لاندى مبارک اية کى وګورى ; [سُوۡرَةُ قٓ : 18] مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ژباړه :هيڅ داسي لفظ د هغه له خولې څخه نه راوزي چي

18.04.2024 الحاج ديپلوم انجنير سيدرقيب شاه (هاشمي)

مسؤليتونه او وظايف د وخت او شرايطو سره تغير کوي

  د مستقيم اشغال د وخت حالت ،مبارزه او وظايف او د اشغال د ختمېدو نه وروسته وضعيت او مسؤليتونه يو د بل سره ډېر توپير لري . هغه وخت دوښمن معلوم وو (اشغالګران او اجنټان ئې ) ، ادرس يې ښکاره و( نظامي قشلې ، بېسونه او مرکزونه)، هدف واضح و ( د اشغال ختمول ، وطن خپلواک کول ، شر-فساد له منځه وړل او دټولنيز عدالت په بنياد د ژوند کولو د پاره د يوه ديني-ملي نظام استوارول ) او د امتياز، قدر ،عزت او نوم درجه او معيار(په مبارزه کې صداقت او قربانۍ ته چمتووالی او تلوسه ) معين وو . هر مسلمان ا

17.04.2024 د،ب،هيښ

فقر،عوامل او له منځه وړل يې

په ټولنه کې د ټولو بدبختيو ، نا امنیو ، مداخلو او جنګونو ستر عامل فقر او بېکاري ده. فقر يوه مصنوعي او غير طبيعي پديده ده ، چې د قدرت-شهرت-ثروت اوشهوت د معتادو لېونيانو له لوري خپلو شومو غرضونوته د رسېدو د پاره په ټولنه تحميل کيږي . فقر مانا په ټولنه‌کې بېعدالتي او طبقاتي توپير. هغه ټولنه چې فقر بېداد کوي ،د چانسونو او منابعو نه استفاده يوازې د يوه محدود قشر ( اشخاص ، کورنۍ ، ډله او يا ګوند ) پورې منحصر وي ، د ټولنې لوی اکثريت ور نه محروم او غير عادلانه او غيرمتوازن سياسي-ا

14.04.2024 د،ب،هيښ

ملی حاکمیت ،دخاورې تمامیت، او فردی خپلواکی

سورة النسآء مدنیة څلورمه سپاره، څلورم سورة لومړۍ آیة دخبرې مبرمیت: په تېرو سورتونو کې دایمان اصول اوکلی قاعدې بیان شوی په دې سورة کې ددنیا دژوند لپاره دامن اصول ، او تړلی مراتب بیان شوی. په ټولنه کې پر ظلمونو دفع او منع کول او دجاهلیت په طریقو باندې رد ذکر شوی. دسورة دعوی: دامن قوانینو بیان اود ظلم دفع او دا په لاندې لومړی ایة کې راغلی دا دظلم دوه ډوله موږ ته راښیی : حقوق العباد حقوق الله چې شرک دی نو له دې وجې څخه یې دتقوی امر دوه کرته یاد کړی . یایهاالناس اتقو رب

06.04.2024 ع.شریف زاد

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري اتلسم تلین یاد

موږ د تورې او جهاد خلک ډېرښه پېژنو, خو دعلم او قلم خاوندان لږ پېژنو د مځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلو هيوادوالو په برياو وياړي، هغوي نازوی اوتاريخپوهان هغه دتاريخ پاڼوته رسوي، ترڅو دهيواد راتلونکي نسلونه دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوي له قهرمانانونه پوره خبر ووسي. دعلمی ،فرهنگي اوادبی شخصيتونونازول همدارنګه د تاريخي وياړونو اوتاريخي ارزښتونوساتل یوه کړنلاره ده چې له بده مرغه لکه څنګه چې پکار ده په پښتنوکې يې هغه شان څرک نه لیدل کیږي . دايوه پوښتنه ده چې ښايي مو

04.04.2024 پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی

روغ او خوشحاله ژوند !

ایا روغتیا او خوښي هغه څه ندي چې موږ ټول يې هیله لرو او غواړو یې؟ خو پوښتنه دا ده چې څرنګه یې ترلاسه کړو. ایا د ډیرو شتمنیو په لرلو سره؟ په مشهور کیدلو سره؟ یا د ټولنیزو رسنیو په کانالونو کې د ډیرو مینوالو په لرلو سره؟ څیړنې ښیي چې خوښۍ له دې ټولو سره هیڅ تړاو نلري او په بشپړ ډول له نورو عواملو سره اړیکې لري. د ښو اړیکو په درلودلو سربیره، ستاسو د بدن دننه ماشین یا موتور ته پاملرنه یو ډیر مهم فاکتور یا لامل گڼل کیږي. راځئ چې دلته د همدغه داخلي ماشین د ښه جوړولو لپاره، دغو ا

03.04.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

طلاتپه

طلاتپه د افغانستان په شمال کې د شبرغان ښار په پنځه کیلو متری کې موقیعت لري. د طلا تپه اثار چې د (2) زره کالو راپدې خوا د خاورې لاندې و، د شپږو قبرونو څخه چې (یویې نارینه او پنځه ښځینه و) لاسته رغلل. د دغه سیمې په اړه څيړنې چې د کاوش په نوم عالم لخوا پیل شوي وې، په پایله کې د (20) زرو څخه زیات تاریخي اثار لاسته راغلل. په دغه پخواني اثارو کې سیکې، د غاړې امیلونه، قیمتي ډبرې، کمر بندونه، او تاجونه شامل دي. د څیړونکو په باور دغه اثار د کوشانیانو او یوناني باختري دولت پورې اړه لري. د دې قبرونو

03.04.2024 ظبیح الله

ولې يوګوسلاويا هېواد تجزيه شو؟

یوگوسلاویا چې په سویل‏ ختيزې او مرکزي اروپا کې پروت هیواد وو ، په دريو سياسي جفرافياوو ( د یوګسلاویا فدراله پادشاهي، د یوګسلاویا جمهوریت او د یوګسلاویا سوسیالیستي جمهوریت) باندې اطلاق کېده .داهېواد د بهرنيو دسیسو اوجګړو په پايله کې تر ۲۰۰۸ کال پورې په اوو هیوادونو (بوسنیا- هرزه‏ګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صربيا او وسلووینیا) وویشل شو. يوګوسلاويا چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۱۸ کې د سلووانيا، کرواسي او صربيا دولتونو له ادغام څخه رامنځ ته شوی هېواد و. لومړی پيټر یې لومړی

27.03.2024 محمد سليم سليمان

د اتصال لاره!

مقدمه: په نړۍ کي د لومړنۍ اوسپني پټلۍ له رامنځته کيدو څخه شاوخوا دوې پیړۍ تېرېږي. د افغانستان په څېر په وچه کي راګیر هېواد، چي د اوسپني پټلۍ په واسطه ټرانزیټ او ټرانسپورټ ورته تر ټولو ارزانه تمامېږي، تراوسه د اوسپني پټلۍ ځانګړې شبکه نه لري. په افغانستان کي په لومړي ځل د اوسپني پټلۍ په ۱۹۰۴م کال کي د کابل جنوب لویدیځ ته د ماشین خانې په فابریکه کي د بخار ماشینونو د لرګیو د راوړلو لپاره له چهاردهي څخه یو کم عرضه پټلۍ د آمیر حبیب الله خان په دوره کي جوړه شوه، چي د ریل دا پټلۍ شايد په

24.03.2024 نذيراحمد نصرت

د امریکانو کوږ ووږ دریځ په افغانستان کې

دامریکا یانو سیاسی اشتباه ګانې او غلطیانې دکرزی له اماتوری هوس راپیل شوې . دغه بار له همغه وخت کوږ وه او طبیعی خبره ده چې کوږ بار تر مزله ته نه رسیږی چې ونه رسېد. امریکا یانو شل کلن پیچلی ، راکد تور دتباهیو تاریخ ، بمونو اوعام وژنو ککړ کړکېچ راواخیست په اتلسو میاشتو ګوډو او ماتو خبرو اترو کې یې رالنډ کړ اوله هغه اوچته په لاندې کمزو برخو کې نړۍ ته راڅرګند کړ . الف: القاعده او بی قاعده، داعش ماعش، او نور نامعلوم مجهولې تروریستی ډلې له منځه وړل . خو څنګه؟ ب. دافغانستان خاورې څخه بل هېڅ ه

23.03.2024 ع.شریف زاد

د مذهبي ډلو ترمنځ د اختلاف لاملونه

د اردن د الدستور ورځپاڼې یوه مقاله لیکي: «حضرت پیغمبر (ص) ته لومړنۍ وحې د اقرأ (ولوله) په حکم سره راغلې ده، الله تعالی په قلم لوړه کړې او یو سورت یې د قلم په نوم نومولی دی، مګر د قرآني امت ۴۰ سلنه سړي او ۶۵ سلنه ښځې لیک او لوست نه شي کولاې». د کډوالو اداره وايي: په نړۍ کې د ۱۰۸ ملیونه بې کوره شوو وګړو ۶۱٪ یې مسلمانان دي او په الجزیره کې لولو چې د ټولې نړۍ ۳۹٪ فقیران او بیوزلي خلک په اسلامي هیوادونو کې اوسیږي. له همدې وجې د ټولنپوهنې متخصصین او د مذهبي چارو څارونکي باور لري چې د خلاف، اختلاف ا

23.03.2024 ولي الله ملکزی

په مسلک او دنده کې بریالیتوب!

څرنګه په خپل کار او مسلک کې بریالي کیدلای شئ؟ که څه هم د دې لیکنې لوستل به تر ډیره د هغو کارکوونکو لپاره ، چې په بهرنیو پرمختللو هیوادونو کې دندې سرته رسوي یو څه ګټور وي، ځکه زموږ د هیواد دننه د کار شرایط او ماحول د نورو هیوادونو سره یو څه توپیر لري، خو بیا هم کیدای شي د مسلک د خاوندانو او دنده لرونکو لپاره د پوهاوي او معلوماتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي. ما په تیره لیکنه کې په عمومي توکه د بریالیتوب لپاره لسو سپارښتنو یا لارښوونو ته اشاره کړی وه، راځئ چې داځل په دنده او مسلک کې د بریا

22.03.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

عامو ملي موخو ته د رسیدو له پاره ستره ملی اجماع ضروري ده!

انسان یوازې بیولوژیکی موجود نه دی، بلکې یو ټولنیز موجود هم دی چې مختلف رواني حالات یې د پیښو په وړاندې د عکس العمل او په طبیعت او ټولنه کې د فعالیتونو په ډول اغیزه لري. د همدې بیولوژیکی، اجتماعی او روانی خصوصیاتو له په نظر کې نیولو سره د چاپیریال (د طبیعت او ټولنې) په بدلونونو کې برخه اخلی او د حوادثو په وړاندې مثبت یا منفی غبرګون ښئي. انسانان په ټولنه کې د ډول ډول معیارونو پر بنسټ په مختلفو ډلو ویشل کیږي. د هرې ډلې د غړو ترمنځ شریک ارزښتونه، ګټې او موخې شته چې د ساتلو او ترلاسه کولو په خ

19.03.2024 نور محمد غفوری

د روسيې انتخابات او لاس وهنې

روسیه د نړۍ تر ټولو پراخ هېواد ،چې د ۱۱ (ټايم زونونو) درلودونکی دی يانې په دې مانا چې که په يوه سر کې یې د سهار ۶ بجې وي په بل سر کې به یې د ماښام ۵ بجې وي، د اسيا او اروپا په دواړو لويو وچو کې پرته ده او له ۱۴ اسيایي او اروپايي هېوادونو سره پولې لري. شاوخوا ۱۴۶ ميليونه نفوس لري او پرون د مارچ (۱۷ مه) یې د ولسمشريزو ټولټاکنو وروستۍ ورځ وه، د ولسمشر لپاره د خلکو د مستقيمو او پټو رايو دې لړۍ دری ورځې دوام وکړ او دا د روسيې په تاريخ کې لومړی ځل وو چې د رايو ورکولو پروسې دری ورځې وخت ونيو ، د راي

18.03.2024 حميدالله بسیا

د ننګرهار د نارنجو باغونه

د نارنجو د بڼونو او د نارنج ګل د مشاعرې تړون ( دنارنج ګل مشاعری د شپیتم کال په مناسبت) دا دی سږ کال د نارنج ګل د لومړنۍ مشاعرې له نیټې څخه تر نن پورې، پوره شپېته کاله پوره شول. دا هغه وخت و چې په ګرمي وهلي او د تودې هوا له زوره تاوجن او زموللي ننګرهار کې د شنو باغونو او تازه- معتدلې هوا او فضا د جووړېدو ملی- انکشافی پروژه ( د درونټې بند اوکانال) چارې پیل شوې وې او په هغې کې لومړی یو کانال، د برېښنا د تولید یوه فابریکه، لویه لار، دوه لوی فارونه( هډه او غازی آباد) شامل وو. د ننګرهار

16.03.2024 پوهاند محمد بشیر دودیال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more